Month: October 2014

هغه خوب

یو دوه قدمه فاصله کې ترې ودریدم، برګ برګ مې وروکتل، وروځې مې ورته تروې کړي. پوهه شو چې نجلۍ راته غصه ده ځکه زه چې تل په غصه یم یا هم ګیله منه نو همداسې ورګورم. خو هغه هم زما په مذهب پوهیږي. کله ناکله ځان ناشکه کړي، چې زه بیا څو ساعته ترې […]

په ټيونس کې

د شمالي افريقې دا ملک د فرانسې مستمره پاتې شوی ده او د دې خاورې اصل اوسيدونکي بربر قبايل دي چې په اروپاي ژبو کې ترې د ” باربېريان” ياني وحشي تورې جوړ شو. ټيونس په بربري ژبې کې د غځيدو يا د کېږدۍ د ودرولو مانا ورکوي. بربر قبايل لکه د کوچيانو اوسيدل او […]

د اباسين تمدن

په ۲۰۰۵ م کې د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت له خوا د ساهيوال د ضلع (ولسوالۍ) نه دوه ويشت ميله جنوب لوېديځ کې د يو تفريحي پارک جوړول پیل شول. دبرونزو د دورې دا لرغونې سيمه په ۱۹۲۰ م کې برتانیا لرغون پېژندنکو يوی ډلې رابرسېره کړه چي د يو لرغوني ښار […]

ګبر، ګبري او ګبرال

د سوات د کالام نه د شلو کلومېترو په فاصله د سمندر نه دوه نيم زره مېتره لوړه د ګبرال دره ده چې په سر کې يې د اوبو يو ډنډ د کرکرې په نوم يادېږي. د دې شمال لوري ته چترال، جنوب ته اترور، لوېديځ ته دير او ختيځ ته ماهو ډنډ دی. د […]

د جام مينار

” دا مينار ځان له يواځې او مکمل حالت کې ولاړ دی. بل څه ورته نږدې نشته ځکه په نږدې غونډيو د يو دوو ماڼيو کنډوالې هم نه ښکاري. د دې پر مخ د سر نه تر پایه، مستطيل، څلور ګوټيزه ، ولونه، ستوري او نورشکلونه په خټو کې ډېر په مهارت جوړ شوي دي.” […]

شړۍ- ټوګا

د لرغوني روم هغه مشهور سپين څادر ټوګا نومېږي چې د دوی په مجسمو او انځورونو کې يې ليدلی شو. دا شپږ مېتر اوږد وړين څادر د ليلن د واسکټ ډوله کميس د پاسه اغوستل کېده. د ټوګا هغه بڼه چې د روم او يونان په مجسمو يې ګورو، مستطيل نه وي لکه چې د […]

اوبښته

په جنوبي پښتونخوا کې اوس هم د ځينو سپين سرو ميرمنو نوم اوبښته وي. په اولسي ژبه کې وايي، “تر اوبښته لوړه نشته.” اوبښته ونه ده چې په انګرېزي کې جونيپرنومېږي. يو وخت د کوټې شا و خوا غرونو او په زيارت کې د اوبښتې ځنګلونه وو. د دې ونو پاڼې لکه د سيخونو وي […]

د قره باغ او جاغوري سمڅې

د ايټاليې ده لرغون پوهان د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د افغانستان د مرکزي سيمو په یولړڅمڅو وګرځيدل او د خپلو څېړنو لپاره يې د هغه ځاې مطالعه وکړه. دوي د خپلې دغې کتنې اوڅیړنې په ترڅ کې د هرې سيمې څمڅې یا غار ته نومرې ورکړي دي. په دغو څمڅو اوعبادت ځايونوکې […]

د لوښو رپ

د خټو نه په ډېرمهارت سره د خونې د دېوال سره جوړه “بنايي” رپ وي. دا له بام یا چت نه تقریبأ یو یا يو نیم مټر راکوز، له یوې لوېشتي نه نیولې بیا تر یو فټ پوري پلن والی لري. څنډه او لاندينۍ برخه یې په مخصوص ډول په خټو کې ډیزان شوې وي […]

د فلم تخيل او کاپي

د هند نامتو فلم ” اوم شانتي اوم” يوه مکالمه داسې ده چې ” کله چې څوک د زړه نه يو شې غواړي نو بيا ټول کاينات د هغه په لټون کې ورسره مرسته کوي” ښاي د فلم ډايرېکټر ته دې خبرې دومره خوند ورکړې و چې په فلم کې څو وارې دا جمله تکرار […]