Monthly Archives: May 2018

د خاورو لاندې

26 May, 2018
د خاورو لاندې

د ۲۰۰۲ م راهیسې یو تجارتي کمپنۍ، د سیټیلایټ (سپوږمکۍ) په مټ، د افغانستان په لکونو عکسونه پوځي افسرانو د لیدو لپاره اخیستل. شا و خوا ۱۲ کاله وروسته، د شکاګو پوهنتون څېرونکې “جیل شټاین” څرګنده کړه چې په دغو عکسونو کې د افغانستان لرغونې سیمې د پوهانو لپاره د معلوماتو یوه سرچینه کیدېشي. هغې…

Read more »

کرنه= نارنج

22 May, 2018
کرنه= نارنج

د پښتونخوا اصل کبابي په څپرګي کې نارنج ارو مرو ځوړند وي. دغه تراوه او تراخه نارنج پخوا “کرنه” نومیدل. د نارنج ټکې د فارسی نه پښتو ته کډه وکړه خو څو کاله وړاندې هم زمونږ د کلي سپین سرو به د “کرنه” ګلونه د شړشمو په تیل کې ګډول چې سر به يې پرې…

Read more »

د تورغر جنګونه

18 May, 2018
د تورغر جنګونه

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول. د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د…

Read more »

ژوب

14 May, 2018
ژوب

د کوټې ځینې سپين ږيري اوس هم قلعه سيف الله ته ژوب او د ژوب سپين ږيري ژوب ته اپزيی (اپوزی) وايې چې د قلعه سيف الله په شمال ختيځ کې يو کلی و. ژوب، په پښتو کې اوبلن سيمې ته واي او دا د یو سیند نوم دی. د افغانستان امیرعبد الرحمان کله چې…

Read more »

جوپان

9 May, 2018
جوپان

د لرګي ډولۍ چې پخوا به پکې ښځې د یو ځای نه بل ته وړل کیدې. جوپان (چوپان) د لرګي یو صندوق چې یوه غاړه به يې بنده او بله پرانستې وه. په دې کې به دوه کسان یو بل ته مخامخ کیناستلې شول. دغه صندوق یا ډولۍ به د لرګي په څلورو ډنډو ټینګ…

Read more »

د بابل باچا

5 May, 2018
د بابل باچا

د عراق او سوریا ترمنځ دوه نیم زره کاله پخوانۍ کنډوالې، چې شا و خوا ۲۰۰۰ ایکړ زمکه کې خپاره دي، د بخت نصر له خوا آباد شوي د یو متمدن ملک حال وایی. د فرات سیند د پاسه لومړې پل، په بابل کې لومړی میوزیم، لومړی کتابتون او آرکایوز د بخت نصر د کارونو…

Read more »

د بیدِل قبر

1 May, 2018
د بیدِل قبر

په ۱۸۵۷ م کې د انګریز خلاف پاڅون (غدر) نه وروسته انګریزانو د غچ اخیستو لپاره د زاړه ډېلي نه بهرټول ځایونه ړنګ کړل. د جمنا سیند دواړو غاړو ته هدیرې او کورونه يې وران او د ګوتو په شمېر تاریخي ودانۍ پخپل ځای پریښودل. د بیدِل په شان د ډېرو مشهورو خلکو قبرونه ورک…

Read more »