Category: جوړښت

بعلبک

له بیروت څخه ۸۰ کلومیټر شمال ختیځ کې “بعلبک” په اړه یو روایت دی چې دا د دېوانو ښار و. د لبنان ” البیقاء” یا د بیکا وادي کې شا و خوا پینځه زره کاله پخوا “فونیقیان” اباد شول. دوی د حضرت نوح (ع) د زوی سام اولاد ګڼلې شي. “بعل” د سامي ( فونیقي- […]

کټ کټکی

د ژمي بارانونه او د چوټۍ ورځ به د ماشومانو لپاره یو عذاب و. بهر به اوبو او خټې وې او مونږ ته د کوټې نه د وتلو اجازه نه وه. په داسې وخت کې به مو څو لوبې کولې چې یوه پکې ” منجه پیړي” یعني د ” کټ کټکی” لوبه وه. د مور […]

د دار الامان ماڼۍ

” دار الامان ماڼۍ په کچه غرمه کې اور واخستو چې تر دولس نيمو بجو بل و. د عامه فوايدو وزارت واي چې اور د دې په درېم پوړ کې ولگېدو چې پکې د سړکونو، بندونو او د کنالونو د انتظام دفترونه و. د اطفايې گاډي هغه ځاې ته دوه نيمې بجې ورسېدل خو درېم […]

د کابل بالاحصار

بالاحصار یعني لوړه کلا د کابل په جنوبي څنډو په پوره غونډۍ غځیدلی، د ودانیو او ړنګو دېوالونو څلی ښکاري. دلته تر ټولو پخواني د ژوند اثار د لومړي میلادي پېړۍ څخه راپاتې دي چې کشان قبایلو دا سیمه ونیوله. په پينځمې پيړۍ کې کابل شاهانو یوه پخه کلا او دفاعي دېوال جوړ کړل چې […]

خوخلمه

د روسي هنر یوه ښکلې بیلګه ” حوحلمه یا خوخلمه” نومېږي چې د سپک لرګي په لوښو، نانزکو او زینتي توکو رنګین انځورونه وي. خوخلمه د روس د ” نیژنی نووګورود” په صوبه کې کورنیسکي ولسوالۍ یو وړوکی کلی دی. د وولګا سیند پر غاړه په ځنګلونو کې د سفیدې ( برچ) ونه ډېره وي. […]

اووعجایبات

دوه نیم زره کاله پخوا د یونان هیروډوټس د لوړو ودانیو او مجسمو ذکر کوي چې خلکو ته عجیبه ښکاریدل. زیات يې د یونان شا و خوا سیمو کې وو چې بیا د بازنطین ” فیلو” په ۲۲۵ ق م کې د اوو عجایباتو یو فهرست ولیکلو. په دوی کې لومړی د یوناني اسطورې ” […]

د غزني جام

د ۱۳ پېړۍ دغه فیروزی جام (جګ) له بامیانو وموندل شو چې یو لاسکی ( لاستی) لري. د ګچ (مهین خټې) څخه جوړ په دغه جام د کولال په لاس ښکلی نقاشي شوی ده. د دې لاستی ساده، پر غاړکۍ يې قراني آیتونه او په خېټه تاو راتاو څانګې نقش دي. په ښکاره دغه نقشونه […]

برج

په ۱۹۶۰م کې د مومندو “ریګي” کلي یو واده ته ورغلی وم. د هغه لوی کور بهر حجره او دننه یوې لوی کوټې کې ښځې ناستې وې. یو خوا ته په چت کې سوری او د لرګو پارسنګ ( زینه) ورته اړم و. کله نا کله یوه ښځه به ورته وختله او د چایو سوچه […]

حصار فيروزه

د هند په هریانه صوبه کې د حصار فیروزه دفاعي کلا ۱۴ میلادي پېړۍ په نیمایی کې فيروز شاه تغلق په امر جوړه شوه. شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا دا ځای “ایسوکارا یا ایسوکاري” نومیدو چې د ” سرسوتي” سیند پر غاړه اباد و. په ۶۰۰ ق م پېړۍ کې نامتو ژبپوهه پانیني دا […]

د علي مردان حوېلي

د پیښور صدر په لویو باغونو کې یو ښایسته دوه پوړیزه کور په ۱۷ پېړۍ کې د مغلو نامتو مهندس علي مردان استوګنځای و. دی یو وخت د پارس د صفویانو له خوا د کندهار حاکم و چې مغلو ته تسلیم شو. بیا د کابل ګورنر شو نو ژمې به يې پیښور کې تیراو. د […]