زما ژوند او ژوندون(۱۹)


د بلوچستان په مچ جیل کې عبد الصمد خان سره نور په سوونو مجرمان بند وو. دی يې په تفصیل د دوی حال لیکي چې د بلوچستان د بیلا بیلو سیمو څخه او د بند موده يې زیاته وه.
دی لیکي چې په بلوچستان کې پخوا لوی جیل نه و نو د هند لیرې ځایونو ته به يې وراستول. کله چې دا جیل جوړ شو نو هغه قیدیان يې بیرته راواستول. په دوی کې د دکن، کلکتې، کانپور، لاهو،ر حیدراباد او ان د انډیمان (تورو اوبو) بندیان هم وو. د اڅکزي په بارک کې دوه لوی کوټې وې چې په هر یو کې ۴۰ کسان بند وو. د بریښنا رڼا پکې زیاته، پاک او د هر بندي خپل ځای و. په دوی کې ځینې قیدیان زاړه او د بندیزونو سره عادت وو نو شور به يې نه کاو. اڅکزي به د ورځې قران کریم او تفسیرونه لوستل او یا به يې د هغو بندیانو نه د جیلونو کیسې اوریدې چې هغوی پکې پاتې شوي وو. د کار (بیګار) په وخت د ژوب د یو کاکړ عبد الله خان سره به يې وخت اړاو چې پوهه او پاک سړی و. یو پکې سیک درزي ( خیاط) و چې لوستی، سرکاري ملازم او ده ته به يې د اخبار تازه خبرونه راوړل. په دوی کې پښتانه او بلوڅ هم وو او اڅکزی وایی چې په څو میاشتو کې زه د دوی د سیمې او خویونو نه دومره خبر شوم چې نه پخوا او په راتلونکي کې بیا خبریدم. د بلوچستان زمکه د پنجاب، سنده او پښتونخوا نه زیاته او خلک يې لږ دي. که څوک وغواړي چې هلته خوارو وارو خلکو حال معلوم کړي نو ټول ژوند به يې تیر شي. دی لیکي، ” په هرجیل کې ما ډېر داسې پوهه، نیک او سم خلک لیدلي دي چې بهر به هم کم وي.” بیا وایی چې په بندیانو کې اویا في صده پښتانه او بلوڅ د ننګ په جرمونو قید وو. دوی د لویو ښارونو خلک نه وو نو غلا، جیب وهل، دوکه بازي او خیانت کې نه وو نیول شوي. دوی د ناموس په سر قتل کړی، بیا به فرار شول او ډاکې شوکې به کولې او اخر به ونیول شول. ” د بلوچستان زیاتره ننګیالي، پوهه، ژوندي او بهادر خلک په جیلونو کې ناست وو.” په جیل کې ښځې هم وې چې زیات يې د تیښتې ( مټیزې) په جرم بندي وې. دلته لیکوال د مینې او د خپلې خوښې په اړه ټینګار کوي.
ډېر کسان د سیاست په جرم بند وو او هغه چې د خلافت تحریک سره مله وو، ” خلافتي” به يې بلل. هر هندو یا مسلمان چې د انګریز حکومت سره يې اختلاف لرلو، هغوی ته به يې هم “خلاپتي” ویل. په دوی کې یو کس خدا بخش د سیوۍ بلوڅ و چې د اتلسو کالو په عمر کې يې نیولی او بیا په انډیمان او نورو جیلونو کې نزدې دیرش کاله تیر کړي وو. د ده جرم دا و چې د انګریز په یو وړوکی چارواکي د کوتک په ګوزار د هغه لاس مات کړی و خو مړ نه و. انګریز ورته د خپل ظالمانه قانون تر مخې د ټول عمر د (تنهایی) بند سزا ورکړی وه. د دې نه علاوه ۳۰۰ درو ( کوړو) سزا هم وه چې هرو څو میاشتو پس به يې شل شل ورته لګول. په ۱۹۳۰م کې د پیښور یو کس حبیب نورغازي د چارسدې یو وړوکی کمشنر هم دغسې وهلی خو هغه هم مړ نه و. خو په بله ورځ يې حبیب نور په دې جرم غرغره کړو.
خدا بخش مودام د درو ( کوړو) د وهل نه تنګ شو نو د ملګري سره يې یو پلان جوړ کړو. د اوداسه نه وروسته به د کوټې په دروازه به په جمه دار او سپایی ” کاري ګوزارونه” وکړي چې مړ شي. په دې جرم به غرغره او د غمه به خلاص شي. ده ویل چې پخوا مو هم په جیل کې د میچنې په بره پل قتل کړی و خو جج ( قاضي) راته د مرګ په ځای د شلو کالو نور بند سزا راکړه. خدا بخش بلوڅ کمزوری او بوډا و نو د جیل د ډاکټر په سپارښت د ګورنر جنرل ایجنټ خان بهادر شربت خان اپریدای چې د سیوۍ پولیټیکل ایجنټ و راولیږه چې وې ګوري چې ریښتیا کمزوری او سپین ږیری و؟
اچکزی لیکي چې هغه وخت قانون دا و چې ناروغه یا کمزوری قیدیان به يې خوشې کړل، ان چې که انګریزان يې هم وژلي وو. هغه کسان به يې هم پریښودل چې شپږ میاشتې لا د بند ورته پاتې وو. خو ” د پاکستان مسلمانان واکوالان او خپله سرکار داسی بندیان نه پرېږدي.” ډېر يې د بي غورۍ د لاسه په جیل کې مړه شي.
د جالاوان د سردار نوردین، د جنګ څو کسه غازیان، سپین ږیری کمزوری او په پښو شل سردار شهباز خان، د هغه زوی شیر علي خان، غازي سلیمان مینګل او یو بل ملګری هم په جیل کې وو. سردار شهبازخان ګرځیدای نشو او غازي سلیمان او بل مله به په شا ګرځاو. خو هم هغه حالت کې به يې هره ورځ کارخانې له بوتلو او هلته کار پرې کاو.
هغه سیک کلرک چې عبد الصمد په خپلې کوتې کې لیدلی و، د جیل په دفتر کې کار کاو. “دی د کانګرس د ځینو لیډرانو په نغوته په پوځ کې د کار لپاره راغلی و. ډېر جوشي او بهادر سړی و.” دی يې په “کاندهي اروین لوظنامه” کې نه وو پریښې . کله چې اڅکزی خوشې شو او هند ته لاړو نو په بمبۍ کې يې پنډت جواهر لال نهرو ته د هغه زکر وکړو. د هغه په سفارش دی په ۱۹۳۱م په پای کې يې پریښودو. هغه څه موده اڅکزي ته خطونه استول خو بیا بند شول. سردار شهباز خان او د هغه مله د کلات د نوی خان اعظم خان له خوا خوشې شول. دغو کانګرسي ملګرو به هره ورځ دوی ته نوي خبرونه ورکول چې په دفتر کې به يې اخبار کې لوستي وو. د شپې به دوو باوري سیک نمبردارانو ګورمکه سنګ او رام سنګ سره به يې په خبرو ښه وخت تیراو.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *