ازغکی


دا یو وخت د پښتونخوا په سپیرو دشتو کې وحشي خړ رنګ بوټی و چې ازغي به يې د بادونو سره والوتل. د دې وړې پاڼې او ګلابي یا کاسني ګلونه په سپرلي کې دشتو کې خونده وره ننداره وي.
د پیښور په حکیمي داروګانو کې به يې ورته ” خراسان ازغی” ویل.
په قبایلو کې “سپیل اغزۍ- بړبوکۍ” او پنجابي کې ” دهماسه” بلل کېږي. دا په عربي کې ” الشکاعة یا الشوکة البیضاء” نومېږي.
د لاطیني ” فاګونیه” د ” کلټرپ” کورنۍ د ” زایګو فلوسیه ” د ۳۴ بوټو یو ډول دی. پخوا دغې ګروپ کې هر ازغن بوټی شامل وو چې ځینې يې په کورونو د خپلو وړو ګلابي ګلونو لپاره خلکو ساتل.
د دې څانګې دومره نرۍ وي چې بوټی مخ په بره نه ځي او پر زمکه خواره واره له یو فټ تر درې فټ پروت وي. د دې نرۍ پاڼه د دوو ازغو ترمنځ چې کله درې ګوټیزه او کله څلورګوټیزه وي، را شنه شي. په پېل کې دغه پاڼه تروه یا معمولي خوږ والې لري او بیا د بوټي د لویدو سره ترخه شي. ازغکی” په یورپ، افریقا او ایشیایی ملکونو کې پیدا کېږي. د دې د تریخ خوند له کبله د هند حکیمانو د قدیم زمانې راهیسې د زیړي درمل لپاره ازغکی د نورو داروګانو سره ورګډ کړو. د چیچک ( هکې ننکۍ) د دانو علاج لپاره به يې د ازغکي ملهم جوړاو.
په شلمې پېړۍ کې د نباتات ماهران د دې په بیل بیلو قسمونو طبي څېړنې کوي او په ځینو کې د پاړسوب او د تیزابیت ضد مواد يې وموندل. هم هغه وه چې د ۲۰۲۵م له پېل څخه د نباتاتو نړۍ والې ټولنې ازغکی ځان له د یو طبي بوټي په توګه ومنلو. د دې دوه لوی قسمونه یو ” عربي” او بل ” هندي” دي چې د دواړو تر منځ یو باتجربه حکیم توپیر کولی شي.
د نورو صحرای بوټو په شان ازغکی هم په اوړي کې وچ شي او بیا د مني په بادونو کې يې پاڼې او تخم نورو ځایونو ته الوځي. د دې واړه ازغي د حیوان او انسان په پوټکی یا جامو پورې نښلي. پخوا دا د زیړي او یا د پوټکي د الرجي( حساسیت) لپاره په اوبو کې ګډ څښلو لپاره کاریدو. اوس ځینې خلک د شکر ( زیابیطس) او د وینې د نرمولو لپاره يې چایو په شان څښي.
د سوشل میډیا د حکیمانو دعوا ده چې دا د دردونو، تهلیسیمیا او په تیره بیا د وینې سرطان لپاره اغیز من دارو دی. خو په دې کې حقیقت لږ او مبالغه زیاته ده. دا ممکن ” اینټي آکسیډنټ” وسي خو شنې چای هم دغه جوهر لري. یو وخت هم دغسې دعوی د کلونجي ( سیاه دانه) په آره هم کیدل چې دا د مرګ نه علاوه د هر رنځ دارو دي. ځینې خلک د انټرنیټ په معلوماتو باور کوي او ځان له پخپله علاج شروع کړي. دا یاد ساتل پکار دي چې هر یو کس لپاره هر یو دارو ښه نه وي. ممکن یو کس په ازغکي ښه شوی وي خو په بل به هیڅ اغیز ونکړي.
د زمکې په سر شنه کیدونکی هر بوټی ممکن طبي خصوصیت ولري خو تر څو چې په دې ساینسي څېړنې نه وي شوی، په خپل مخ سر دارو خوړل ګټې په ځای تاوان کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *