Monthly Archives: November 2017

پمنکي

29 November, 2017
پمنکي

د کوهاټ نه واخلې تر وزیرستان په دشتو کې هر ډول “ځوزان” (کیکټس) بوټي شنه کېږي. د دې پرېړ پاڼې او څانګې د هوا نم راکاږي چې ورباندې وده کوي. د دغه بوټي یو قسم ” میزرې” دي او د لرغونو وختونو نه ورکزو ترینه پڼې، ټوکرۍ، بوڼ او رسۍ جوړولې. هم د دې بوټې…

Read more »

د کابل رادها

25 November, 2017
د کابل رادها

چـار گرد قـلا گشـتم…پــاي زيب طلا يافتم پاي زيب طلا از کيـست؟…از بي بي رادو جان است از بي بي رادو جان است مانا د کلا چارچاپیره وګرځېدم…طلايي پانزیب مې پیدا کړ طلايي پانزیب د چا دی؟…د رادو بي بي جانې دی د رادو جانې بي بي دی په افغانستان کې دا مشهوره سندره به…

Read more »

د ډيوې په غېږکې

21 November, 2017
د ډيوې په غېږکې

د لنډو کیسو دا ټولګه په ۲۰۰۳ م کې کوټه کې چاپ شوه خو د دې ځینې کیسې پخوانۍ دي. د ۱۹۸۶ م راهیسې یوې کاپۍ کې مې کله نا کله یوه کیسه ولیکله. دا کاپۍ رانه په کتابونو او نورو کاغذونو کې ورکه شوه. بیا مې وموندله او مسوده راته یو همکار ټایپ کړه.…

Read more »

د کوټې زلزله

17 November, 2017
د کوټې زلزله

په ۳۱ مې ۱۹۳۵ م نیمه شپه کې د کوټې د پوست افس دېوالي ساعت ستنې په ۲ بجې او ۳ دقیقو ودریدې. په نورو دریو مینټو کې زلزلې ښار په بل مخ واړو او شور زوږ په چیغو او ویر واوختو. هغه چې له ړنګو ودانیو ژوندي ووتل، د خپلوانو په لټون وو خو…

Read more »

ايلياډ+ اوډيسی

13 November, 2017
ايلياډ+ اوډيسی

د یونان په “خیوس” نومې ټاپو کې د یوې تیږې په اړه روایت دی چې درې زره کاله پخوا نابینا شاعر “هومر” به ورباندې کیناستو. د ده په لاس کې ” لایره ” (بربط) ساز او د “ایلیاډ” داستانونه يې زمزمه کول. هومر په ۸۵۰ ق م کې ژوندی و او د آیونیا څو جزیرې…

Read more »

د شلۍ زور

7 November, 2017
د شلۍ زور

د ۲۰۰۵ م په سپرلی کې د څو نورو همکارانو سره غزني ته لاړم. د سهارلس بجې وې نو د پلان سره سم د محمود غزنوي روضه او باغ فیروزه لیدو ته ورغلو. د تاریخ پروګرامونو لپاره هرمناسب ځای کې مې مرکې کولې او یو ټیپ راسره و. د سلطان محمود غزنوي په مقبره د…

Read more »

د میوند منګی

3 November, 2017
د میوند منګی

د لندن په برتش میوزیم کې پروت دغه منګی د میوند په یوې پخوانۍ کلا کې وموندل شو. دا په سپینو خټو جوړ شوی دی چې دننه فیروزي رنګ لري. د منګي د پاسه د ډيزاین لپاره ګول ټاپه وهل شوې ده. دغې ټاپې، په خټه کې خالونه او نقشونه جوړ کړي دي. دا یو…

Read more »