رضواني


د پښتو لومړیو درسي کتابونو لیکوال، عالم او استاد، قاضي میراحمد شاه رضواني” د “شمس العلماء” په خطاب ونمانځل شو.
د اتلسمې پېړۍ په نیمای کې، د بخارا د سیدانو یو ټبرد میرعبد الرحمن په مشرۍ پیښور ته کډه وکړه. د ده زوی میرعبد الله په ۱۳ نومبر ۱۷۷۰م کې د احمد شاه ابدالي له خوا یو فرمان تر لاسه کړو چې پکې دی د ” شاد آباد” ( اوس اکبر پوره-تارو او پبي) قاضي وټاکل شو. په ۲ دسمبر ۱۷۷۳م کې تیمورشاه ورته هم هغه منصب بیا ورکړو او شاه زمان بیا د ده زوی میر غلام محی الدین د سیمې قاضي کړو. د سیکانو په دوره کې د محی الدین زوی میر صاحبزاده او د ده ورور سید احمد پرله پسې د پیښور قاضیان وو. د قاضي میر زوی احمد شاه رضواني په ۱۱ اپریل ۱۸۶۰م کې په اکبر پوره کې وزیږېدو.
د خپل پلار نه لومړیو زدکړو څخه وروسته، نور دیني تعلیم لپاره مولانا عبد الصمد اخوند مومند ته ورتلو. ده د ۲۶ نورو عالمانو سره هم سبق وویلو چې نجم الدین اخونزاده ( هدې ملا) او اخونزاده عبد الغفور (سیدو شریف) هم پکې شامل و. د پښتو نه علاوه، عربی، فارسی، اردو، ہندی، ہندکو، سنسکرت او انګریزي ژبې يې هم زدکړې. خو لیکنې يې په پښتو، عربی فارسی، اردو او انګریزي کې کولې. رضواني د امرتسر په یو ښوونځي کې څلور کاله مدرس او بیا پینځه کاله، تر ۱۸۸۸م د راولپنډۍ د کمشنر ” وایټ کنګ” استاد و. هلته دی د افغانستان غازي سردار محمد ایوب خان لیدو ته هم ورغلو. په ۱۸۹۱م کې رضواني واده وکړو او لس اولادونه يې وزیږیدل چې دوه يې ماشومتوب کې مړه شول.
دولس کاله وروسته دی له راولپنډې څخه لاهور ته واستاو چې هلته اوو کاله مرکزي ماډل سکول کې يې درس ورکاو. بیا شپاړس کاله هم هلته په “مدرسه المعلمین” کې يې استادان روزل. د دغې نوکرۍ په وخت تر ۱۹۰۵م رضواني د پنجاب د درسي کتابونو د چاپ کمیټې غړی هم و. تر خپل تقاعد ۱۹۲۰م پورې د لایلپور ( فیصل اباد) د دارالمعلمین استاد و. د پنجاب پوهنتون په ۱۸۹۸م کې جوړ شو نو رضواني لاهور کې د منشي فاضل او د مولوی فاضل امتحان کې کامیابه شو. د صاحبزاده عبد القیوم په خواست، هغه په پښتو کې د ” منشي فاضل” او مولوی فاضل” کورسونه جوړ کړل چې د ټول هند او افغانستان شاګردانو به پکې سند اخیستو. په یو وخت کې شعر، نثر او تاریخ به يې لیکل او د ژبو د زدکړې لپاره به ورته اروپایان ورتلل چې شمیره يې ۲۴ ته رسېږي. د قاضي احمد شاه رضواني په زیار د صوبه سرحد په سرکاري سکولونو کې د پښتو ژبې تدریس لازمي شو. ده ۱۷۰ ( یو سل اویا) کتابونه ولیکل چې پکې ۷۰ په عربي، ۵۵ په فارسي- ۳۰ په پښتو- ۱۰ په اردو- او ۵ په انګریزي ژبې کې دي. په فارسي کې ” تحفةالاولیا” د اخوند پنجو (سید عبدالوهاب) او د نورو صوفیاء ژوند لیک، د افغانستان لرغونی تاریخ ” سرگذشت باستان در تاریخ قدیم افغان” او امیر عبدالرحمان خان ته قصیده د پام وړ دي. په ۱۸۹۸م کښې د اتو شاعرانو، خوشحال، هجري، عبد القادر، شېدا، رحمان بابا، حمید بابا، علي خان او بابوجان په ستاینه پښتو شعري ټولګه ولیکله.
په ۱۳۲۰ ه ( ۱۹۰۰م) کې د هند برطانوي حکومت د رضواني علمي خدماتو لپاره ورته د ” شمس العلماء خطاب ورکړو. دا هغه اعزاز و چې په هندوستان کې یواځې اتو عالمانو، مولانا حالي- شبلي نعماني- مولانا آزاد، ډپټي نذیر احمد، مولوی سید میر حسن، تاج ور نجیب آبادي، مولوي زکاالله او ضیاء الدین تر لاسه کړی و.
ده د اسلامیه کالج په لومړۍ کلنۍ غونډې ( ۱۹۱۲م) کې په فارسي یوه قصیده ولوستله چې پکې ددې ادارې د جوړلو په لار د ټولو ونډه والو ستاینه شوی وه. د هغه دوه مشهور درسي کتابونه “شکر ستان افغاني” او “بهارستان افغاني” وو.
بهارستان افغاني کې یوه طنزیه کیسه داسې ده.
” يوه ورځ زمونږ د پښتو امتحان وۀ او افسر دغه سبق اورولو. زمونږ يو ملګری وۀ چې د خُلې نه دومره چالاک وۀ چې تا به وئيل ټول کتاب ورته ياد دی ولې په کتاب کښې ئې يوه کرښه نۀ شوه لوستې. چې د دۀ وار راغی نو د افسر دۀ ته لا خيال شوی هم نۀ وۀ چې دې په يوه ساه شروع شو د خوېشکو نسوار، د رځړو ورېژې، د يوسفزيو مېنچې، د پبو اوبۀ، د مانکي شېخان، د تنګي خانان، د اکبر پورې ناظمان، د باړې پنبه، د پېښور لونګۍ، د کوهاټ څپلۍ، د نوتهيې کباب، د دلدار ګړۍ رانجۀ مشهور دي. چې تر دې راورسېدو نو افسر ورته حېران شو افسر هم څوک خوندناک سړی وۀ، د دۀ دې چالاکۍ ورته خوند ورکړو او دۀ ته ئې ووې مخکښې وايه. دې اوس مخکښې څۀ ووائي؟ ولې حوصله ئې بائې نۀ له، بيا په يوه ساه شروع شو. د خوېشکو نسوار، د اچيني لېوني، د پېښور قصه خانه، د کلي بټ، د تحصيل خر، د شاه خېل چاړۀ، د استاذ لښته، د هلکانو شرارت، د سپي لکۍ، د واورو ساړۀ، د هاړ ګرمي، د امتحان رعب، د سحر پراټې، د غرمې خوب، د ماښام لنډه مارې، د استاذ د نسوارو ډبی او د هېډ ماسټر دفتر مشهور دي. افسر مخکښې هم پوه وۀ ولې اوس ښۀ پوه شو چې هلک خُلۀ ور او ټوقمار دی، نالائقت په چالاکۍ پټوي.”
شمس العلماء میراحمد شاه رضوانی په ۱۹۳۴م کې وفات شو او قبر يې په اکبر پوره کې دي. د ده نمسي اوس هم په نوښار او پیښور کې ژوند کوي. ډاکټر سهیل انشاء د خپل نیکه رضواني علمي میراث ساتلی او د پښتو لپاره يې هلې ځلې کړي دي.
د رضواني په شعر کې به اصلاح او طنز زیات وو. یوه بیلګه يې داسې ده.
كه معنى هيڅ در کښې نه وى په خپل ځان
په نيكه په ترنيكه به نه شى خان
په دى تشو كږو بريتو هيڅ نه كيږى
كه نوسى شى فى المثل د چنگيز خان
اصالت په اهليت په لياقت دى
نه په دى چه فلانكى خان د أنكنرى* خان
په تش نوم داسى غره ئى څوك به وائى
چه په توره دى وهلى دَى اّسمان
دا سُكړك او دا رنړى شملى به ښه وى
چه په دُوى به دومره تاو كاندِی افغان
يو په تاسو کښې څوك داسي پيدا نه شُو
چه دَى قتل كاندِي خپل نفس شيطان
نه به ورك شى دا عنوان له دغه قومَ
نه به دُوئ شى اّسوده اَرٌمان اَرٌمان
*انکنری( پلانی)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *