علي خان

د ۱۹۷۱م سپرلی او د پیښور پوهنتون کې به د امتحانونو موسم و. د پوهنتون د لوی ګیټ نه دننه لومړی سټاپ د انجنیرنګ کالج مخ ته و. زه سهار وختي د ښار نه په سرکاري (جي-ټي-ایس) بس نه هلته ښکته شوم. وایس چانسلرعبد العلي خان د جینکو او هلکانو لپاره فټ پاتهه (پیاده لاره) […]

سانخینګ ډویی

د دریو ستوروغونډۍ، چین کې د “سي چوان” صوبې درې زره کاله پخوانیو اثارو لپاره شهرت لري. په ۱۹۲۷م کې یو شته من کروند ګر خپلو زمکو کې د یوې کندې نه اوبه ویستلې چې د “جېډ” (یشم) څخه جوړ بې شمیره توکي رابرسیره شول. له هغه راهیسې په دې خاوره کې کله نا کله […]

بیګمۍ وریژې

په سوات کې ولس غټې وريژې ‌ډېر په شوق خوري چې بیګمۍ نومېږي. د دې وریژو تخم په لومړي ځل باغ ډېرۍ کې وکرل شو. هلته مېشت بارکزي سردارعبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. په ۱۹۱۰ م کې هغه د جاپان نه د غټ املوک (پرسيمن) تخم راوړې و […]

ستنه

په ښار کې زمونږ خپل کور په جوړیدو مور مې خوشاله وه چې د کرای نه به خلاص شو. زه هغه وخت ماشومه وم خو ماښام به مې د مور او پلار په خبرو د ځان پوهیولو کوشش کاو. سرې خښتې، سیمنټ او د اوسپنې سریه ټکي مې هم هغه وخت زده کړل. اخر یوه […]

سرګذشت کابل( ۴)

مولانا عبید الله سندهي په ۱۹۱۵م کې افغانستان کې ځان ازاد ګڼلو او د امیر حبیب الله په مشوره د هند دیوبندي مشرانو ته يې پیغامونه واستول چې د جنګ لپاره تیار شي. “بیعت نامې” يې تیارې کړي او خپل پیغامونه به يې په وریښمین رومالونو لیکل چې په لاره د نیول کیدو خطر يې […]

زما ژوند او ژوندون ( ۲۴)

یوه ورځ عبد الصمد خان په دوبي ګاټ کی و چې پیرنګي وروبللو او ورته يې وویل چې تا د جیل نه بهر څه کار کاو. ده ورته وویل چې د لیک لوست نه علاوه بل د لاس کار مې نه دی کړی. هغه ورته وویل چې په قید کې لیک لوست نه پکارېږي او […]

د ببو گل طب

د نړۍ ډېرو ملکونو ته سفرونه کړي دي او په هندوستان کی مې د ببوگل سره وپيژندل. په داسی ورځ چې سفر به نه و او يا په کتابونو کې مې معلومات لټول، نو د انا د کور دروازه وټکوله. د باران په ورځ هغې سره د خبرود چايو خوند لا زيات کړو. د افغانستان […]

د سوات انځورونه

په ۲۰۲۶م کې د سوات رنګین دیوالي انځورونه ( فریسکو) د لرغون پوهانو لپاره حیرانونکی وو. د سوات د ناجی ګرام درې په لمنه کې د ابا صیب چینه د یو زیارت لپاره مشهوره ده چې ځایی خلک ورته په پښو ورځي او د هغه ځای اوبه د تبرک لپاره څښي. دا انځورونه (فریسکو) هم […]

د کابل سرګذشت (۳)

په ۱۹۱۵م کې یورپ د لومړۍ نړۍ وال جنګ په اور لمبه شوی و چې د هند مسلمانانو د عثماني خلافت ساتلو لپاره یو تحریک پېل کړو. د دې مخکښ د دیوبند مدرسې عالمان او پخپله شیخ الهند و، چې مولانا عبید الله سندهي ته يې افغانستان ته د تلو وویل. دی د اکتوبر په […]

ست او سده

یوې بودایی ملګری راته ویل چې د ټرین په یو سفر کې هغې د خپلې کورنۍ ډوډۍ غوټه نشوه پرانستې. مخامخ ورته ښځه خاوند ناست وو او ډوډۍ دومره نه وه چې هغوی ته يې “دانا” کړی وای. دا په یواځې خوړلو شرمیده نو سفر يې نهر تېر کړو. ما ته د پښتو “ست” رایاد […]