Category: لنډ معلومات

یووې

زمکه قولبه کول او پکې یووې (یوې) ګرځول د انسان تر ټولو لومړی ساینسي کارنامه وه. د ۲۰ پېړې یووې یو یا دوو غوایانو ته اړ وو. د غوایی په څټ پروت جغ (ژغ) او د دې “جغونډی د “ولی” له لرګي جوړیدل ځکه دا به سپک و. د یووې لپاره د ” څېړۍ” (بلوط) […]

جوګ-یوګ او یوګا

شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا، د جنوبي هند جولاګانو له کرناټکه، اندهرا پردیش او تاملناډو شمال ته کډه وکړه. دوی د لرګي په اوزار له کاټن کپړه (ټوکر)جوړله. دوی د دنیاوي شیانو سره ځان نه نښلاو، واده يې نه کاو او د نفس د کنټرول لپاره مشر ورته څو اصول ټاکلي وو. یو دا […]

د ایسپ کیسې

د کیسو په ژانر کې ” فېبل” هغه کیسې دي چې ځناورو یا مارغانوعمل یا وېنا وي. دا ولسي کیسې نه دي او ادبي بڼه لري چې د هوښيارو خلکو او عالمانو له خوا ويل کیده. شا و خوا ۲۶۰۰ کاله پخوا د یونان په یو جزیره، “د ایسپ کیسې” اوس ټولې نړۍ په ژبو […]

څلوېښتي- قرنطین

په اطالوي ژبې کې “کورانټه ژیورني” څلویښت ورځو یاني څلویښتي ته وایی. د پښتنو په کلچرکې د مړي څلوېښتي او د ماشوم زیږولو نه وروسته، نوی مور تر څلویښتو ورځوکور کې ساتل ضرورګنل کېږي. د هندو سادهوانو، مسلمان پیرانو، بودایی او مسیحي راهبانو “چله” هم دغه څلوېښتي یا قرنطین وي . په عیسایی او مسلمان […]

جوغه

جوغه (جوقعه) یا جیغه د سرو زرو هغه ګاڼه ده چې د هند په لویه وچه او پارس کې شته منو سړو په پټکي یا ټوپۍ کې ټومبله. د دې نه وړاندې د شاهانو او راجه ګانو په پټکي کې د طاوس يا د مرغ زرېن بڼکه د دوی د واک او مقام ښکارندوی وه. […]

ګل باران

د ۱۹ پېړۍ په کاکړی غاړو کې ګل باران “ګل بارو” په نوم یاد شوی دی. چه شنکئ تاڼه ئې کښه (برید) ګل بارو کړګي (کړی) ده ساده په ټوپو تښتي سیکان داسې غړوبې (خوځښت) د ګل باران بېخي ټيک ولي په نښه ګل بارو وژني ګورکيان د ژوب ملیشیا په ۱۸۵۲م کې د یو […]

نو- رتن

د هند باچا بکرماجیت (۳۷۵ م نه تر ۴۱۴ م) د خپل ملک ۹ وتلي کسان په دربار کې ساتلي وو چې هر یو يې پخپل علم او مسلک کې نابغه و. دوی به د “نو+رتن” (نهه غمي) بلل کیده چې باچا به په حکومتي کارونو کې ترینه مشورې اخیستی. د وی نومونه په تاریخ […]

د بوسو خوسی- سخی

په پښتو کې یوه محاوره ده چې ” په وهلو وهلو يې د بوسو سخی ترې جوړ کړو.” مانا هغه کس بیا لاس پښې نشي خوزولې. د مړ خوسکي ټول پوستکی به يې وويستو، پکې به يې بوس (پروړه) ډک او یو پړي سره به يې ځوړند کړو. دغه د بوسو سخی وي. ځینې پښتانه […]

سمه

د پښتنو په اړه ځینو تاریخونو کې “سمه” او د “سمی پښتانه” د “سامانه” سره تړل شوي دي. دا د پنجاب په پټیاله کې د یوې سیمې نوم دی. په پښتو کې “سمه” هوارې زمکې ته وایی. پښتنو به د روغبړ په وخت مساپر نه پوښتنه کوله چې، “د سمی يې؟ که د غرونو؟ د […]

شین

په پښتو کې “اسمان شین دی” هغه محاوره ده چې نور خلک پرې ملنډې وهي. شین واښه، شنې سترګې، شنه پاڼه او هغه میوه چې “شنې” نومېږي، ټول د خپل رنګ له کبله پیژندلې شي. خو د اسمان او سمندر رنګونو ته شین ولې ویل کېږي؟ دا ستونزه په ډېرو پرمخ تللو ټولنو کې هم […]