
د ۱۹۲۰م په دې تصویر کې د پیښور د زاړه ښار په لویدیځ کې جوړه کابلي دروازه ښکاري.
په نولسمې پېړۍ کې د پیښور په حفاظتي دیوال کې شپاړس دروازې جوړې وې. د ځینو نومونه د خپل سمت (اړخ) له کبله ټاکل شوي وو لکه لاهوري دروازه ختیځ ته، اشنغرۍ دروازه شمال ته او کابلي دروازه لویدیځ ته لاره کوله.
په ” کابلي دروازه” کې دننه د کیسه خانۍ مشهور بازار او نورې وړې کوڅې دي چې د کسبګرو او د تجارتي توکو د بازارونو له کبله خپل نومونه لري. مسګران- بټیر بازان- عطر فروشان او داسې نور پخواني بازارونه دي.
کله چې انګریزانو په ۱۸۶۳م کې پیښور د سیکانو نه واخیستو نو هغوی پخوانۍ دروازې بیرته ورغولې. د خپل شان او د برم د نښې په توګه کابلي دروازه يې ” ایډورډز ګیټ” ونوماو. هربرټ بینجمن ایډورډ د پیښور دویم کمشنر و او د دروازې په تندي دا نوم لیکلی دی. د ده په نوم کیسه خانۍ په بل سر کې د بارکزو سردارانو په میلمستون کې د هلکانو لپاره د پیښور لومړی سکول هم جوړ شو. د انګریز توقع وه چې خلک به کابلي دروازه هېره کړی او په نوي نوم به يې یادوي. خو دا یواځې په سرکاري اسنادو کې پاتې شو ځکه تر اوسه هم خلک دا ځای کابلي دروازې یا تش په ” کابلۍ” یادوي.
په تصویر کې د ګیټ دواړو غاړو ته وړې دروازې ښکاري. ماښام به لویه دروازه بنده شوه نو خلکو به په وړو دروازو تګ راتګ کولی شو. د دې دننه ګس لاس ته د پولیسو تآنه او ښې لاس ته د کوټ وال دفترونه وو. په خپلو مستمرو کې د نویو ودانیو د جوړولو په وخت انګریزانو به د سیمې د تمدن او د آب وهوا خیال ساتلو. د دې ګیټ د جوړښت ډول يې هم د اسلامي ډول د سرو خښتو مینارونو او ګومبدونو په شان ښکاري.
دا عکس یو انګریز آر-بي هومز اخیستی دی چې په پیښور صدر کې يې عکاس خانه وه.