Monthly Archives: August 2018

د سلیمان غرونه

30 August, 2018
د سلیمان غرونه

د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي. دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري.…

Read more »

د کیرالې قتل

26 August, 2018
د کیرالې قتل

په ۲۰ اپریل ۱۹۷۹ م د کونړ ولایت د کیرالې کلي ۱۲۶۰ بې وسلې کسان د ملي پوځ له خوا ووژل شول. کیراله (کي+راله) چې ځینې خلک يې اوس “کرهاله” او “کیرهاله” لیکي، د هندوکش په لمنه کې د کونړ سیند د یوې څانګې په اوبو خړوبېږي. دغه کلي نه یوه پخوانۍ لاره د “رغنۍ”…

Read more »

رام تخت

18 August, 2018
رام تخت

په هند کې د امرنات غار نه وروسته د سوات د ایلم غر تر ټولو لوړه څوکه رام تخت د برهمني دین یو سپېڅلې ځای ګڼلې شي. د زمکې نه ۹۲۰۰ فټ لوړ دغه غر د “جوګیانو سر” په نوم هم مشهور دی. هندوان باور لري چې د دوی سپیڅلې مشر رام چندر جي ۳…

Read more »

د هرات شیشه

14 August, 2018
د هرات شیشه

له ۲۰۰۴ م راهیسې زه د هرات د نیلا شیشې ګیلاسونه، لوی کاسې، ګلدان، فیروزي چیني دان او شیردان، وړې پیالې او دغسې نور توکي اخلم او ملګرو ته يې ډالۍ کووم. دغه لوښی چې پکې بوړبوړکۍ ښکاري، ځانګړې وي. شیشه د تیږې د زمانې انسان هم پیژندله ځکه دا د اورشیندي غرونو په لمنو…

Read more »

چیلم

10 August, 2018
چیلم

د پښتنو حجرې د چیلم نه بغیر نیمګړې وي. د چیلم توری د هندي نه نورو ژبو ته کډه وکړه. په اصل کې خو چیلم د چرسو لپاره کارول کېدو. سادهوانو او لغړو به د نیچې (نچې) په یوه ټوټه په سکاره ایښي د بنګو دانې یا د چرس لوګی به خلې ته (کش) راښکلو.…

Read more »

د نارنجي جنګ

6 August, 2018
د نارنجي جنګ

په مې ۱۸۵۷ م کې د هند د میرټ په چاوڼۍ کې د هندي عسکرو بغاوت انګریزانو له خوا د “غدر”(میوټني) په نوم یادېږي. هغه محال برطانیې په نوښار او مردان کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې وې خو د پښتنو سیمې لا هم د دوی په کنټرول کې نه وې. که افغانستان غوښتلې نو په…

Read more »

یو-۲

2 August, 2018
یو-۲

د روس او امریکه ترمنځ ” سړه جګړه” (کولډ وار) د بده بیرې نه پېل شوه. په ۱۹۴۹ م کې شوروي اتحاد (روس) د پاکستان لومړي وزیراعظم لیاقت علی خان ته بلنه ورواستوله. امریکه دا نه غوښتل او دی يې مجبور کړو چې بل کال د مې په میاشت کې امریکه ته لاړ شي. هلته…

Read more »