Month: April 2022

د امیر حبیب الله خلاف سازش

په ۱۹۰۹م کې د افغانستان د امیر حبیب الله خان په ضد یو سازش وشو. په ۲۳ می ۱۹۰۹م یکشنبه( اتوار) د ورځې له پیښور خپریدونکی د پښتو او اردو اوونیز ” افغان اخبار” د تیرې اوونۍ جاري ” امیر د کابل او سازش” په سرلیک یو راپور خپور شو. وایی ” یوه ورځ هر […]

افغان اخبار

ا د پیښور په آرکایوز(آرشیف) لایبربري کی د ۲۰ پېړۍ له پېل چاپ شوي اخبارونه او د “افغان اخبار پشاور” څو ګڼې مې ولیدی. په می ۱۹۰۹م کې دغه پاڼې ته انګریز حکومت د چاپ اجازه ورکړه ځکه دا څو میاشتې د مخه یو کس عبد الله په پټه خپروله. دا به يې په دره […]

د مسو کټوری

د اوړي په روژه کې به د مسو لوی کټوری (کاسه) د لیمو له شربت ډک و. پکې به د نیلا رنګ تخم ملنګ او پیازي رنګ د اسپغول دانو د سپینو واورو سره لامبو وهله. مور به راته د سپینو (مسینو) لوی څمڅۍ شربت په وړو کټورو کې راکړو او بې صبره د ملا […]

ادم درخانۍ-کتاب

د پښتو دا ولسي داستان په ۱۹ پېړۍ کې په لاس لیکلی او منظوم بڼه د یاسمین حسین په کتابتون کې وه. ما د دې یوه کاپي د ځان لپاره سکین کړه. اوس په پي -ډي ایف کي يې تاسو کتلی شئ. د ډاونلوډ لپاره د کتاب په مخ کلیک وکړئ. فایل ۶۰ میګابایټ دروند […]

صفاري دوره

په سیستان او خراسان کې د عباسي خلفاو له خوا د ۸۶۱ م څخه تر ۱۰۰۲ م صفاري ټبر حاکمیت لرلو. په ۸۴۰م کې د زرنج په “قرنين” كلي كي د لیث نومې یو مسګر (صفار) زوی یعقوب وزیږېدو. په تنکي ځوانۍ کې دی د “عيّار” ډلو سره مله شو چې د حکومت باغیان وو. […]

بن او بنت

په عربي تاریخونو کې د چا نوم سره د هغه کس د پلار، نیکه او غورنیکه نومونه یادول ضرور وو. د دې لوی سبب د نوموړي مشخص کول وو ځکه په هغه نوم به نور کسان هم وو. بله دا چې ځینو ماشومانو ته به د نیکه یا غور نیکه نوم ورکری کیدو. که ماشوم […]

وریښمین لیکونه

د ۲۰ پېړۍ له پېل، د هند روڼ اندو د انګریز نه خپلواکۍ لپاره یو پوځي کیمپېن ته لاره هواروله. په ۱۹۱۶م کې د بغاوت هغه وخت افشاء شو چې په وریښمن ټوکر لیکنې د انګریز لاس ته ورغلل. د هندوستان په دیوبند مدرسه کې شیخ الهند مولانا محمود الحسنؒ د”ثمرۃ التربیہ” سیاسي ډله وروسته […]