Month: September 2021

سویی ګېس

په ۱۹۶۰م کې د کراچي ډېرو کورونو کې د ګېس (غاز) په انغرو به پخلی کیدو. ګېس مفت او ځینو خلکو د کور فرشونه هم په ګرمو اوبو وینځل. د پاکستان ولس به دا” سویی ګېس” په نوم یادولو. سویی د سنده او بلوچستان په پوله د کشمور نه ۳۰ کلومیټر شمال لویدیځ کې یو […]

د هوجرو ګټې

اول د ټول مندڼ سردار وې اوس د بېسک په ګټه ناست يې مساپره د دې لنډۍ تر شا یو تاریخ پټ دی. د پښتنو کلیوال هوجره (حجره) د جرګو مرکو، غم ښادۍ او میلمستون نه علاوه د مجلس او تماشې ځای هم و. په هوجره کې میلمانه او خان به په کټونو، د بالښت […]

ټاپه

د سپرلي د راتګ سره به زمونږ د کور برستنې او ګرمې جامې په لوی صندوق کې بند او په کټونو به چاپه شوي څادرونه وغوړیدل. نیا به مې له بازار سپین “مارکین” راوړو، د لویو وړو کټونو په کچ به يې څادرونه وګنډل. پاتې وړو ټوټو نه به دسترخوان، میزپوش او د بالښتونو ابرې […]

بخت منیر

د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د پیښور ریډیو نه به د کشور سلطان په غږ یوه بدله ډېره غږیده چې بیا هغه ماښام دی چې بخت منیر د جرمني ټکان راځینه بیا ماښام به راشي اوس بخت منیر په ګل بیلې کوي سېلونه. ” بدله” په پښتو کې اوږد نظم او پکې یوه ولسي کیسه […]

محمد بن قاسم

په روهړي کې یوې غونډۍ د پاسه د محمد بن قاسم جومات کنډوالی اوس هم ښکاري. د دغه ځوان د اتلوالۍ کیسې په اسلامي تاریخ کې یوه افسانوي دوره په ګوته کوي. په ۶۳۲م کې د حضرت محمد (ص) د وفات نه وروسته عربان په بېړیو کې د هند جنوبي ساحلونو ته تجارت لپاره ورتلل. […]

اسانګه

په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و. […]

ډیلی

د نړۍ “پرانستی میوزیم” د دوو ښارونو روم او دیلی لقب دی. په هندي کې دلي یا دهلي چې پښتانه ورته ډیلی وایی، پکې د ۸ ښارونو نښې پاتې دي. ډیلی او اګره د جمنا پر غاړه اباد دي او دلته د ۶ ق م پېړۍ راهیسې خلک اوسیدل. د ځینو لرغون پوهانو په اند، […]