کټ کټکی


د ژمي بارانونه او د چوټۍ ورځ به د ماشومانو لپاره یو عذاب و. بهر به اوبو او خټې وې او مونږ ته د کوټې نه د وتلو اجازه نه وه. په داسې وخت کې به مو څو لوبې کولې چې یوه پکې ” منجه پیړي” یعني د ” کټ کټکی” لوبه وه.
د مور د سلایانو خلتې نه به مو نیم میټر د وړۍ تار واخیستو. دواړه سرونه به مو ورته غوټه کړل او بیا یو کس به لوبه پېل کړه. د تار دغه حلقه به يې د دواړو لاسونو په کټې او کچې ګوتې داسې ټینګه کړه چې یوه برخه به يې په ورغوي پورې کلکه شوه. د یو او بل لاس په منځنیو ګوتو به يې دغه برخه پورته کړه چې پورې راپورې د جیومیټري شکل به يې جوړ کړو. د دغې لوبغاړي لاسونه به بند شول نو بل به هم هغسې په کټه او کچه ګوته دغه تار به داسې راپورته کړو چې یو نوی بڼه به يې واخیسته.
دواړه کسان به ډېر وخت هم دغسې د یو بل له ګوتو دغه تارونه اخیستل او کوشش به يې کاو چې نوی شکل ورله ورکړي. د کټکي نه به مو کټ، د کټ نه پل، د مهي نه د مهیانو جال- زمري جال نه بیا کټکی…او داسې نور د هر چا د خپل تخیل او استعداد نښه وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *