Category: کتابونه

د کتابونو خزانه

د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې د هندوستان د یو مسلمان محمد بخش د خپلو مشرانو د څو قلمي نسخو یو غونډ په کور کې وساتلو . دا د خدابخش لایبریري بنسټ و چې اوس د نړۍ یو بې ساری کتابتون دی. د لایبریري په ۱۴۰۰ نایابه صحیفو کې د محمد بخش زوی د عربي، […]

په پښتو کې سیف الملوک

په پیښور میوزیم کې په لاس لیکل شوی یو کتاب نندارې ته ایښی دی چې په پښتو کې د سیف الملوک او د بدري جمال ښاپېرۍ منظوم داستان دی. د میوزیم په معلوماتي دړه د کیسې لیکوال، حاجي ابراهیم بابا او کاتب نامعلوم او نېټه يې ۱۱ هجري پېړۍ ( ۱۸۰۰م) لیکلی دی. سیف الملوک […]

آستیانه- پښتو لنډۍ

زما د زړه بازار یې وران کړ الله دې، دی په ژوندون نه خوشالوینه په آخرت خوار شې ریباره په ایرو پټ اور دې لیده پرې ودې سومه دا لندۍ ما په دې نږدې وختوکې د نامتواو نا چاپ پښتو قاموس یا فرهنګ ( فرهنګ ارتضایي) د قلمي نسخې په پاڼو کې ولیدې. دا هغه […]

دستار نامه

د لوی خوشحال ” د ستارنامه” تراوسه پورې څوځلې، د کابل د (۱۳۴۵) له متن څخه کاپي او چاپ شوی دی. کوریې ودان په خپل وخت کې داهم یولوی کارو. له هغې وروسته هم چې کومې نسخې چاپ شوې په هغو کې د ښاغلو عبدالشکور، پردل خټک، مغموم، مشواڼۍ او ډاکترعبدالحکیم شاه خټک، سیدغني غني […]

چاپ شوي کتابونه

د سندباد اووه سفرونه (د ماشومانو ادبيات)ـ ۱۹۹۳ ـ نیمگړی انځور (لنډې کیسې)ـ ۱۹۹۹ ـ ښکلی کتاب (نثر)ـ ۲۰۰۱ م ـ زبېښاک (ناول)ـ ۲۰۰۲ م ـ د ډيوې په غېږ کې (لنډې کیسې)ـ۲۰۰۳ م ـ د نړۍ ولسي کیسې (نړېوال ادبيات)ـ ۲۰۰۵ م ـ دنيا (ناول)ـ ۲۰۰۵م- ښايست (لنډې کیسې) ـ ۲۰۰۷م – د هندوستان […]

پټه خزانه

د ۱۹۳۵م په پېل، د افغانستان نامتو مورخ او څېړونکی، علامه عبدالحی حبیبي د هند په سفر، د کوټې په بازار کې د پښین یو شاعرعبدالعلي اخونزاده سره ولیدل چې هلته يې د طبابت دکان و. حبیبي لیکي، ” زه د کندهار د طلوع افغان مدير وم او زما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول […]

د پښتنو جهاد

د ۱۹ پېړۍ له پېل، پښتونخوا د سیک مهاراجه رنجیت سنګ لاس ته ورغلو. په پیښور کې د امیر دوست محمد خان وروڼو هر کال لاهور ته باج ورکاو خو د سیک جنګیالو د ظلم مخه يې نشوه نیولی. هغه وخت د هند د برېلي څخه سید احمد شا و خوا ۷۰۰ مجاهدینو سره پښتونخوا […]

ادم درخانۍ-کتاب

د پښتو دا ولسي داستان په ۱۹ پېړۍ کې په لاس لیکلی او منظوم بڼه د یاسمین حسین په کتابتون کې وه. ما د دې یوه کاپي د ځان لپاره سکین کړه. اوس په پي -ډي ایف کي يې تاسو کتلی شئ. د ډاونلوډ لپاره د کتاب په مخ کلیک وکړئ. فایل ۶۰ میګابایټ دروند […]

اسرارالافغان

په ۱۵۸۰م کې د حسین ابن صابر په قلم لیکل شوی “اسرارالافاغنه” د پښتنو صوفیانو تاریخ دی. د کتاب مرکزي شخصیت، شیخ قاسم افغان قادري د ژوند او سفر نه علاوه، د پښتنو د نسب، یوسفزو، خلیل او غوریاخیلو ټولنیز حالات پکې راټول شوي دي. د کتاب اصل نسخه دوه ځلی ولیکل شو چې د […]

د ماښام ستوری- میرمنجان

د بمبۍ نه ۲۰۰ کلومیټر ختیځ کې د “ساتارا” تاریخي ښار دی. دلته د انګریزانو په هدیره کې د یوې پښتنې میرمن جان قبر هم دی چې په ۱۲ جون ۱۹۱۷ م کې دلته خاورو ته وسپارل شوه. دا د ۸۵ کالو وه. د میرمنجان لومړی واده د برطانوي پوځ یو افسر ” ټامس ماهن” […]