Month: August 2025

قاضي عبد القادر

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان نظامي عهدو لپاره پښتو نومونه رواج شول. سرتېرى (سولجر) لمړی بريدمن (لیفټنټ) تورن (کیپټن) جګړن (میجر) او داسې نور د یو کس کارنامه وه چې امیر شیر علي خان به ورته قاضي قادرو ویل. عبد القادر، د پیښور اوسیدونکی او د ده یو مشر محمد غوث، پخپله […]

د بلخ پټه خزانه

په بلخ کې دعباسي خلفاو په وخت يو والي ټاکل شوې و چې داود بن علي نوميدو. يو ځل عباسي خليفه د بلخ خلکو ته په قهرشو چې دوي ورته ماليه او جزيه نه ورکوله. دبغداد نه يوچارواکې بلخ ته ورغلو چې د اسلامي حکومت لپاره د خلکو نه پيسې راټولې کړي. د ښار د […]

د دار الامان ماڼۍ

” دار الامان ماڼۍ په کچه غرمه کې اور واخستو چې تر دولس نيمو بجو بل و. د عامه فوايدو وزارت واي چې اور د دې په درېم پوړ کې ولگېدو چې پکې د سړکونو، بندونو او د کنالونو د انتظام دفترونه و. د اطفايې گاډي هغه ځاې ته دوه نيمې بجې ورسېدل خو درېم […]

سرزورې اوبه

دا اوبه د هندو کش له غرونو نه راووځي او شا و خوا ۴۸۰ کلوميټر مزل وهي. د افغانستان په ختيځ کې دا د کونړ له غرونو تېرېږي او خلک يې په هم دې نوم يادوي. خو دا واورينې اوبه شمال کې لږ مخ په بره هم خېژي او نه سياسي پلې پېژني او نه […]

پټاکيدانه

د افغانستان په قبيلوي ژوند کې د ښکار او د ځان ساتنې لپاره په هر دورکې د وسلو اړتيا وه. د غشو او ليندۍ نه واخلې ترچاقو توره، مچوغنه، پړې اوډبرې هر څه نه کار اخستل شوې دې. د ټوپکو جوړول او کارول په شپاړسمې ميلادي پيړۍ کې پيل شو او افغانستان ته د هند، […]

د شاه جي ډيرۍ

په دريمې ميلادي پيړۍ کی دچين اوهند له خوا لويديځ ته تلونکی تجارتي قافلې له پيښور ښار ته به نه و رسيدلي چې په اوښانو او اسونو ناستو کسانو به شل کلوميټر ليرې د يوې لوړې منارې سر وليدو. هغه وخت دا مناره هم هاغسی گڼل کيده لکه چې نن د پاريس ايفل ټاور يا […]