Month: January 2017

ذهرمهره

د اوزې(چېلۍ) په معده کی د طبعي توکو نه یو کاڼې پروت وي چې بیذوا یا بېزو نومېږي. د ۱۲ میلادی پیړۍ اندلس (سپېن) یو نامتو حکیم ابن ظهر په دغه تیږې تجربې وکړې او څرګنده يې کړه چې دا د ذهرو اثر ختموي. په عربي نړۍ کې یو وخت داسې باور و چې ذهرمهره […]

د اقصی جومات

ډېرخلک د القدس طلاي ګومبد د اقصی جومات ګڼي خو په دغو دوو ځایونو کی توپیردی. د مسلمانانو “القدس”یا”بیت المقدس” او د یهودانو “یروشلم” هغه لرغونې عبادت ځای دی چی طلای ګومبد پرې جوړ دی او ورلاندې د معراج تیږه پرته ده. الاقصی د دې ګومبد په څنګ کې او خلک ورته په عقیدت “حرم […]

افغانستان ته هجرت

په ۱۴ اګست ۱۹۲۰ م شا و خوا ۷۰۰۰ خلک چې زيات يې پښتانه وو، د لنډي کوتل بازار نه تورخم لورې ته پلي روان وو. آپريدو ورته په لاره د ګوړې د يخ شربت خاورو جامونه ورکول. د هرې ډلې مشر سره شنه جنډه او کله کله د افغانستان زنده باد ناره به يې […]

سرتور فقیر

سوات ته په لار د چکدرې یوه غونډۍ “چرچل پیکټ” نومېږي. پښتانه ډېر په ویاړمیلمنو (بهرنیانو) ته د دې معلومات ورکوي. خو دوی “سرتورفقیر” (ملا مستان) نه پېژني چې په ۱۸۹۷ م د انګریز خلاف ۲۰ زره لښکر راټول کړو او چرچل له دغه غونډۍ څارولو. د ده نوم سېد الله (سعید الله) او د […]

عثماني‌ خلافت څنګه نسکور شو؟

عثماني‌ خلافت د نړۍ په تاریخ کې د مسلمانانو د واک او برم یوه تر ټولو اوږده او ځواکمنه دوره وه، چې د ۱۲۹۹ نه ۱۹۲۲ میلادي‌ کلونو پورې، شاوخوا شپږ پېړۍ یې په اسیا، افریقا، منځني ختیځ او ان د اروپا پر ځینو ځمکو یې حکومت وکړ. خو په ۱۸۵۷م کال کې د خلافت […]

شپوله

د خیبردرې مشهوره سټوپا چی چاپېره ترې ټوله سیمه څارل کیدېشي، “شپوله” نومېږي. شپول په پښتو کی ګول یا ګردۍ ته وایی. د لنډی کوتل او علی مسجد ترمنځ شپوله د قافلو د پخوانۍ لار نه ۵۰ فټه لوړه او ۶۰ فټ زمکه کی جوړه ده. ددې جوړښت د کوشاني دورې وروستي کلونه په ګوته […]

د صحبت خان کیسه

د صحبت خان دومره پګړۍ وه چې د “پلۍ” د جونو جوړ شو رومالونه صحبت خان د سوات د الاډنډ اوسیدونکې و. د ده د تره زوی صدرالدین په ۱۸۵۰ م شا و خوا کلونو کی هندوستان ته لاړو. د ډيلي پرتخت تش په نوم باچا مغل بهادر شاه ظفرکیناستو ځکه ټول واک د انګریز […]