Category: قلم

دا ويبپاڼه د معلوماتو لپاره ده. د تاريخ ځينې حقايق د بيلا بيلو کتابونو او سرچينو نه اخستل شوي دي. ممکن يوه تيروتنه پکې وي. که داسې وي راته په گوته کولې شئ. مننه

د کتابونو هدیره

ما په ۱۸ پېړۍ فارسی کې په لاس لیکلې یوه مسوده “خواص حزب البحر” لټوله چې محمد ثناءالله پانی پتي په ډیلي کې کښلې وه. دا د ” د مغرب (شمالي افریقه) یو صوفي ابوالحسن شاهدلي” په ۱۳ پېړۍ کې ” د وظیفو (دعاګانو) پټ مطلب (مانا) تشریح او تبصره وه. زه خبر وم چې […]

د کوچیانو کرېز

د ۱۹ میلادي پېړۍ په نیمایی کې شاه شجاع د انګریز په ملاتړ د کابل پر تخت بیا کیناستو. د برطانیې پوځي او ملکي استاځي به د خیبر، بولان او د ټوچي په درو کابل ته ورتلل. الیګزاندړ برنز هم دغسې په یو سفر ډېره اسماعيل خان کې د کوچيانو ننداره وکړه او د دوی […]

د آنند رام مخلص تاریخ

په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو د هند نه لوی شمیر کتابونه برطانیې ته یوړل. په تیرو ۲۰۰ کالو کې دغه په لاس لیکل شوي اسناد، انځورونه او لیکونه د ګوتو په شمېرڅو څېړونکو لیدلي او ګټه يې ترې اخستې وه. اوس په برټش لایبرېري کې پروت “ډېلي پرشین کلکشن” د ډیجیټل کیدو نه وروسته د […]

سېفو

د لرغونې یونان شاعره سېفو د ښځې د مینې مخ کښ ګڼل کېږي. په ۳ او ۴ ف م کې یونان او مصر کې د “سېفو” شعرته به ځوانان لیواله و. سېفو د “لیزبوس” جزیرې “مایټیلین” ښاریه کې د ۶۳۰ ق م شا و خوا یوې شته منې کورنۍ کې زیږېدلې او د ۷ کالو […]

د بدلون کتاب

د چین تر ټولو پخوانی کتاب چې پکې د ۲۵۰۰ کلونو نه زیاتې مودې تاریخ او تبصرې لیکلي دي، “آی چینګ” یا “آی جینګ” نومېږي. دا کتاب د ۱۰۰۰ او ۷۵۰ ق م ترمنځ د چین په لوېدیځ کې د “ژو” سلطنت د مذهبي چارو رهنما و. د ۵۰۰ ق م نه تر ۲۰۰ ق […]

ابجد

تاسو به په ځینو پخوانیوپاڼو د ۷۸۶ شمېره لیدلې وي. دا د بسم الله الرحمن الرحیم سمبول دی. د تورو ارزښت یا قیمت په شمېره کې معلوموي چې ” ابجد” نومېږي. ابجد (ا- ب- ج- د) د پخوانۍ عربي (تازي) ژبې لومړي څلورټکي دی او دا نوم اوس د ” الف ب ” لپاره هم […]

ايلياډ+ اوډيسی

د یونان په “خیوس” نومې ټاپو کې د یوې تیږې په اړه روایت دی چې درې زره کاله پخوا نابینا شاعر “هومر” به ورباندې کیناستو. د ده په لاس کې ” لایره ” (بربط) ساز او د “ایلیاډ” داستانونه يې زمزمه کول. هومر په ۸۵۰ ق م کې ژوندی و او د آیونیا څو جزیرې […]

بیت الحکمت

په د ۸ میلادي پېړۍ په وروستیو کې عرب کوماندان د بازنطیني سلطنت سره د روغې یو شرط دا کیښودو چې د بطلیموس نامتو کتاب” المجیسټ” ورته وسپاري. د ۲ میلادي پېړۍ دغه کتاب د ستورو او سیارو په اړه و. د امیه خلافت مرکز دمشق و چې “بیت الحکمت” کتابتون يې لرلو. په ۷۶۲ […]

زند اویستا

اویستا د ذردشتي دین سپېڅلې صحیفې او ذند د هغې تشریح او تفسیر دی. د زردشت د تعلیماتو ذکر د یونان هېروډوټس نه وړاندې د لیډیا( ترکي) “ژانشس” نومې لیکوال په ۵ ق م پېړۍ کې کړې و. هغه وخت د پارس واکمن بې دینه وو خو د یونان په سیالۍ کې د ذردشت صحیفې […]

د میراث عملیات

د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو […]