مدهو بالا او عطاءالله په ۱۹۵۲ م کې د بمبۍ فلمی میلې ته د هالي ووډ نامتو ډایریکټر”فرینک کېپره” هم ورغلې و. د یوې مجلې په مخپاڼه ده د مدهوبالا تصویر ولیدو نو ښکلا ته يې حیرانه پاتې شو. د ملاقات لپاره کور ته يې لاړو نو هغه ورته د یو ستوري په شان ښکاره شوه. د هغې پلار […]
د کتابونو خزانه د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې د هندوستان د یو مسلمان محمد بخش د خپلو مشرانو د څو قلمي نسخو یو غونډ په کور کې وساتلو . دا د خدابخش لایبریري بنسټ و چې اوس د نړۍ یو بې ساری کتابتون دی. د لایبریري په ۱۴۰۰ نایابه صحیفو کې د محمد بخش زوی د عربي، […]
منډي ګک د کندهار څخه ۵۵ کلومیټر لويديځ کی د کشک نخود سیند ۳۵۰۰ کاله پخوا د ارغنداو اوبو سره سيالي کوله چې دا ټوله سیمه پرې سمسوره وه. د دې ځاې اوسیدونکو په کال کې دوه وارې د زمکې نه غنم او جوار راټولول او یوه مخروطي غونډۍ به د هرات او فراه قافلو ته له […]
اکبر خان په ۱۱ جون ۱۸۴۲م د لندن په انځوریز پاڼې د اکبر خان یو انځور خپور شو چې پوره پوځي لباس او وسلو سره، په یو ځغلنده اس سپور دی. د امیر دوست محمد پینځم زوی محمد اکبر خان په ۱۵ اکتوبر ۱۸۱۶م کې و زیږېدو. د ۱۸ کالو په عمر کې دی د جلال اباد […]
ببو لالی د کندهار دودیزه ودونو پښتو سندرې، بابو لالې یا ببو لالی نومېږي. ولسي شاعري اکثر زمزمه کېږي چې کله کله مفهوم يې نه وي. د نیمې مصرعې په منځ کې “های…زار…الله…. وای او قربان بدرګه کېږي. ببو لاله څوک وه او څه وخت د سندرو دا ژانر رامنځ ته شو څوک خبر نه دی. خو […]
وندې ماترم د هندوستان ملي ترانه د بنګالي ژبې یو شعار دی چې مفهوم يې ” د موربنده یا د مور زامن” کېږي. په ۱۸۷۲م کې د بنګال یو لیکونکي ” بینکم چندرا چیټرجی” د بهار په ” پورنیه، دانا پور او ترہټ په سیمو کې د انګریزخلاف په یو پاڅون اغیزمن شو. بینکم هغه وخت د […]
فاطمه سلطانه په جولاۍ ۱۹۲۱ م کې د نيويارک يوې ورځپانې د يوې افغانې شهزادګۍ په اړه راپور خپور کړو. د شاه شجاع دغه نمسۍ د کراچي نه په بېړۍ کې د خپلو دريو تنکي زامنو آشين، آزيک او اکبر سره لومړی کيليفورنيا ته لاړه او بيا اورګاډي کې نيويارک ته ورسېده چې د ۳۴ کوڅې د […]
نيل ولې دې په سپینو جامو نیل ورنګاو… د ناشناس په دى سندره کى ياد شوې نيل هغه رنگ دي چي د لرغونو زمانو راهيسې د هند په لويه وچه کی له يوبوټي ايستل کيده. دا د مصرد سيند نيل سره هيڅ تړاو نه لري چي د يوناني توري “نايلوز” نه راوتلې دې او د شنې […]
لالا چینه د خیبر په دره کې د څو غرونو واورې د خوړ په بڼه جمرود ته رسېږي. په دوی کې د یخو اوبو یوه لرغونی تالاو “لالا چینه” نومېږي. د وریښمو په لار تلونکو راتلونکو قافلو د دغې اوبو سره پړاو کاو او بیا به وړاندې تلل. د لالا چینې سر د سپین غر په غونډیو […]
د علي مردان حوېلي د پیښور صدر په لویو باغونو کې یو ښایسته دوه پوړیزه کور په ۱۷ پېړۍ کې د مغلو نامتو مهندس علي مردان استوګنځای و. دی یو وخت د پارس د صفویانو له خوا د کندهار حاکم و چې مغلو ته تسلیم شو. بیا د کابل ګورنر شو نو ژمې به يې پیښور کې تیراو. د […]