
تاسو کله فکر کړی دی چې د عینک د ایجاد نه وړاندې د کمزوری نظر انسانانو به څه کول؟
اطالویان دعوا کوي چې د وینس یو کس “سیلوینو ډارماتی” په ۱۲۸۴م کې د لرګي په یو فریم کې بند دوه ګول محدب عدسې په پوزه کیښودل چې د نزدې شیان صفا ولیدای شي. بیا مسیحي راهبانو د انجیل د لوستلو لپاره هم دغسې عدسې په څرمنې کې بندول او کارول. خو ددې افسانې تر شا هغه لوی تاریخ پروت دی. د مصر خلکو د یو وړوکي توکي د واضح لیدو لپاره به دا په رڼو اوبو کې کیښودو. په ۴۰۰۰ ق م کې د میسوپوټیمیا اوسیدونکو د اور شیندونکو غرونو د “لاوه” تیږه هواره کړه او هغې کې به يې خپل مخ لیدای شو. دغې “اوبسیډیان” تیږې نه وروسته، زمرد او یاقوت په هوار پالش شوي ټوټه کې به هم وړوکی شی غټ ښکاریدو. دا به يې د محدب عدسې ( میګنیفاینګ ګلاس) په توګه کارول.
په پینځم ق م پېړۍ کې د هند خلکو له شګې څخه د شیشې زرات بیلول او په ډېر حرارت به يې د شیشې نه عدسې جوړولې.
د لومړي عینک ډیزاین ممکن د سایبیریا، تبت یا نورو واورینو سیمو کې رواج شو. د نمر وړانګو په سپینو واورو د انعکاس له کبله انساني سترګو ته تاوان رساو. خلکو به د لرګي یو فریم چې د سترګو د پاسه به يې نري چودونه لرل، د څرمنې په فیته به يې غوږونو پورې تړل. دا د ړندیدو مخ نیوی و او وروسته هم دغسې عینکې د شمالي قطب او واورینو سیمو ته تلونکو هم په سترګو کولی.
د عینک دغه فریم په لومړي ځل چین کې د شمشتۍ له کلک پوټکي یا د نرم ښکر څخه جوړیدل پېل شول. په دې کې به شیشه بنده وه او د کاغذ په سر نرۍ توري يې پرې لوستل.
په دیارلسمې پېړۍ کې عینک یورپ ته ورسیدو چې عیساي راهبانو به د انجیل ترجمې لپاره تر ساعتونو په کاغذ عدسې ایښودلې. هغه وخت د اطالیې “وینس” ښار د شیشې د مصنوعاتو لپاره مشهور و او د ذینتي توکو نه علاوه به پکې د سترګو عینکې هم جوړیدې. دا هغه ډیزاین و چې ژر د یورپ په نورو ملکونو کې هم رواج شو. هغه وخت یو برطانوي ” راجر بیکن” د عینکو په ګټو لومړی مضمون ولیکلو چې دا د زاړه عمر خلکو سره څومره مرسته کولی شي. په اطالیې کې جوړیدونکي دا عینکې ډېر ساده او محدب عدسه پکې کاریده چې واړه شیان به يې لوی ښودل او په پوزې به يې ټینګ و. د یوې سترګې شیشه هم جوړېده او معتبرو یا شته منو خلکو به ځان سره ګرځاو. یو وخت داسې هم راغلو چې عینک د عالم او د لوستي کس نښه وه.
په اوولسمې پېړۍ کې د اروپا تجارانو دا هندوستان په مغل دربار کې د یو نوی ایجاد په توګه ښکاره کړل. هغه وخت ورته د فارسي چشم ( سترګو) په مناسبت ” چشمه” نوم ورکړی شو. عینک د عربي “عین” یا د سترګو مفهوم ورکوي. دا د مطالعې نه زیات د خارج ملک د سوغات په توګه خلکو د ځانه سره ساتل. په هند کې د عینکو دغه ډیزاین د نوابانو او راجه ګانو لپاره جوړیدل چې د شیشې په ځای پکې الماس او د سرو یا د سپینو زرو په فریم کې به يې زمرد او یاقوت خښ وو. د ګولکنده د الماس په یوه ټوټه جوړ عینک ” حلقه نور” نومیدو. هم دغسې یو بل عینک چې د شیشې په ځای پکې شفاف زمرد وو، “باب فردوس” يې بللو. دا د نظر د سمولو یا د مطالعې په ځای د پوهې او د عقل لپاره په سترګو کیدل. په یورپ کې د تورو شیشو عینک، د تیز نمر نه د شترګو د ژغورلو لپاره جوړیدو چې په نولسمې پېړۍ کې دا تورې چشمې د فیشن برخه وګرځیدل.
اوس په نړۍ کې عینک د صفا نظر(دید) یوه لویه وسیله ده چې د ماشوم نه واخلې تر سلو کالو بوډا يې هم په سترګو کولې شي.