Category: چاپېريال او روغتيا

قاصدی ګل

په ماشومتوب کی به مو د مالوچو په شان یو نازک غونډاری د ډنډر سره وشوکاو او بیا په یو پوکي به مو باد کړو. په ډنډر کی پاتې خاشې شمیرلې چې یو یا درې به د غم او دوه یا څلور د خوشالۍ نښې وې. دغه غونډاري ته به مونږ”بوډۍ” ویل. د انګریزي “ډینډیلاین” […]

عینک-چشمې

تاسو کله فکر کړی دی چې د عینک د ایجاد نه وړاندې د کمزوری نظر انسانانو به څه کول؟ اطالویان دعوا کوي چې د وینس یو کس “سیلوینو ډارماتی” په ۱۲۸۴م کې د لرګي په یو فریم کې بند دوه ګول محدب عدسې په پوزه کیښودل چې د نزدې شیان صفا ولیدای شي. بیا مسیحي […]

ازغکی

دا یو وخت د پښتونخوا په سپیرو دشتو کې وحشي خړ رنګ بوټی و چې ازغي به يې د بادونو سره والوتل. د دې وړې پاڼې او ګلابي یا کاسني ګلونه په سپرلي کې دشتو کې خونده وره ننداره وي. د پیښور په حکیمي داروګانو کې به يې ورته ” خراسان ازغی” ویل. په قبایلو […]

مېزرې

يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د […]

برسنډې

د خيبر پښتونخوا په چارسده کی د اوړي په پيل کی دغنمود رنگ د گنو په شان ډانډي په بازارکی خرڅيږي چې خلک ورته برسنډې واي. دا لکه د گنډېرو پريکوي، د نورو سبو په شان ځان له، يا د غوښې سره يوځاې پخوي چې د الوگانوخوند لري. دا ډانډي د برسنډې د گل جرړې […]

د اشرفۍ ګل

په فارسی کې ګل جعفری او ګل همیشه بهار- مارګل، په زیړ، نارنجي او نسواري رنګونو کې د باغ ښکلا زیاتوي. د دې ۵۰ نه زیات قسمونه د نړۍ هر یو ملک کې پیدا کېږي. مارګل د نړۍ تر ټولو پخوانی ګل ګڼلی شي او زرګونو کاله پخوا د جنوبي امریکا “ایزټیک” خلکو دا په […]

خړتمی

په یورپ کې د کرسمس، غرمې ډوډۍ لپاره خلک هغه لوی چرګ پخوي چې پښتانه يې” خړتمی” بلي. په ایران او افغانستان کې دا د “فیلمرغ” په نامه پېژندلی شي. په یورپ، امریکا او برطانیې کې خړتمی ” ټرکي” نومېږي خو په ترکي (ملک) کې ورته”هندي” نوم اخلي او په هند کې ورته ” پېرو” […]

کشمیري چای

په ژمي کې د پیښور ښار په کورونو کې به خوږې ګلابي رنګ “شیرچای” جوړیدې. دا به په کاسه کې خلکو څښل او کله کله په سر به يې پیروی هم پروت و. د میلمنو لپاره به يې شیر چای ډېر په اهتمام، دوو لویو چینکونو کې راوړل. په یو کې خوږې او بل کې […]

غټې وریژې

د اشنغر خلک اوس غټو وریژو ته د پښتو په ځای د اردو نوم اخلي. ” موٹا چاول” دا هغه وریژې دي چې کورمه وال- بیګمۍ او ډنډکۍ په نومونو هم مشهور دي. د پلاو په پرتله د وریژو دانه يې خټه شوی وي نو د پیښور او کابل خلک ورته ” شوله” وایی. د […]

آبنوس

د نوي کور د امبارکۍ په تحفه کې یو ملګري راته د تور لرګي هاتي هم راوړو. راته يې وویل چې دا يې د یو افریقایی له دکان اخیستې دی او هغه وایی چې دا د آبنوس څخه جوړ دی. آبنوس د انګریزي ” ایبوني” د یوناني ” ایبینوس” د مصر د لرغونې ژبې ” […]