علي خان


د ۱۹۷۱م سپرلی او د پیښور پوهنتون کې به د امتحانونو موسم و. د پوهنتون د لوی ګیټ نه دننه لومړی سټاپ د انجنیرنګ کالج مخ ته و. زه سهار وختي د ښار نه په سرکاري (جي-ټي-ایس) بس نه هلته ښکته شوم.
وایس چانسلرعبد العلي خان د جینکو او هلکانو لپاره فټ پاتهه (پیاده لاره) بېل کړي وو. ما د هلکانو لپاره ټاکل شوی لاره څو ګامه واخیستل چې “شغ” د غږ سره یو جیپ په سړک ودریدو او ډرایور راته په چیغه وویل،”بی بي! بله غاړه ورشه. ” زه ودریدم او هغه ته مې وکتل نو علي خان پخپله و.
د عبد الغفار(باچا) خان تر ټولو کشر زوی عبدالعلي خان، د نامتو شاعر غني خان سکه ورور، په ۱۹۲۲م کې چارسدې کې وزیږېدو. دده مور د باچا خان دویمه میرمن وه او پلار به ورته د مینې نه “لالی” ویل. علي خان په ډېره دون کې کرنل براون کیمبرج سکول کې داخل او هلته هاسټل کې اوسیدو. په ۱۹۳۲م کې باچا خان د هندوستان د “واردې” جیل کې قید و. دی په خپل کتاب کې لیکي چې د جیل نه خوشې شو نو اولادونه يې لیدو ته راغلل. “کله چې د علي چوټي وشوه نو دی هم زما لیدو ته واردې ته راغلو. هغه له انګریزي خو ورتله او په اردو باندې نه پوهیدو. ما ته دا خبره فایده منه ښکاره نه شوه. فیصله مې وکړه چې دی په داسې سکول کې داخل کړم چې انګریزي سره اردو هم ووایی. د ګاندي جي په صلاح مې هغه د “پنج ګلی” په یو کیمبرج سکول کې داخل کړو. دا “پونې” سره نزدې د آب وهوا په لحاظ ډېر ښه غر دی.” بیا لیکي چې ” د لالي هغه سکول خوښ نه شو او هغه د واردې په سکول کې داخل شو” خو باچا خان په “سیوا ګرام” کې میشت و چې د واردې نه څلور میله لیرې و. د علي خان لپاره هره ورځ تلل راتلل ګران وو نو دی د سکول هیډ ماسټر سره ډېره شو چې میرمن يې هم استاده وه او د چوټۍ په ورځ به پلار لیدو ته ورتلو.
باچا خان لیکي چې یو وخت د نزدې کلي سیګاون خاکروب د کار نه لاس واخیستو نو ده ګاندي ته مشوره ورکړه چې خلک دې پخپله دا کار وکړي. د هغوی ملاتړ لپاره باچا خان مټې راونغښتې. لالي ته يې هم وویل چې صفایی ته تیار شه ځکه د هغه چوټي وه. ماشوم علي خان په ژړا شو چې “زه خو د خلکو غول نه شم غورځولی. ” هغه وخت څوک خبر نه وو چې دغه ماشوم به یو وخت د مټو هر کار ته اوږه ورکوي.
د لسم نه وروسته علي خان د پیښور په اسلامیه کالج نه بې- ای وکړه او بیا د لوړو زدکړو لپاره د برطانیې اکسفورډ پوهنتون ته لاړو. بیرته راتلو سره هم هلته د تاریخ استاد شو. ده په یو سیاسي کورنۍ کې ژوند کاو خو د سیاست له میدانه لیرې پاتې و. د سرګودها او میانوالي د سرکاري کالجونو مشري يې هم وکړه. شاګردانو ته به يې ویل چې تعلیم یواځې ډګري (سند) اخیستل نه دي بلکه خپل کریکټر بهتر کړئ. د پوهې نه علاوه ایمانداري، په ځان باور او د مسولیت احساس ولرئ. ده هر ځای د تعلیم معیار د لوړ ساتلو کوشش کاو او په ۱۹۶۲م کې د لاهورمشهور “ایچیسن کالج” پرنسپل شو او تر ۱۹۷۰م هلته پاتې و.
په ۱۹۷۲م کې علي خان د صوبه سرحد تعلیم وزیر او بیا
د پیښور پوهنتون د وایس چانسلر شو. هغه وخت د پوهنتون شنه چمنونه ښیرازه او مالیان به هر ځای په کار بوخت وو. سړکونه پاک او د پخوانیو ودانیو ترمیم او رنګ روغن په هر وخت کیدو. یونیورسټي ته به د بهر یو کس هم نشو راتلی. ان تر دې چې د استادانو خپلوان چې هلته په کورونو کې اوسیدل، د ورځې یونیورسټي کې نشول ګرځیدای. ده د رنګا رنګ جامو په ځای، د جینکو لپاره سپین پرتوګ او سپینه لوپټه، د پاسه به بادامي رنګ کاټن کوټ وټاکل. په بورقه او څادرڅه بندیز نه و خو استادانو به جامو د پاسه تور ګاون (چپنه) اغوستو. شاګردان به د سبق په وخت چا په سړک نشول لیدای. دوی ته به يې ویل چې که یو استاد نه شکایت لري نو د ده دفتر ته دې لیکلی درخواست ورکړي.
خلک وایی چې دی متعصب پښتون و خو د کار په معامله کې هغه به د چا پرواه نه کوله. یو ځل هلکان د ده کور ته ورغلل. د چمن سره په لوی ګیټ هغه د سوونو هلکانو خبرې واوریدې چې په قهر وو. یو هلک طماچه راوویسته نوعلي خان د خپل واسکټ نه طماچه راوویسته. له هغې وروسته په پوهنتون کې وسله راوړل مکمل بند شول.
په سټوډنټ یونین (اتحادیه) يې څه بندیز نه و لګولې او د دې د انتخابات اجازه يې ورکړې وه. خو په دېوالونو او نورو ځایونو د کاغذي اشتهارونو لګول منع وو. د دریو سیاسي ګوندونو پیپلز- نیشنل او د جمعیت په ملاتړ کاندیدان ولاړ وو. د لا کالج افراسیاب خټک ډېر ووټونه واخیستل او د اتحادیې تاسیس په ورځ مونږ ټول د هاسټل نمبر۲ په چمن کې راټول شو. هلکان یوې خوا او جینکۍ بل خوا ناست وو. منځ کې استادان په خپلو چپنو کې په قطار کرسیو کیناستل. علي خان راغلو نو د تور ملیشیا کمیس پرتوګ يې اغوستي وو او د کرسۍ په ځای د شاګردانو مخ ته په پوڼۍ کیناستو. استادان هم ورسره په قطار هم هلته یو ځای شول. په تقریر کې يې ویل چې تاسو کې او د امبرسر(امرتسر) په میښو کې فرق پکار دی. هغوی په هجوم کې روانې وي. تاسو د یو متمدن انسان د جوړیدو کوشش وکړئ.
په ۱۹۷۴م کې ګومل یونیورسټي جوړه شوه نو څه موده وروسته، علی خان يې د دې وایس چانسلر وټاکلو. هغه د دې د مختلفو شعبو (فاکولتو) په جوړولو کې ډېره خواري وکړه. ټوله ورځ به د کارونو د نګرانۍ لپاره ګرځیدو او مزدور به يې اوزګار ولیدو نو چغه به يې پرې ووهله. خلک دومره ویریدل چې هر څوک به د وخت نه وړاندې کار ته رسیدلی و.
په ۱۹۸۳م کې د مردان فضل حق کالج بن سټ کیښودل شو. دا د پښتونخوا “ایچیسن کالج” بلل کېږي چې علي خان ورته لوړ تعلیمي معیار وټاکلو. په ۱۹۸۶م کې زه د نورو استادانو سره دغه کالج لیدو ته ورغلی وم. په هغه ورځ د عید میلاد النبي چوټي وه او د سکول لیدو نه وروسته، د دې لوی هال ته لاړو چې هلته هلکان په قالینو ناست او مونږ هم د استادانو سره د هال شا ته ناست کیناستو. یو وخت د ملیشیا په جامو کې علي خان هم راغلو او د چت رڼاګانو ته يې کتل. په یو دېوال لګیدلی سویچونه يې ښکته پورته کړل، بلې خوا ته ورغلو او هلته يې یو بټن پیدا کړو چې کار يې نه کاو. بهر لاړو نو یو استادې وویل چې علي خان به دا بټن هم اوس په بجلۍ والا سموي. مجلس ختم شو نو په کلي وال دود، چمن کې په قطار د مېزرو په پوزي کیناستو. سمدلاسه د غټو وریژو غورۍ يې راته کیښودې او ټولو د بسم الله په غږ په لاس وریژې خوړل. د فضل حق کالج ترانه “ای زما وطنه د لعلونو خزانې زما”، د ده شاعر ورور غني خان لیکلی وه.
په هرې تعلیمي ادارې کې خلکو د علي خان د انتظام ستاینه کوله. د پاکستان حکومت د ده د خدمتونو لپاره ورته “ستاره امتیاز” ورکړو. خو د ده لوی اعزاز هغه شاګردان دي چې د ده په شخصیت اغیز من شول. دی د باچا خان له ټولو زامنو تکړه او خپل ژوند په پښتنو کې د علم خپرولو ته وقف کړو. علي خان په ۱۹ فروري ۱۹۹۷م کې وفات او د اتمانزو په هدیره کې خښ دی.
سرچینه
زما ژوند او جدو جهد
عبد الغفار خان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *