Month: December 2013

کال څه وي؟

په پښتو کې د ” کال” تورې د سانسکرت ژبې نه راپاتې دی چې وخت، زمانې يا يوې دورې ته وايي. د نړۍ په هرې ژبې کې د کال لپاره خپل توري او زيات د زمانې او د وخت مانا ورکوي. د زمکې کره د لمر چاپېره تاوېږي او د فلکياتو علم وايي چې يو […]

د صفيه حليم نوې کتاب

د هندوستان پښتانه – روهيلکهنډ – د کتابونو د لړۍ پينځمه برخه ده چې په هند کې د پښتنو په اړه څېړنې شوي دي. د هند تر ټولو لوې ايالت اتر پردېش ( يو- پي ) کې د روهيله پښتنو د ژوند، د دوي د پرمختگ او د مغل سلطنت په ټينگولو او ماتولو کې […]

د کرسمس نمانځنې څنگه پېل شوې؟

په ټولې نړۍ کې مسيحيان د دسمبر په ۲۵ يا د جنوري په ۶ نېټه د حضرت عيسا علېه السلام د زيږېدو ورځ نمانځي چې په انگرېزي کې ورته کرسمس وايي. د ميلادي جنتري ( کلېنډر) د عيسا (ع) د ژوند نه پېل شو خو د هغه د زيږېدو ورځ او مياشت چا ته نه […]

لومړې کاغذ

په ۱۸۷۲ م کې د مصر انجينير حسن رجب يو لرغونې بوټې د فرانسې نه راوړو چې پخپل هيواد کې يې وکري. هغه ځنگلي بوټې په اصل کې د مصر و خو هلته د زرگونو کالو په موده کې په بې درېغه پرېکولو تر نولسمې پېړۍ الونيا شو. دا بوټې “پپايرس” نومېږي چې د شپږ […]

روپ متي او باز بهادر

په څوارلسمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان د غور د واکمنو يو مهم مرکز د هند ” مالوه” سيمه وه. دلاور خان په مالوه کې د غوريانو له خوا حاکم ټاکل شوې و او په ۱۳۹۲ م کې يې د ډېلي نه خپلواکي واخيسته. خو تر لسو کالو هغه شاهي نشان او تاج او تخت […]

چوري يا ماليده

د صفرې اسلامي مياشت په پښتونخوا کې ” د چوري مياشت” نومېږي. څو کاله پخوا هم د دې مياشتې په لومړۍ چارشنبې ښځو د غنمو کلکې پتيرې به له تنور راوويستې او په يو کټ يا پر زمکه هوار شوي پوزي او يا څادر به يې ماتې کړې. د کور جينکو يا گاونډېان به يې […]

آې خانم

د شلمې پېړۍ په نيماي کې د افغانستان شمال کې د فرانسوي لرغون پوهانو يوې ډلې د ځاي خلکو له خلې د ” آې خانم” نوم واوريدو. په ۱۹۶۴ م کال دوي د امو او د کوکچې سيندونو ترمنځ په درې گوټيزه مېدان کې د يو پخواني ښارنښې رابرسېره کړې او د کيندنو کار پېل […]

د يوسف خان نه تر دليپ کمار

د ۱۹۲۲ م د دسمبر په ۱۱ نېټه د پېښور په کيسه خانۍ کې د خداداد محلت د مېوو يو تاجر سرور خان پينځم ماشوم وزيږېدو چې يوسف خان ونومول شو. د سرور خان مشره لور سکينه، مشر زوی نور محمد، ورپسې ايوب او بيا يوه لور شوې وه چې ماشومه مړه وه. د سرور […]

د امنيت شورا

د ملگرو ملتونو يوه مهمه برخه د امنيت شورا ده چې په انگرېزي کې ” سيکيورټي کونسل ” نومېږي. دا د ملګرو ملتونو لومړنى او اساسي رکن دى چې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او ټېنګولو دنده ور ترغاړې ده. د امنيت شورا ته دغه ماموریت هغوو سترو هېوادونو ورسپارلی چې له دويمې […]

فردوسي او د هغه شاهنامه

په ۱۰۲۰ م کال د خراسان د طوس يو بې وزله شاعر فردوسي مړ شو خو د کلي ملا وويل چې د هغه مړی به د کلي په هديره کې خاورو ته نه سپاري. تر اوسه هيڅوک خبر نه دي چې د فردوسي خپل نوم څه و. دی د ابوالقاسم په نوم پيژندل کيدو. خراسان […]