Month: January 2019

د افغانستان قادیانی

په ۱۸۸۰ م کې د پنجاب د قادیان مرزا غلام احمد د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه یو کتاب ” براھین احمدیہ” د دې دعوی سره خپور کړو چې که څوک د دې کتاب پینځمه برخه هم دروغ ثابته کړي نو دی به ورته یو لک روپۍ انعام ورکوي. کتاب ډېر شهرت […]

عبدالغفارخان

“سیمانت ګاندهي، فخرافغان، باچا خان” د هغه شخصیت څو لقبونه دي چې ټول ژوند يې خپلې ټولنې په خدمت تېر کړو. عبدالغفار د بهرام خان کشر زوی په ۶ فروری ۱۸۹۰ م اتمانزو کې وزیږېدو. ۵ کالو په عمر کې د کلي جومات ته قران درس لپاره تلو. په ۱۹۰۷ م کې د خپل وروعبدالجبار […]

اوګۍ- اوږۍ

اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي. په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او […]

بېلیو

د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د انګریزي نه پښتو ته ژباړې لپاره به مونږ د “بېلیو” قاموس کارو. دغه قاموس په لومړي ځل ۱۸۶۰ م کې پیښور کې ترتیب او چاپ شو او وروسته څو ځلې د دې کاپیانې خپاره شول. بېلیو پوځي ډاکټر و چې پلار يې د لومړي افغان جنګ په وخت […]

ژرنده

په دغه تصویر کې د افغانستان د یو کلی ژرنده ښکاري چې د ۱۸۸۰ م کې یو انګریز جان برک اخیستې و. دغه ته به يې د اوبو ژرنده ویل ځکه د اوبو په توان به چلیدل. دا به په هغو کلیو کې جوړېدل چې د سیند یا د ویالې اوبه به پکې تیریدای. د […]

لاندی

وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږي او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لري. د کوچاني ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروي خیټه مړول وو. دا کار په ژمي کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه […]

ملتان خان زخه خیل

لاس د ملتان يې راوچت کړ زړه د ملتان به اوس په تول معلوموينه د پښتو دا لنډۍ د اپريدو د زخه خيلو ملتان خان لپاره ويل شوې وه. د پیښور د خلکو روايت دی چې کله انگريزانو د ملتان خان مړې وموندلو نو دده زړه يې راوويستلو چې وې گوري هغه په ريښتيا د […]

هړپه

په ۲۰۰۵ م کی د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت د ساهيوال په ضلع نه دويشت ميله جنوب لوېديځ کی د يو تفريحي پارک په جوړولو لاس پوری کړ. ددی پلان د لرغون پوهانو لپاره د خواشينۍ وړ و ځکه هلته د يو لرغوني ښار کنډوالې موندل شوې وې. په ۱۹۲۰ م کی […]