د ايمل خان مومند خاوره

Aimal Khan grave
د ایمل خان بابا قبر په کره ثبوتو سره د ننکرهارولایت د لعلپوری ولسوالی اړوند د چکنور په کلی کی دی. همدا راز په هزار ناؤ چی پخوانی نوم یی امان کوټ و، نوسا نوسی او د دوه نورو وروڼو، هر یو باورخان (چی په تیروتنه کی مورخین بهادرخان لیکی) مزار هم په چکنور کی دی. بل ورور یی فتح خان نومیده, د دوی اولاده لا تر ننه په هزارناؤ کی میشته ده.
په دغه ټولو باندی په ډیر وضاحت سره ښاغلی مراد لایق په خپل کتاب .. ایمل خان بابا تحقیقی او تنقیدی جایزه.. بحث کړیدی او په ځینو هغو ناسمو څیړنو یی هم نیوکه کړی او د هغی په ځواب کی یی کره شواهد وړاندی کړیدی.
د اېمل خان د کورنۍ پۀ هکله ښاغلى محمد ګلاب ننګرهاري ليکي، اېمل خان مومند د “کوکوزي” قبيلې پۀ يوه خانه کورنۍ کې زېږېدلى او ود خان د نامه سره هلته د رشد او بلوغ حدودو ته وارد شوى”.(١)
خو ښاغلي ميرا جان سيال صاحب لومړى خواشيني څرګنده کړې چې “پښتانۀ پردو زورګيرو پۀ هيڅ وخت کې نۀ دي پرېښي، چې د علم او پوهې خواته توجه وکړي او کله چې پښتنو د پوهنې خواته پل اخستى دى، پردي زور ګيرو پرې ناتار جوړ کړى دى او د پښتنو ډېر وخت د پردو پۀ مدافعه او تيري کوونکو سره پۀ جنګ او جګړو کې تېر شوى، نو پښتانۀ ليکوال نۀ دي موفق شوي چې د خپلو نوميالو د زېږېدو نېټه وليکي”.(٢)
وروسته ښاغلي ميرا جان سيال اېمل خان پۀ اټکل سره د خوشحال خان همعصر ښودلى او ليکي
“خو اټکلي ويلى شو چې اېمل خان دخوشحال خان همعصر او د ازادۍ د جنګ نامتو ملګرى او خوشحال خان هم د دۀ نوم تل پۀ احترام ياد کړى دى او د خپل همزولي پۀ سترګه يې ورته کتلى، په خطاب او مخاطبه کې يې داسې څۀ چې د اېمل خان کشرتوب او يا مشرتوب ترې اټکل شي نشته. نو مونږ اټکل اېمل خان د خوشحال همزولى بولو، خوشحال خان خټک پۀ ١٠٢٢هجري قمري کال د دويمې خور پۀ ٢٢نېټه د نور الدين جهانګير مغلي بادشاه پۀ وخت کې زېږېدلى دى”.(٣)
مونږ تر ټولو زيات د ښاغلي ميرا جان سيال ليکنې ته احترام لرو، ځکه چې دا د مرحوم سيال د کوښښ او زيار پايله وه چې، زمونږ غوندې لوستونکو ته يې د اېمل خان پۀ هکله د څېړنې موقع پۀ لاس راکړه، د اېمل خان د زوکړې نېټه خوو پۀ دقيقه توګه معلومه نۀ ده، خو مونږ يې کۀ د زوکړې کال اټکلوو نو لومړى بايد هغه پېښه پۀ نظر کې ونيسو، کله چې اغر خان پۀ لغمان کې د “اغر اباد” پۀ نوم کلا تعمير کړه، خو کله چې دغه خبر اېمل خان ته ورسېد، نو هغۀ پۀ اغر خان حمله وکړه. د اغر اباد پۀ اړه نوره يادونه به پۀ راتلونکو پاڼوکې وشي. دلته زما موخه داده چې دغه جنګ پۀ ١٠٨٩هجري قمري کال کې شوى دى، ،کۀ څۀ هم د پښتنو لښکر برياليتوب ترلاسه نکړ، خو د اېمل خان پۀ اړه خافى خان ليکي:
“د پښتنو لښکر مات شو خو د هغوي جرنېل اېمل خان هم هغسې پۀ مېدان کې پۀ جنګ بوخت و”.(٤ )
همدا راز شاهنواز خان هم پۀ ماثرالامراء کې ليکي:
“اغر خان د اېمل خان سره چې پۀ باچا مشهور شوى و او پۀ نامۀ يې سکه وهل کېده، لاس پۀ لاس جګړه وکړه”.(٥)
نو کۀ د اېمل خان د زوکړې کال ١٠٢٢هجري قمري وګڼو نو د دغه جنګ پر مهال چې پۀ ١٠٨٩هجري قمري کې شوى، نو تر دغې مودې د اېمل خان عمر ٦٧ کاله جوړېږي، نو زما پۀ اند ٦٧ کلن سړى خو پۀ مېدان کې د تورې جنګ لاس پۀ لاس نشي کولى، زۀ وايم چې پر دغه مهال به د اېمل خان عمر د پنځوسو او شپيتوو ترمنځ وميانه و، نو کۀ د دغه پېښې پر مهال د اېمل خان عمر ډېر هم اټکل کړو، نو بويه ٥٦ يا ٥٧ کلن یې وګڼونو لۀ دې نیټې څخه مونږداپۀ اټکل وېلی شوچې دایمل خان بابا زوکړه به پۀ ٣٣-١٠٣٢هجري قمري کې شوې وي،، چې د خوشحال خان د زوکړې کال سره پۀ لس يا يولس کاله کې پۀ توپير کې ده، يو بل دليل دا هم ښودلى شو او پۀ راتلونکي مخونو کې به يې وضاحت هم وشي چې کله پۀ ۱۰۷۴ هجري قمري کال کې خوشحال خان خټک ونیول شو نوپۀ هم هغه کال د اېمل خان جم و جوش و، نو چې د ١٠٧٤هـ څخه ٣٣-١٠٣٢هـ منفي يا لرې کړو، نو د اېمل خان عمر ٤١ يا ٤٢ کاله جوړېږي، او پۀ رښتينې هم د اېمل خان پۀ جم و جوش دلالت کوي، داسې هم وېل شي چې کله اورنګزېب پۀ کشمير کې د نيازي پښتنو سره پۀ کال ۱۰۷۳ هجري قمري کې سختي اوناړامي راواخیسته نو پۀ همدغه کال ایمل خان بابا هم خپله پښتني مبارزه پېل کړه، چې پۀ دغه کال يعنې ١٠٧٣هجري قمري کې هم د اېمل خان عمر ٤٠ يا ٤١ کاله جوړېږي او بيا چې مغلو د اېمل خان کور وسوزو او پښتانۀ د دې پۀ مقابل کې راپاڅېدل او پۀ ١٠٧٩ هجري قمري کې يې اېمل خان خپل مشر وټاکۀ نو دا هم باور ته نږدې ښکاري، چې پۀ دغه وخت کې به د اېمل خان عمر ٤٦ يا ٤٧ کاله و.
يوه بله خبره چې وضاحت يې اړين ګڼم، داده چې پۀ ١٠٩١هجري قمري کې خوشحال خان خټک د خټکوو لښکر سره پۀ بنګښو حمله وروړه چې پۀ دغه جنګ کې ډېر بنګښ مړۀ او ټپيان شول او خټکو د کوهاټ په سيمه کې د “ډوډه” پۀ نوم کلا ونيوله، نو کۀ وګورو پۀ دغه مهال د خوشحال خان خټک عمر ٦٩ کاله جوړېږي، نو پوښتنه دا پېدا کېږي چې خوشحال خان خټک څنګه د ٦٩ کالو پۀ عمر کې جنګېدى شو؟.
مونږ به دومره عرض وکړو چې خوشحال خان خټک لکه څرګنده، چې ده پۀ دغه جنګ کې د خټکو له لارې د يو قوماندان پۀ توګه شريک و، او خپل لښکر ته به يې قومانده ورکوله او لښکر به يې جنګېدۀ، خو برعکس اېمل خان د اغر خان سره پۀ جنګ کې کۀ څۀ هم مغلو د ځان په هکله ډېره مبالغه کوي، خو د جنګ پۀ مېدان کې د اېمل خان جنګېدل او توره چلول تسلموي، مونږ به د اېمل خان د زوکړې او مبارزې پۀ اړه داسې ووايو:
زوکړه: ٣٣-١٠٣٢هجري قمري
مبارزه: ۷۳ــــ١٠٧٤هجري قمري
پاچايي او سکه ۱۰۷۹هجري قمري
د استوګنې پۀ اړه ښاغلي ميرا جان سيال ليکي:
“د اېمل خان وروستنى استوګنځى ځاى خو معلومه خبره ده، چې هزارناو (اوسنى اېمل کوټ) و، لۀ هغې نۀ مخکې لکه چې ويل شوي دى، پۀ چکنور کې هم اوسېدلى دى او د چکنور يوه برخه زمکه د “کوکوزو” وه، چې اوس يې هم اثار شته دى، او پس لۀ مرګه هم اېمل خان پۀ چکنور کې ښخ شوى دى او هلته يې اديره موجوده ده”.(٦)
د ښاغلي سيال صاحب د روح نه پۀ معذرت سره دا عرض لرم، چې هغه د هزارناو نوم پخوانى ګڼي، ځکه چې ورسره اوسنى اېمل کوټ ليکي، خو تر کومه حده چې تر باوره رسېدلې خبره ده، نو هغه داده چې د هزارناو لومړى او پخوانى نوم “امان کوټ”دی مونږ به داسې ليکو چې امان کوټ او اوسني هزارناو پۀ دې اړه به په راتلونکي مخونو کې وضاحت وشي خو د اېمل خان وروستنى نه، بلکې د زوکړې ځاى امان کوټ (هزارناو) دى او دغه يې خپل پلرنى ځاى دى
بله دا چې سيال صاحب ليکي،
“لۀ هغې نه مخکې هم لکه چې ويل شوي دي، پۀ چکنور کې هم اوسېدلى دى او د چکنور يوه برخه زمکه د “کوکوزو” وه.”.
د سيال صاحب روح دې ښاد وي، دا خبره يې داسې کړې ده لکه چې د خپلو سيمه والو ترمنځ ناست وي، يعني هغوي ته دا څرګنده ده چې چکنور چرته دى او امان کوټ (هزارناو) چرته دى، خو کۀ چرته د بلې سيمې لوستونکى دا لولي نو هغه به داسې ګڼي، چې چکنور او امان کوټ (هزارناو) ډېره فاصله سره خپلو کې لري.
د چکنور او اوسني هزارناو ترمنځه بېلتون د کابل او کونړ سيند لۀ امله راغلى دى، چې د سيند پۀ قطب کې چکنور او سويل ته يې اوسنى هزارناو دى، خو اوس دومره توپير دى چې د سيند پۀ قطب خوا د لالپورې د ولسوالۍ اړوند ده او پخوا ټوله د مومند درې ولسوالۍ اړونده سيمه وه، د چکنور او اوسني هزارناو خلک يو خلک دي، پۀ قام مومند او هغه غاړه او دې غاړه زمکې د همدوي دي پۀ راتلونکي پاڼو کې به دا هم روښانه شي چې د سيند پۀ قطب کې کومه لار چې ده، هغه لۀ پېښوره تر کابله پورې وتې ده، خو ځينو ځينو ځايونو کې د سويل پۀ لور لارې ستنې شوي دي، لکه جلال اباد ته به له کامې نه پۀ سيند عبور کېده، همدا راز د بادپښت نه وړاندې د سويل پۀ لورې سروبي طرفته تلل هم به په سيند عبور کېدۀ..
بله دا چې د چکنور سره نږدې ختيځ خواته د “شاه کوټ” پۀ نوم يو کلى دى، خلک د دې کلي په هکله بېلا بېل نظر لري، خو يو هم داسې قوي او مستند دليل نشته چې خبره ترې باور ته ورسي، البته د شاه کوټ کلي سره پۀ ختيځ خوا د “ګل ډاګ” پۀ کلي کې چې د ښوونځي لپاره کودايي کېده نو د ستوري خان لال پۀ وېنا هلته زاړۀ بنيادونه ښکاره شو، کوم چې ډېر ژور پۀ زمکه کې نۀ وو، دغه ښوونځى د ګلډاګ پۀ کلي کې قطب لورې ته د غرۀ تر څنګ دى، چې اوس د “ليسې” درجه ورکړل شوې ده، دوي داسې وايي چې دا به د پخوانو پاچايانو کومه کلا وه او دلته د سيند د قطب پۀ خوا کې چې کومه لاره تر پېښوروه جوړه شوې وه، د شاه کوټ پۀ اړه به يادونه پۀ خپل وار سره راتلونکي مخونو کې وشي، خو زۀ به په لنډه توګه دومره ووايم چې د چکنور تر څنګ د شاه کوټ پۀ نوم ځاى د اېمل خان چې کله اېمل شاه شو، نودلته يې کور يا ځاى ناستى و، لکه څرنګه چې سيال صاحب ليکي،
“چې پۀ چکنور کې هم اوسېدلى دى او د چکنور يوه برخه زمکه د کوکوزو وه.”
ما وړاندې هم يادونه وکړه چې دغه خلک يو خلک دي، نو د چکنور سره ختيځ لورې ته د شاه کوټ نه دا صفا معلومېږي چې د اېمل خان د اېمل شاه کېدو نه وروسته دا ځاى د شاه کوټ پۀ نوم نومولى، د سيند پۀ سويل خوا کې چې د اوسني هزارناو او پخواني امان کوټ زمکه ده نودا دایمل خان اودورونو،اوتربرونو یې ده چې پۀ دا وروستیوکې د ایمل خان پۀ اولاده کې د محمدنبي جان پۀ نوم یو مخور شخص تیر شوی دی.
زمونږ موخه دا ده چې اېمل خان پۀ امان کوټ اوسني هزارناو او پۀ چکنور او شاه کوټ کې هم اوسېدۀ او دا ځايونه د دۀ پلرني وو. پۀ هزار ناو د خېبر لويه لار ده او پۀ چکنور د سيند پۀ قطب خوا کې د مومندو خاپښ، ګنداب، او کړپه لويه لار وه او هم ده او دغه ټول خلک “بر” يا د “غرۀ” مومند يادېږي.
حوالې
۱. کابل مجله، د محمد ګلاب ننګرهاري ليکنه.
۲. اېمل خان، ميرا جان سيال، ١٠ مخ.
۳. همدغه اثر = ١٠، ١١ مخونه.
۴. منتخب اللباب، خافي خان.
۵. ماثرالامرا، شاهنواز خان، لومړى ټوک
، ٢٧٤مخ.
۶. اېمل خان، ميرا جان سيال، ٩ مخ

د محمد حسین مومند ليکنه
د خپريدو نېټه
۲۰ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

7 Comments

Add a Comment
  1. Mojiburahman Momand

    د ستاسو (سفیه حلیم) او ښاغلی مراد لایق څخه یوه نړی مننه چی د ایمل خان مو مند بابا د خاوری په اړه مو لیدونکو ته ډیر په زړه پوری او ریښتینی معلومات برابر کړي دی زما په نظر هر هغه څه مو چی لیکلی حقیقت دی، ځکه چی زه پخپله هم د همدغی سیمی یم هر څه مو چی لیکلی هغه ټولی سیمی شته دی او ښه ډیر اوسیدونکي لري د بابا هم ښه ډیر لمسیان دی چی اوس الحمدالله خیلونه تری جوړشوی دی، مخکی می هم د ایمل خان مومند بابا په اړه لوستلی وو خو دا ځل می ډیر ښه حقیقت لیکلی ولوست ډیرخوشحاله شوم . سرلړی او کامیابه اوسی

  2. دایمل خان باباپه اړه موچې وړاندې کومه لیکنه کړې وه نو هغه مې هم لوستې وه خو زما په فکر دومره معیاری او مستنده نه وه
    او داځل مو چې ددې ستر شخصیت (ایمل خان بابا(لیکنه ولوسته نو واقعی چې دزړه نه حوښ شوم…ځکه چې ددې لیکنې بنیاد په حقایقو او کره شواهدو ولاړ دی…او ښاغلی مرادلایق ته دلوي خدای څخه ډیر عمر غواړم چی په ایمل خان بابا یی څیړنیزه لیکنه کړی او په ایمل خان بابا تحقیقی او تنقیدی جایزه نومی کتاب کی خپره او چاپ شویده
    مننه
    مسلم غزګیوال

  3. دمعلومات نه دی یو دنیا مننه

  4. Ikramullah Bashir

    ډیره زیاته مننه صفیه حلیم صاحب د زړه پوری معلوماتونه مو خورجانی زه د څیړنی اصولو په اړه معلوماتو ته ضرورت لرم تاسو ته بهتره معلومه ده چی د څیړنی ۹ مرحلی دی خو ماته جدا جدا به هره مرحله باندی معلومات پکار دی ستاسو د لطف نه نړی مننه

    1. نورو لیکوالانو ته خواست دی چې که د څېړنې په باره کې معلومات لري نو را و دې لېږي. په هند کې استاد عبد الخالق رشید نه هیله کوو. مننه

      1. د ایمل خان بابا کتاب کوم چی مراد لایق صیب لیکلې که صافټ فارم کی وې ډیر ضرور پکار دې

  5. Faridullah Noori

    ډیره مننه له تاسو ښاعلېو ځخه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *