سفرنامه حج


دا کتاب د بهوپال نوابې سکندربیګم د حج د سفر داستان دی. د هندوستان یو مسلمان باچا هم د بغاوت له ویرې، په خپل دور حکومت کې حج نه دی کړی. سکندر بیګم لومړۍ حاکمه وه چې په بېړۍ کې جدې او بیا مکې ته ورغله، حج يې وکړو او بیرته راغله.
په نولسمې پېړۍ کې، ۲۷ کلنه سکندر بیګم چې د بهوپال نواب نظر محمد کونډه وه، په رسمي توګه د بهوپال په ګدۍ کیناسته او انګریزانو دا ومنله. دا یوه جراره، تکړه او زړه وره میرمن وه چې په اس به ګرځیده او بهوپال نه يې یو پرمختللې ریاست جوړ کړو. په ۱۸۶۴م کې دا د ۱۰۰۰ کسانو سره چې زیات پکې ښځې وې، په بېړۍ کې حج ته روانه شوه. ورسره د دې مور قدسیه بیګم، ترونه معیز خان او فوجدارخان، وزیر جمال الدین، د پوځ معین بخشي محمد حسن، وزیران، عالمان، ډاکټران، منشیان، خان سامان، محافظ، ډم، خدمتګاران او د انګریزانو یو استاځی هم مله وو. دوی په اسونو، اوښانو او د غوایی په ګاډو کې برهان پور ته لاړل. هلته نه په یو خصوصي اورګاډي کې بمبۍ او بیا په دوو بېړیو کې په ۲۳ جنوري جدې بندرګاه ته ورسیدل. خو دوی پر زمکه قدم نشو اخیستې ځکه د ګورنر پاشا اجازت نامه نه وه راغلې. د حجاز ( اوس سعودي عرب) خاوره هغه وخت د عثماني ترک خلافت په لاس کې وه. مکه او مدینه د دوو کسانو له خوا اداره کیدل چې یو د عربو ” شریف مکه” او بل د ترکانو عثماني خلافت ” پاشا” و. سکندر بیګم ترک عثماني سلطان ته د سلطان روم خطاب کوي او د بد انتظامۍ شکایت ورته په لیکونو کې کاو. دوی سره د نورو سامانونو نه علاوه د شریف مکه او د پاشا لپاره قیمتي سوغاتونه هم وو نو د ګمرک ( کسټم) ترینه د سامان لپاره محصول وغوښتو. ځینې بکسونه يې ورته پرانستل او سوغاتونه يې چور شول. قدسیه بیګم هر ځای په ګدایانو روپۍ شیندلې او د دې د شان او کروفر اوازه په ټول حجاز کې خپره چې خلک ورته په تلوسه وو.
د جدې څخه مکې ته د بدرګې لپاره شریف خپل ورور، یو ترجمان( ژباړن) او پاشا خپل زوی سلیمان بیګ ورواستول. په لاره به عرب قبایلو ( بدوانو) د حاجیانو قافلې لوټلې او خلک به يې ووژل. د دریو ورځو په دې سفر کې سپین سری قدسیه بیګم چې په اوښې ناسته وه، د تښتولو هڅه وشوه. مکې ته په رسیدو، د بهوپال نوابې، د استوګن لپاره په کرایه د پینځو کورونو اخیستو خواست وکړو. خو شریف دا و نه منل او په خپلو کورونو کې يې میشت کړل. پینځه میاشتې وروسته دوی بیرته تلل نو کرایه يې هم ترینه واخیسته. په لومړي ورځ ” شریف مکه” ورته ډوډۍ واستوله چې سړه شوی او د سکندر بیګم له اندازې زیاته وه. په دویمه ورځ د هغې خپلو ملازمانو ډوډۍ پخوله چې ترکان د نورې ډوډۍ د خوانونو سره راغلل. سکندر بیګم د اخیستو څخه انکار وکړو چې دا به ضایع شي نو هغوی ورته ملازمان وډبول او په انغرو يې اوبه وشیندلې چې زمونږ په ډوډۍ پینځه زره تاوان شوی دی.
په خانه کعبه کې د طواف او سعي لپاره به سکندر بیګم او نورې ښځې په بورقو کې پټې ورتلې خو هلته به ددې ملازمانو نه پوښتنه کیده چې په هغو ښځو کې ملکه کومه یوه وه. وایی ” زما ملازمان دومره احمقان دي چې زه به يې ورته په ګوته کړم او دوی به رانه بورقه شوکوله چې خیرات راکړه، عبادت ته به يې نه پریښودم. پاشا ته يې شکایت وکړو نو هغه ورته پوځیان ورکړل چې په خیرن لباس کې به ورسره مله وو. سکندر بیګم د مکې د غلاظت څخه ډکو لارو حال هم لیکي. شریف نه يې پوښتنه وکړه چې ستاسو ملازمان ولې خیرن ګرځي نو ده ویل چې د اوبو کمی دی او دوی د باران اوبه کاروي.
وړاندې لیکي چې د حرمین شریفین د انتظام لپاره سلطان ورته د کال دیرش لکه روپۍ ورکوي. خو نه د ښار صفایی کېږي او نه څه بندوبست شته. زما لور او ځوم به بهوپال راته سمبال کړي. که دا پېسې ما ته راکړي نو بیا به وګوري چې د مکې او مدینې ښارونو صفایی او انتظام څنګه کېږي. مدینې ته په لاره د بدوانو د شر نه به هم خلک خلاص کړم او سلطان روم هم خبر شي چې د تېرو پېړیو راهیسې دا نمکحرام پېسې خورې او ما ورته په لږ وخت کې هر څه سم کړل.
سکندر بیګم د شریف کور (حرم) ته هم لاړه او لیکي چې د هغه دوه ښځې د ګورجستان (جورجیا) او ډېرې ښایسته وې. د دوی د لباس او د زیوراتو ذکر کوي. دریمه ښځه يې عربه او څلورمه تور پوستی وه. د کومې ښځې چې اولاد وشي، هغه شریف ته مخامخ کیناستی شي، که نا بیا مودب ولاړه وي. د عرب ښځو په اړه لیکي چې هر یو يې څلور او پینځه مېړونه کوي. کله چې خاوند يې سپین ږیری شي او یا يې خوښ نه وي نوهغه پرېږدي او بل سړي سره نکاح وتړي. داسې ښځې لږ دي چې یو یا دوه مېړونه يې کړي وي. د مکې د خاص دکانچې زکر هم کوي چې ښځې ( وینځې) به پکې خرڅیدې. دا ښځې بربنډې د خلکو په وړاندې ودرېږي، سړي د هرې خوا نه د دوی جاج اخلي او لاس هم ور وړي. سړي خپلې نکاح شوی ښځې په کورونو کې خرڅوي او د پېسو ورکولو نه وروسته ورته کاغذ ورکړي چې د ده له کوره يې یوسي.
سکندر بیګم مکه کې د کاروباریانو په اړه لیکي چې که څوک دکان کې یو شي د کتلو لپاره راواخلي نو دا درباندې په زوره خرڅوي. که ته ورسره چنې وهی یا بیه دې کموله نو دی درته سوک درکوي یا په مخ دې توکي. د ترکانو سختۍ او د وهلو ټکولو نه وېزار سکندر بیګم د مدینې زیارت ته د تلو نه ډډه وکړه ځکه په لاره د بدو قبایلو له خوا به زایرین وژل کیده. د خپلې مور د شهرت نه هم ویرېده چې هر ځای به يې پېسې شیندلې او قافلې خلکو ته يې خطر جوړاو.
د دې سفر نامې لوستونکی په دې حیرانه شي چې سکندر بیګم نه د خانه کعبه او نه د نورو جوماتونو یا د تاریخي مقاماتو حال ولیکلو. بیا هم په دې کې د هغه وخت ټولنیز تاریخ پټ دی په تیره بیا د عربانو او ترکانو حالت.
د نواب سکندر بیګم په امر د بهوپال تاریخ هم ولیکل شو خو دا قلمي نسخه ورکه ده. د حج څخه یو کال وروسته دا زړه وره میرمن د ګردې په ناروغۍ وفات او د دې لور شاهجهان بیګم د بهوپال په ګدۍ کیناسته چې پخپله هم تکړه لیکواله او شاعره وه. دا د خپلې مور نه ناراضه او ښایی د هغې اثار يې ضایع کړل. د سکندر بیګم سفرنامه د “میرمن ډیورنډ” ( د مورټمر ډیورنډ مور) په فرمایش انګریزي کې ولیکل شوه. بیا په اردو کې د دې څو کاپیانې د هند او برطانیې په کتابخانو کې يې ساتلي وو. په ځینو مسودو، وقایع حج- یاداشت وقایع حج او تاریخ سفر مکه لیکلي دي. اوس “زیف سید” دا په ۲۳۸ مخونو، د “سفر نامه حج” تر سرلیک لاندې په جهلم کې چاپ کړه چې د بهوپال پخواني عکسونه هم لري. د پخوانۍ اردو د توضیحات او بدلون نه علاوه د ځینو پېښو تر شا نور معلومات د پام وړ دي. خو د مقدمې ۷۰ مخه ډېر زیات او د کتاب اهمیت ورباندې کمېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *