Month: January 2014

د شېر شاه سوري يو ناياب انځور

د ا انځور ( تصوير) په ۱۷۸۰ م کې چا په لاس جوړ کړې دې چې هغه وخت د هند پر تخت مغل باچا دوېم شاه عالم ناست و. په انځور کې د ښکار يوه منظره جوړه شوې ده. يو باچا په سپين اس سپور په يوې غوندۍ ولاړ دی. د ده سره دوه ملازمان […]

زردشت څوک و؟

شا و خوا درې زره کاله کېږي چې د ترکمانستان د ” کره قم” دشتو نه لوې شمېر خلکو د وچکالۍ د لاسه کډه وکړه. کله چې دا کوچېان او ښارېان د اوسني افغانستان په شمال کې شنو غرونو ته ورسيدل نو د زمکو په کرونده اخته خلک يې مجبوره کړل چې دوي ته سر […]

معياري پښتو- د احمد مجيب بياباني ليکنه

ژبه په ټوله نړۍ کې خوځنده وده مومي او نوښت او پرمختيا يې هرې ژبې کې روانه ده چې د علومو د نوښت سره د نويو پنځوونو سره نويو ويوونو (الفاظو) ته اړتيا رامنځته کېږي. استاد حبیب الله رفیع دې اړخ ته په يوې لیکنې کې اشاره کړې چې ژبې کې لغات يا ويوونه د […]

د وردگو يوه بوداي سټوپا

د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د وردگو د خوات درې ليدو ته ولاړو. يوه دره چې د لارې په منځ کې په يو لوړ ځاې يو وخت د بودا لويه مجسمه جوړه وه اوس د ماتو تيږو او کودړو يوه ډيرۍ ښکاريده. دا ځاې اوس هم ” بت دره” نومېږي. وردگ د افغانستان يواځينۍ […]

د ملگرو ملتو عمومي ټولنه

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله يا ټولنه د دې سازمان لومړنى او اساسي رکن دى چې د ټولو غړو هېوادونو له استازو نه جوړه ده. په اصل کې عمومي اسامبله د غړو هېوادونو او نورې نړۍ په تړاوو د ازادو بحثونو او د هغوى ستونزو ته د حل لارو چارو پر وړاندې کولو او په […]

د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

په تېرو دېرشو کالو کې د افغانستان نه په سوونو داسې اسناد غلا شوي او نورو ملکونو ته وړل شوي دي چې د دې هېواد تاريخ روښانه کيدېشي. تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد چې باختري ( ارين) گندهاري يا خروشتي او عربي ژبو کې دي، ولوستل شوي دي. اصل اسناد دهوسۍ پر څرمنې […]

کاليزه – مننه او پوښتنه

يو کال کېږي چې په دې ورځ مې وېبپاڼه پېل کړه. باور مې و چې په اوس وخت کې خبرونه ډېردي خو معلومات نشته. تر ټولو زياته اړتيا د پښتو ژبې د ژورناليسټانو وه چې په لږ وخت کې د خپلو خپرونو لپاره يې ساده او مستند معلومات پکار و. د پاڼې د پېل سره […]

د رستم تخت که د بودايانو کعبه

د سمنگان ولايت د ښار نه درې کلوميټر جنوب لوېديځ کې د يوې غوندۍ جوړښت په ټولې نړۍ کې د بوداي سټوپا يوه بې سارې بېلگه ده. د سمنگانو پخوانې نوم ” ورني” يا ” اورني” و چې نامتو يوناني جغرافيه دان بطليموس يې په دوېمې ميلادي پېړۍ کې ذکر وکړو. دا ځاې د خلم […]

د عربستان لارنس په افغانستان کې

د شلمې پېړۍ په سر کې د بريطانيې پوځي اتل لارنس چې ترکان يې د عربانو له خاورې وتلو ته اړکړل، د ورځپاڼو او د فلم جوړونکو د سترگو تور شو. دوي ورته د مينې نه د “عربستان لارنس” وايي. ټامس ايډورډ لارنس په ۱۸۸۸ م کې ويلز کې زيږېدلې او په اکسفورډ پوهنتون کې […]

د قره قل سيالي

قره په ترکي ژبې کې توررنگ او قل يا کل د اوبو ډنډ ته وايي. د تاجکستان د پامير په غرونو کې د اوبو يو ډنډ او د سنگکيانگ د چيني تاشقرغان نه وړاندې يوجهيل قراقل نومېږي. د ازبکستان د بخارا ولايت يو ښار هم قراقل نومېږي چې ښايي په لومړي ځل يې د پسونو […]