د ۱۹۲۰م په دې تصویر کې د پیښور د زاړه ښار په لویدیځ کې جوړه کابلي دروازه ښکاري. په نولسمې پېړۍ کې د پیښور په حفاظتي دیوال کې شپاړس دروازې جوړې وې. د ځینو نومونه د خپل سمت (اړخ) له کبله ټاکل شوي وو لکه لاهوري دروازه ختیځ ته، اشنغرۍ دروازه شمال ته او کابلي […]









