Month: August 2014

د اباسين په تل کې

د پنجاب او د پښتونخوا تر منځ اباسين يو طبعي سرحد او د لرغونو وختونو راهيسې خلک د هنډ نه پورې راپورې غاړو ته ورتلل. د پېښور نه ۸۰ کلوميټر جنوب لوېديځ کې د سيند لمنه راټوله شي او په ژمي کې پکې اوبه کمې وي. مغل باچا اکبر د پښتنو د څار لپاره د […]

د امبيلې غزا

د پېښورنه سل کلوميټر جنوب ختيځ کې د بونېر يوه غرنۍ سيمه ” امبېلا ” نومېږي په ۱۵۸۶ م کې د امبيلې “ملندرۍ” نومې دره کې د مغل باچا اکبر ۸ زره لښکر چې د سوات د نيولو لپاره ورغلې و، د پښتنو نه ماتې وخوړه او لږ کسان ترې ژوندي ووتل. له هغې وروستو […]

ګوهر شاد

د خراسان دا نامتو ملکه د امير تيمور انږور وه چې د اسلامي هنر او فن سرپرستي يې کوله. د ګوهرشاد د زيږېدو نېټه څرګنده نه ده خو ماشومتوب يې د ۱۳۷۰ په لسيزه کې په سمرکند کې تېر شو. د شاه رخ مرزا سره په ۱۳۸۸ م کې واده شوه چې هغه وخت دوي […]

د کندوز کوچيان

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د کندوز مرکز امام صېب زيارت له ورغلم چې د ځاي خلکو په عقيده د امام حسېن سر پکې خښ دی. د بېرته تلو پر وخت موټر چلوونکي د دشت اودان (ابدان) د لارې بوتلو. مونږ د شنو پټيو او د وړو کليو په سېل څو شنو غرونو ته […]

حسن ابدال او بابا ولي

د نړۍ د سيکانو لپاره حسن ابدال يو سپېڅلې ښار دی او هر کال د بېساکي (اپرېل مياشت) کې د زرګونو په شمېر هلته د “پنجه صاحب ” زيارت له ورځي. د راولپنډۍ نه ۴۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې حسن ابدال د اټک ضلع يو وړوکې ښار دی چې ۵۰ زرو شا و خوا خلک […]

اروپاي ټولنه

د دويمې نړېوالې جګړې نه وروستو اروپايي سياستوالو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي او له جګړو نه د پاتو وېجاړتياوو د بيا رغولو په فکر کې شول. په هغې جګړې کې د ډبرو سکرو، فولادو او ځېنو نورو توکو د جګړې په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . د […]

اول ښوونځی

زه پلار په بايسکل هلته بوتلم او د لرګي په يوه لويه دروازه دننه ولاړم. جينکو هر رنگ جامې اغوستې ځکه په هغو ورځو کې د ” يونيفارم” بنديز نه و. د دروازې نه اخوا هغه ناليدلې نړۍ وه خو د ويرې پر ځاې مې د تجسس احساس کوو. پوهه نشوم چې څه وختې د […]

جلال اباد

د دوېمې ميلادي پېړۍ نامتو يوناني جغرافيه پوهه بطليموس، د سيند پرغاړه هغه سيمه چې اوس يې د جلال اباد په نوم پېژنو، د ” بناګره” په نوم يادوي. بن په سانسکرت کې باغ او نګره ښار ته واي. دا نوم پخپله د جلال اباد يو تعريف دی چې يو قدرتي لوې بڼ کې ښار […]

هغه چې فلسطين و

د نړۍ دريو لويو مذهبونو اسلام، مسيحيت او يهوديت لپاره د فلسطين په خاوره القدس يا بيت المقدس يا يروشلم يوه سپېڅلې ځاې دی. دلته دوه نيم زره کاله پخوا د حضرت سليمان (ع) هغه لوې عبادت ځاې (هېکل) جوړ و چې په کنډوالو يې يهودان عبادت کوي. د مسيحيانو په عقيده حضرت عيسا (ع) […]