Month: June 2026

خوږه وله

په اردو (هندي) کې ملټهي، فارسي کې “شیرین بویه” او په انګریزي کې “لیکرش” هغه خوږ لرګی وي چې په حکیمي داروګانو کې کارېږي. په پښتو کې د دې نور نومونه، غو‌ژکۍ، خوږکی او خوږولی دي. شا و خوا ۵۰۰۰ کاله پخوا انسان د وحشي بوټو په لټون کې د یو بوټي جرړه پیدا کړه […]

روس کیپل

د خیبر په سیمه کې ځینو سپین ږیرو ته اوس هم د” پیرنګي ماما” او د “اپریدو پېرنګي” کیسې یادې دي. د شلمې پېړۍ په پېل کې د صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) کمشنر “سر جورج روس کیپل” کمیس پرتوګ په غاړه، پټکی په سر، روانه پښتو کې ولس سره خبرې کولې. کله کله یو متل […]

سوله ټوپ

تر ۱۹۶۰م هم د پیښور پولیسو د خاکي رنګ ټوپۍ ( خولۍ) په سروله چې خلکو به ورته ټوپ او ځینو “چلمچي” ويل. په لیدو کې به دا ټوپۍ درنه ښکاریده خو په اصل کې ډېره سپکه وه. د چلمچي په بڼه جوړدغه خولۍ د “سوله- سولا- شولا” نومې بوټي د سپین مغز (پیت) نه […]

د سوفایټوس ډبرلیک

په کندهار کې موندل شوی ډبر لیک، د میلاد څخه دوه پېړۍ وړاندې، د یو کور په دېوال کې خښ و. په کندهار کې د میلاد نه درې پېړۍ وړاندې یوناني او ارامیک ‌سرکاري ژبې وې او هلته نه موندل شوی د اشوکا په ډبر لیک هم دغه دواړه ‌ژبې کنده وې. خو په یوناني […]