Month: July 2026

فندکستان

په ۱۸۳۶م کې د برطانوي پوځ یو فراري، “چارلس میسن” په افغانستان کې د لرغونو نوادراتو په لټون غوربند ته هم ورغلو. هلته په یوې غونډۍ يې کنډوالې ولیدې چې خلکو ورته فندکستان نوم اخیستو. د کابل نه پنځوس کلومیټر شمال لویدیځ، پروان صوبه کې د غوربند درې یوه مخروطي غونډۍ ته لږ خلک پام […]

زما ‌ژوند او ‌ژوندون(۲۳)

د مچ په جیل کې اڅکزی دویم بارک کې یند و چې هلته یو کس امیر جان کاکړ هم قید و. د اڅکزي ګومان و چې دغه سړی به هم په دې عقیده د شپې پنج سوره وایی. “یو وخت زه بې پامه د ده ترشا تېرسوم، څه کار مې و. چې وه مې کاته، […]

سمندرونه

زمونږ د زمکې کره ۷۱ في صد اوبه دي چې زیات يې سمندرونه جوړوي. په انګریزي کې یو وړوکی سمندر( سي) وي او هغه چې د یو براعظم نه راتاو وي، بحر (اوشن) نومېږي. په هندي کې سیند ته “ندي” او سمندر ته “ساګر” وایی. په پښتو کې سیند (دریاب) او سمندر ( بحر) لپاره […]

د کابل سرګذشت (۲)

مولانا عبید الله سندهي او د ده مل مولوي لغاري، په اګست ۱۹۱۵م کې د هندوستان څخه خپل سفر پېل کړو. د کوټې او بیا د کندهار نه کابل ته روان شول نو د ترکي او جرمني د استاځو یوه ډله چې د هندوستان راجا مهندر پرتاب او مولوی برکت الله هم ورسره وو، ایران […]

لویه وچه

په عربي کې القاره، فارسي کې براعظم، انګریزي کې کانټینټ او د پښتو لویه وچه د زمکې هغه برخې ته وایی چې چاپېره ترې سمندر وي. زمونږ نړي په داسې اوو (۷) برخو ( زمکو) ویشلی ده چې ملینونو کاله پخوا خپلو کې تړلي وو. تر ټولو لوی ایشیا یا آسیا نومېږي چې د زمکې […]