Month: November 2014

صليبي جنګونه

په لسمې ميلادي پېړۍ کې د اروپامسيحيان هر کال فلسطين ته زيارت ته ورتلل.هغه غونډۍ کې به يوځای کيدل چې د دوی په عقيده حضرت عيسی (ع) ورباندې په دار خيژول شوې و. د راشده خلیفه ګانو په وخت کې دوی هلته څو کليساوې جوړې کړې وې اوعرب مسلمانانو زايرينو ته هر کلی ويل چې […]

د هند ستوری

نيا مې خبره کوله چې د پاکستان او هند له ويش نه وړاندې سينما ته تللې وه. په پرده کله چې د فلم اتل راښکاره شو نو شا ته ناستو څو ښځو وژړل. په وقفه کې خبره شوه چې هغوی د فلم د اتل ګل حميد خپلوانې وې چې څو کاله پخوا مړ شوی و. […]

د بېستون ډبرليک

د ايران په لويديځ کې د کرمانشاه ښارسره نږدې د بېستون په غردوه نيم زره کاله پخوانۍ ليکنه د پارس د تاريخ يوه مهمه نښه ګڼل کېږي. په ۱۸۳۵ م کې د برتانیا د هند لویدیځې کمپنۍ يو پوځي افسر هنري رالينډ دا غر ولېدو او د هغې ژبې د لوستلو هوډ يې وکړو. دی […]

وفا بېگم

د افغانستان پنځم باچا د شاه شجاع الملک مېرمنه په تاريخ کې د وفا بېگم په نوم مشهوره ده. په ځينو تاريخونو کې د دې خپل نوم رضيه بېگم ليکل شوی دی. دا د شاه زمان مشر وزير رحمت الله خان سدوزي لور وه چې د “وفادار خان” لقب يې لرلو. د افغانستان په اړه […]

د ايمل خان مومند خاوره

د ایمل خان بابا قبر په کره ثبوتو سره د ننکرهارولایت د لعلپوری ولسوالی اړوند د چکنور په کلی کی دی. همدا راز په هزار ناؤ چی پخوانی نوم یی امان کوټ و، نوسا نوسی او د دوه نورو وروڼو، هر یو باورخان (چی په تیروتنه کی مورخین بهادرخان لیکی) مزار هم په چکنور کی […]

تاشقرغان

د پاکستان او چين تر منځ هغه سړک چې قراقرم هاي وې نوميږي، د خنجراب دره کې ۱۶۰۰۰ فوټه لوړوالی لري. څو ميله وراخوا د چين د گمرک پوسټ دی چې “پيرعلي” نومې ځای کې جوړ شوی دی. دا سيمه د نړۍ بام په نوم شهرت لري او د چين په خاوره د تاشقرغان لرغونی […]

ديوبند

په ۱۸۵۷ م کې د هند د خپلواکۍ پاڅون چې انگرېزان يې د غدر په نوم يادوي د مغل حکومت خاتمه وکړه. هغه وخت د مسلمانانو ځينو مشرانو په ټولو د جهاد غږ وکړو خو بې شميره يې ونيول شول او په زندان کې يې واچول. په۱۸۶۶ م په ۲۱ مې ( ۱۲۸۳ هجري) سهارن […]

د علي مسجد جنګ

د لنډي کوتل په ختيځ کې د غر د پاسه هغه زيارت چې علي مسجد نومېږي، د لرغونو وختونو راهيسې د يوې دفاعي مورچې په توګه کاريدو. د خيبر سيند هم ورته نږدې بهېږي. دلته په ۱۸۴۲ م او په ۱۸۷۸ م کې افغان ځواکونو د سيکانو او انګرېزانو سره وجنګيدل. په ۱۸۳۷ م کې […]

په لاس خوړل

په ماشومتوب کې مونږ ته په قاشوغې د خواړو اجازه نه وه. وريژې، ډوډۍ او هم دغسې ګرم خواړه به مو په لاس خوړل او سبب يې دا و چې ډېره سره نمړۍ خلې ته نه کړو. يو وخت په غربي ټولنه کې به يې ويل چې په لاس خوړل ګنده کار دی ځکه څوک […]

د اټک په پله

په ماشومتوب کې به مو د اور ګاډي په سفر کې د دې پول نه د تيرېدو انتظار کوو. د پول د پاسه ما داسې ګڼله لکه چې په هوا کې الوزو ځکه ښکته يوازې د اباسين او د کابل سيندونو خړې او شنې اوبه مو ليدې شوې. د سيند د ماهيانو لپاره به ما […]