بورژوا او پرولتاری

د پخوانۍ فرانسوي ژبې “بورژوا” د ښار اوسیدونکی مانا ورکوي. په ۱۸ پېړۍ کې د صنعتي انقلاب سره په ټولې نړۍ کې لوی زمکه وال چې سرمایه ورسره وه، د کارخانو خاوندان شول. دوی به مزدورانو ته د کار مزدوري لږه ورکوله او زیاته سرمایه به يې پخپله ساتله. د انقلاب په وخت فرانسویانو د […]

شېلا باغ

په پښتو کې “شېلا” هغه ځای وي چې له غرونو اوبه پکې راتوی او ډنډ شي. په کندهار کې ورته ” لاښ یا لاښه” وایی. په بلوچستان کې ۱۸۷۹م کې د ریل ( اورګاډي) پاټلۍ د غځولو کار پېل شو. د دوي هدف د کندهار د لارې تر ترکمانستان د روس د امکاني حملې مخه […]

پیپل

د پیښور ښار “پیپل منډۍ” کې اوس هم د یو څو دکانونو او کورونو سره جوخت د پیپل د ونو څانګې ښکاري. د دې لویو ونو په سیوري کې د اوړي په غرمه مسافرو دمه کوله. ماښام به پکې د مارغانو شور و. پیپل د هندوستان ملي ونه ده او د دیني ارزښت له کبله […]

یو ځانګړی مجسمه

د نیویارک په یو نندارتون، ” صادق ګیلري” کې د بسالټ (بازالت) د تیږې یوه مجسمه هم ایښې ده. د بودا دغه مجسمه ۲۰۰میلادي کې جوړه، د پارس (ایران) د هخامیني شاهانو او د اسوریه د ګیلګامش د نقشونه لري. په غوږونو يې لوی والۍ، په لاسونو کړی او لباس يې د ملغلرو لړۍ دي. […]

تاتار

په ۱۹۱۷م کې د روسي انقلاب په وخت لویدیځ کې د وولګا سیند پرغاړه میشت تاتار وګړو هم خپلواکي اعلان کړه چې نیم په نیمه مسلمانان او زاړه پال مسیحیان وو. د تاتار قام تاریخ شا و خوا ۲۵۰۰ کاله پخوا، د منګولیا (مغلستان) د ګوبي صحرا له شمال ختیځ پېل کېږي. هلته میشت، د […]

د افغانستان جهاد

په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د روس له ملاتړه برخمن د افغانستان حکومت او د دوی مخالفانو ترمنځ پېل شوې جګړه شا وخوا ۲۰ کاله روانه وه. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ټولې نړۍ ځوانانو د ټولنیز انصاف او د خپلو حکومتونو خلاف غونډې او مظاهرې کولې. افغانستان کې هم دغسې ځوانانو د شاهي نظام په […]

د غزني جام

د ۱۳ پېړۍ دغه فیروزی جام (جګ) له بامیانو وموندل شو چې یو لاسکی ( لاستی) لري. د ګچ (مهین خټې) څخه جوړ په دغه جام د کولال په لاس ښکلی نقاشي شوی ده. د دې لاستی ساده، پر غاړکۍ يې قراني آیتونه او په خېټه تاو راتاو څانګې نقش دي. په ښکاره دغه نقشونه […]

هیلو

په میلینونو انسانان هره ورځ خپلې ټیلیفوني خبرې په “هیلو” پېل کوي. د یورپ دغه ټکی د نړۍ هرې ژبې کې هم یوه مانا ورکوي چې د پښتو ” ښې چارې” یا هرکله کیدایشي. ځینې خلک له ځانه دا وایی چې د ټیلیفون د موجد “الیګزانډر ګراهم بیل” د میرمنې نوم “هیلو” و نو ځکه […]

زمرد

په نړۍ کې څلور قیمتي کاڼي الماس- نیلم، یاقوت( لعل) او زمرد دي. تر ۱۸ پېړۍ، دا په دې ټولو کې ګران بیه کاڼی و ځکه د ۲۰ الماس ( ډایمنډ) په بدل کې به یو زمرد کیدو. دا د خوشبختۍ سمبول او د باچاهانو په تاج کې به خښ و. یو وخت داسې عقیده […]

ګوجر

د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و. […]