پیوی- بچوی


د هند په لویه وچه، ښځو به د سر د اوږدو ویښتو کمڅۍ او د سپڼسو(تار) په پیوي تړله.
د هند په لویه وچه، د ښځو ویښته لوی او ددې پریکول ناروا ګڼل کیده. په هندو رواج کې ښځه به کونډه شوه نو د هغې سر به يې وروخریلو. د بدنامه، لیونۍ، معذور او معیوب جینکو سر به هم خریلی و. د کومو جینکو یا د ځوانو ښځو ویښته چې به پرانستې وو، د هغوی کردار به ښه نه شو ګڼلې. پخوا به سړو هم ویښته اوږد پریښودل چې څڼې به يې بلل خو په جنګونو کې مزاحمت او د سپږو له ویرې به يې سرونه خریل او ویښته يې لنډ ساتل. د ښځو لپاره یوه کمڅۍ او ماشومانو جینکو ته د دوو کمڅیو رواج دی.
پښتنو ښځو هم ویښته په یوې کمڅۍ کې تړلي ساتل او پیوی یا بچوی (له کودړې) د ښځو د سینګار لازمي برخه وه. په اردو او پنجابي کې ورته “پرانده” وایی. د کمڅۍ جوړولو په وخت د دې دریمه برخه کې چې هلته وېښته کم شي، دغه پیوې ورسره یو ځای کېږي.
پېوې به زیات په کلیو کې د تورکاټن د تار نه ښځو پخپله جوړول. لسو نه شلو تارونو پورې به يې په درېو برخو وویشل او هر یو به يې بیل بیل سره غوټه کړل. دغه درې غوټې به په مهارت یو ځای شول او بل سر کې به هم هغسې ورته ځونډي جوړول. کله کله د ځونډي سره به يې زرین تار هم وپېلو چې د کمڅۍ د بندولو لپاره و. د ناوی لپاره به د سور رنګ پیوی جوړیدو او د ځونډي سره به يې مشکڼې او ګونګرو ګان هم پيېل.
د شلمې پېړۍ تر پای د کمڅۍ رواج په ختمیدو او ورسره د پیوو بازار سوړ شو. په هند کې واده ښادۍ او د فیشن لپاره دا بیا هم جوړېږي.

صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *