Category: د هندوستان پښتانه

اجیت خان

په ۱۹۴۰م کې د حیدراباد یو ۱۸ کلن ځوان د فلمونو په شوق کې د کالج سبق پریښودو، خپل کتابونه يې خرڅ کړل او بمبۍ ته لاړو. دغه هلک حامد علیخان په ۲۷ جنوری ۱۹۲۲م کې د ګولکنډه یوې پښتني کورنۍ کې وزیږېدو. نیکه يې په ۱۹ پېړۍ کې له کندهاره کډه شوی او د […]

عظیم الدین

په دسمبر ۲۰۱۵م کې د هندوستان اخبار، ټایمز آف انډیا” یو مضمون خپور کړو چې د ۱۹ پېړۍ د رام پور د جنرل نوم ” اعظم الدین” ته واړول شو. د ریاست په سرکاري اسنادو او د تاریخ په کتابونو کې د رامپور د نامتو وزیراعظم نوم عظیم الدین لیکلی دی. ده پلار جلال الدین […]

مدهو بالا او عطاءالله

په ۱۹۵۲ م کې د بمبۍ فلمی میلې ته د هالي ووډ نامتو ډایریکټر”فرینک کېپره” هم ورغلې و. د یوې مجلې په مخپاڼه ده د مدهوبالا تصویر ولیدو نو ښکلا ته يې حیرانه پاتې شو. د ملاقات لپاره کور ته يې لاړو نو هغه ورته د یو ستوري په شان ښکاره شوه. د هغې پلار […]

ډاکټر مبارک علي

د ۲۰ پېړۍ د تاریخ دغه استاد، ټولنپوهه او مفکر، خپل ټول ژوند په زدکړه او لیکنه تېر کړو. مبارک علي خان خپل په اپریل ۱۹۴۱م کې د راجستان “ټونک” ریاست کې وزیږېدو. دی په خټه ” ترین” نیکونو يې له پښین، هندوستان ته کډه کړې وه. دی وایی چې د نیکه پلار يې په […]

سود خور

په ۲۰۰۳م په ژمي کې د پټنې (بهار) د شاه ارزاني خېشګی مدرسې څو طالب علمانو راته وویل چې هلته ځینې کاروباري پښتانه یو ځای اوسېږي. د هغوی استوګنځای پورې راسره لاړل خو لیرې ودریدل چې ” سود خور” .ته نزدې نه ورځي. سود- ریبهه- انټرسټ د قرض قیمت وي. مثال يې دا دی چې […]

د ډېلي ډبرلیک

په ۱۵۹۳م ( ۱۰۰۲ ه) کې کښل شوی د سنګ مرمر کتیبه د دلي د خواجه نظام الدین اولیاء سره نزدې په ۱۹ پېړۍ کې وموندل شوه. تر ۱۸۵۸م په هند کې د مغلو واک ختم او انګریزانو حکومت پېل کړو. د ډېلی په لال کلا کې د مختلفو دورو د چور څخه وروسته هم […]

صاحبزاده یعقوب خان

په ۲۶ جنوري ۲۰۱۶م نامتو ډپلوماټ صاحبزاده یعقوب خان د ۹۵ کلونو په عمر کې وفات شو. دی د رامپور د نوابي کورنۍ یو غړی او برطانوي پوځ افسر و چې په ۱۹۴۷م کې يې پاکستان ته کډه وکړه. د هندوستان د نجیب آباد ریاست وروستی نواب جلال الدین خان په ۱۸۵۷م کې د انګریز […]

سوریان

د سانسکرت نه راوتلي هندي ژبو کې، سوریه ( سورج) د لمرمانا ورکوي. په افغانستان کې د اسلام څخه وړاندې د سوریه عبادت ځایونه موجود وو چې یوه د کابل په خیر خانې کې هم و. د “سور” په نوم غرونو کې یوه په ارغستان، بل د غور د آهنګران جنوب کې، دریم د کاپيسا […]

مولانا وحید الدین خان

د هندوستان دغه پښتون ” د اسلامي نړۍ لوی ساینسي پیر” بلل کېږي. د مولانا وحید الدین د ټبر داستان ۵۰۰ کاله پخوا له سوات پېل شو. په ۱۵ پېړۍ کې د سوات یو ملا حسن خان د خپل ورور حسین خان سره شخړه کې خپل کلی پریښودو او په اس سپور هندوستان ته روان […]

پرتو روهیله

د فارسي او اردو ژبو د دغه دانشور له نوم لږ خلک خبر دي. د ده خپل نوم مختارعلی خان او په ۲۳ نومبر ۱۹۳۲م کې د هند په بریلي کې زیږېدلی و. د ده زمکه وال پلار د روهیلکهنډ د حافظ رحمت خان د ټبر غړی و. په ۱۸ پېړۍ کې حافظ رحمت خان […]