Month: March 2023

د نورستان جنګونه

د ۱۸۹۶م په پېل کې د امیر عبد الرحمن د باچاهۍ وروستی جنګ د کافرستان په درو کې پای ته ورسیدو. د هندو کش په غرونو کې پخواني آریایی قامونو تر ۱۹ پېړۍ هم خپل دین” کلاسه”، ژبه او دود دستور ساتلي وو. لوی سبب يې د دوی لږ شمیر او له لویو ښارونو لیرې […]

د تعلیم سفر

تر ۲۰۲۰م په افغانستان کې د تعلیم یافته سړو شمیره ۴۵ في صد او د ښځو ۱۷ في صد اټکل شوی ده. د ۱۵او ۲۴ کالو تر منځ عمر ځوانانو کې یواځې ۴۷ في صد لوستي دي. په ۱۹۰۳م کې د کابل حبیبیه لېسه لومړۍ عصري (موډرن) تعلیمي اداره وه چې څو لوستو افغانانو سره […]

سموسه

په ۲۰۱۱م کې د سومالیه حکومت یو قانون تر مخې، د سموسې په جوړولو او خوړلو بندیز ولګاو. هیڅوک خبر نه دي چې سموسه (سمبوسه) د کوم ځای ښځو په لومړي ځل جوړه کړه. اوس په ټولې نړۍ کې سموسې ته ورته خواړه په مختلفو شکلونو موندل کېږي. اوړه، غوړي او اوبه یو ځای کړي […]

هیپي

د ۱۹۶۹م په سپرلي کې د کالج له خوا یوې مباحثې او لیکوالۍ د مقابلې لپاره نورو جینکو سره لاهور ته تلم. د خپلې استادې په بدرګه د شپې ټرین کې مو سفر کاو. د ښځو په ډبه کې يې راته بکسونه کیښودل نو یوه ځوانه اروپایی جینۍ هم راغله. بهر یو ځوان ورته لاس […]

د ډېلي ډبرلیک

په ۱۵۹۳م ( ۱۰۰۲ ه) کې کښل شوی د سنګ مرمر کتیبه د دلي د خواجه نظام الدین اولیاء سره نزدې په ۱۹ پېړۍ کې وموندل شوه. تر ۱۸۵۸م په هند کې د مغلو واک ختم او انګریزانو حکومت پېل کړو. د ډېلی په لال کلا کې د مختلفو دورو د چور څخه وروسته هم […]

زما ژوند او ژوندون-۸

په ۱۹۳۰ م کې عبد الصمد خان لاهور کې د کانګرس په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړو. هغه وخت د هند مسلمانانو هم د خپل لومړۍ لوی کانفرنس تیاري کوله. دی بېرته ګلستان ته لاړو نو د خپل ورور عبدالسلام خان په ملاتړ يې یو سياسي ګوند جوړ کړو. انګرېز دغه ګوند غير قانوني وګرځاواو […]

ورق

زمونږ په کور کې فرني به یواځې د میلمنو لپاره پخیده. کله چې دا په لوی قاب کې يې واړوله نو لږ یخیدو وروسته به يې د سپینو زرو ورق پرې واچوو. دا ورق هغه وخت په دوو ” آنو” کیدو چې د عام اخبار دوه ټوټو تر منځ پروت و. د فرني خوړلو په […]