Month: April 2021

د څمکنو ګومبد

په ماشومتوب کې به مونږ د څمکنو میلې ته ورتلو. دا میله به دلته د میا عمر زیارت نه بهر کیده. ښځو به زیارت کې دننه دعا وکړه، منجاور ته به يې شکرانه ورکړه، مالګه به راوړه. مونږ به د زیارت په دېوالونو ختلو، هغه لوی کوهي ته به حیرانه وو چې دننه پکې پوڼۍ […]

نکریزی

یار مې په سرو لاسو مئین دی ځکه نکریزی په خپل کور کې خیشتومه نکریزی د رنګ، خوشبویی او د خوشالۍ نښه ده. د اختر او واده نه علاوه یو مسافر به ډېره موده وروسته کور ته راغلو نو خپلوانو به لاسونه په نکریزو سره کړل. د مصنوعي رنګونو نه وړاندې خلکو به د سر […]

امیه او یوسفزي

په ۸ میلادي پېړۍ کې د امیه اسلامي خلافت په ضد پاڅون روان و. په ۲۵ جنوری ۷۵۰ م د عراق “زاب” سیند پرغاړه عباسي لښکرامیه پوځ ته ماتې ورکړه او حکومت بدل شو. په دمشق کې عبد الله بن علی د امیه کورنۍ ۸۰ کسانو ته معافي اعلان کړه او شپږ میاشتې وروسته، په […]

امیر او وزیر

په ۱۸۶۷ م کې امیرعبد الرحمن د کندهار ته په لار د غلجو سره جنګ بایللو او له غزني د وزیرو سیمې ته واوړېدو. د ده تره اعظم خانه ورسره مله او ځایي ملکانو ته يې لیکونه واستول. هغوی ۱۰۰ سپاره د دوی هر کلي ته واستول، په زرګونو کسانو ورته اتڼونه وکړل او دوه […]

هوای خبر

یوه شپه ناوخته ملګری راته ټیکسټ وکړو چې زما یو پخوانۍ همکاره وفات شوی وه. دا خبر د هغې د ملګرو په ګروپ کې چا لیکلی وه. پوښتنه مې وکړه چې هغه کس د چا نه خبر شو؟ “معلومه نه ده.” دا د هغه جواب و چې زه پرې شکمنه شوم. شیبه وروسته د فیسبوک […]