Month: December 2014

د زبيده نهر

اوس مکې ته تلونکي حاجيان په دې دښته کې د اوبو د کمښت احساس نه کوي، خو يو وخت دلته د زمزمو د چينې نه علاوه بل ځای اوبه نه پېدا کېدې. په منا، عرفات او مزدلفه کې د اوبو هيڅ بندوبست نه و او خلکو به کله کله د سرو زرو په بيه اوبه […]

د ډيورنډ کرښه

د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پایه انګريزان د افغانستان سره په دوو جنګونو دې نتيجې ته ورسېدل چې هغوی دا سيمې نورې نشوې کنټرولولې. دوی د امير دوست محمد خان (بارکزي) نمسي او د افضل خان ۵۰ کلن زوی عبد الرحمن حکومت په رسمي توګه ومنلو چې په ۱۸۸۱ م کې د افغانستان واکمن شو. […]

جوجي

” بي بي ما ته ټاچ والا موبايل واخله.” وحيد د ناستي د کوټې فرش پاک کړو نو پخلنځي کې بي بي صاحبې ته ورغلو. هغه د انغري سره ولاړه، د ايشيدلو اوبو نه يې پالک راويستل. په سخته لهجه يې وويل، “ټاچ څه وي؟” وحيد لږ موسکې او سترګې يې ښکته کړې، ” هغه […]

خدایه ، چنګيز وبښې

په دغه لوی کلي کې ، په دغه لوی کوګل کې ، زړه دریدلی دی خوځون نشته .. دلته باران وریږي ، دلته شبنم ګوره دګل پربستر ، دشوګیرونو دتورتم دتروږمۍ له لاسه ، په رڼايی رڼايی ، چا ته زخمي زخمي دردونه کله ، لکه دحق دکتاب غوندي غوړولی نه شي ، پردغه لوی […]

د ګندهارا مجسمې

هېڅوک په باور دا نه شي ويلې چې په درېيم ق م پېړۍ کې د افغانستان شمالي سيمو ته د تبت د لارې بودایي راهبان ورسېدل نو هلته د يوناني اسطورو “زيوس” او د “اتينا” مجسمې نمانځل کېدې که نه؟ د بودا منونکو لپاره دا يو لوی چيلنج و چې خپل خدای خلکو ته وروپېژني، […]

ګوربت

د ښکاري مارغانو تر اوسه پورې لس کورنۍ پېژندل شوي دي. په دوی کې باز او ټپوس (ګنجۍ) هم شامل دي او تر ټولو لوی جسامت لرونکی ګوربت دی. د ګوربت په څټ ويښته وي نو ځکه باز سره ورته دی، ولې ځينې خويونه يې د ټپوس وي ځکه مرداره يا خوسا غوښه خوري. په […]

د اسلامي هیوادونو کنفرانس سازمان

د اسلامي هیوادونو نړیوال کنفرانس چې د نړۍ د ۵۷ اسلامي هېوادونو نه څخه جوړ دی د ۱۹۶۹ عیسوي کال د سپتمبر په پنځه ویشتمه نیټه جوړ شو. Organization for Islamic Conference (او-آي- سي) د ملګرو ملتونو نه وروسته د نړۍ دویم ستر سازمان یادیږي. په بیت المقدس کې د اسرایلو له لورې د اقصی […]

مولي ايلس

د ۱۹۹۲ عيسوي کال په اوړي کي مې د عجب خان اپريدي په اړه د بي بي سي په راډیويي ګرامونو کار کوو. مولي ايلس نومې جينۍ چې عجب خان د خپل ورور او دوو نورو ملګرو په مرسته د کوهاټ له چاوڼۍ تښتولې وه، هغه وخت هم ژوندۍ وه. زمونږ همکارجان بټ راته خبر […]

د ټکر پيښه

ټکر د مردان نه ۲۰ کلوميټر شمال لويديځ کې د تخت بهۍ نه دوه کلوميټرپه فاصله يو کلې دی. کله چې انګرېزانو په پښتونخوا کې خپل واک ټينګ کړو نو په ۱۸۷۰ م کې يې د سوات سيند له اوبو د کنال د ويستلو کار پېل کړو. هغه ځاې نه چې پخوا “د جلاله بند” […]

اروسي يا ورسۍ

ورسۍ يا اورسۍ په پښتو کې د کړکۍ پخوانی دوديزه نوم دی. د دې د اصل نه څوک خبر نه دي او ممکن د “ور” نه اخيستل شوی وي. د پېښور په زاړه ښار کې د پخوانيو کورونو هغه کړکۍ هم روسۍ نومېږي چې تختې يې يو بل د پاسه ښکته او پورته کېدی شي.د […]