Month: February 2025

خړتمی

په یورپ کې د کرسمس، غرمې ډوډۍ لپاره خلک هغه لوی چرګ پخوي چې پښتانه يې” خړتمی” بلي. په ایران او افغانستان کې دا د “فیلمرغ” په نامه پېژندلی شي. په یورپ، امریکا او برطانیې کې خړتمی ” ټرکي” نومېږي خو په ترکي (ملک) کې ورته”هندي” نوم اخلي او په هند کې ورته ” پېرو” […]

زما ژوند او ژوندون ( ۱۶)

په ۱۹۳۰م عبد الصمد لومړی د کوټې او بیا د ” مچ” بدنامه جیل کې د مشر ورور او نورو ملو سره بندي شو. هلته بازاري، کلیوال، بلوڅ، بنګالي، سیکان، مسیحیان او زیات د ټولنې د ټیټې طبقې خلک ولیدل. دی وایی ” زمونږ لپاره لویه خواری په دوی کی د ځینو خلکو سپک خویونه، […]

عراق او پښتانه

په ۱۹۲۰م کې د پښتونخوا مخه ور مشرانو د برطانوي حکومت له خوا دا لیک تر لاسه کړو. په پښتو لیکلی، دا پاڼه د تاریخ یو مهم پړاو په ګوته کوي او متن يې داسې دی. ” په نامه د خانانو رئیسانو صوبه سرحدے شمال مغربی شمالی. پس د سلام. صاحب چیف کمشنر بهادر نه […]

ویلنټاین یا مینه

د نړۍ په ډېرو ملکونو کې د میلادي کال فروري له پېل څخه، د مینې د نښو بازار تود شي. د دې میاشتې ۱۴ نېټه د مینې ورځ ګڼلی شي خو تاریخچه يې لږو خلکو ته معلومه ده. د لرغوني روم پوځ ډېرغښتلی، خو د قانون تر مخې، واده به يې نشو کولی. د دریمې […]

د پښتنو جهاد کتاب

دا کتاب په ۲۰۲۲م کې د مومند خپرندویه ټولنې له خوا په کابل کې چاپ شوی دی. “د پښتنو جهاد کتاب” په هغو پیښو رڼا اچوي چې په نولسمې پېړۍ کې سیکان په پښتونخوا کې برلاسي شول. د هند د برېلي څخه سید احمد د څو سوو مجاهدینو سره په یوه لویه لاره، کندهار، کابل […]

ډیورنډ او ډیورنډ

د ډیورنډ په نوم دوه انګریزان د پښتونخوا په تاریخ کې لاس لري. یو يې پلار هنري ماریان ډیورنډ او بل د ده زوی هنری مورټمر ډیورنډ دی. ماریان ډیورنډ د برطانوي سپاره پوځ افسر، میجر هنري پرسي زوی و چې په اتلسمې پېړۍ کې د نپولیان سره په جنګونو کې قید شو. هلته یوې […]