Category: کلچر

باهو

باهو مې وو په لاس مې نه کړل اوس به د یار کلي ته ځم تش مړوندونه باهو- باوو او وښي (بایشئی) د یو لوی بنګري نوم دی چې د کوچیانو میرمنو یو یا دواړو لاسونو لپاره جوړیده. یوه ټپه داسې ده چې … د محبوبې بایشئی رغیږي ټول زرگران يې پہ بیګار نیولی دینہ […]

رخچین او بنارسي

بخمل، رخچین، کینخاب او بوسکي د ټوکر(کپړی) نومونه وو چې خپل ماشومتوب کی می ډېر اوریدل. رخچین- د چین رخت یا ټوکر چې یو وخت ښځو به پرې سر پټاو. دا یو نیم میټر اوږد او یو میټر پلنه د مهین وریښم لوپټه وه. یواځې شته منو ښځو به اخستی شوه. وروسته د فرانسی شیفون […]

ساندې او ویر

پښتو متل دی چې “واده په ډول ښه ښکاري او مړی په ژړا.” ښایی په واده کې د ډول غږونکو (ډمانو) او په مړي کې د “ساندو او ویر” اړټیا وه. د پښتنو په بیلا بیلو سیمو کې د مړي د خښولو نه وړاندې د ښځو ویر ضرور و چې ساندې، کوکې، نارې،….نومېږي. د مړي […]

پېزوان

د سرو یا سپینو زرو هغه ګول کړۍ (حلقه) چې د دواړو سپیږمو په منځ کې يې اچوو، پیزوان” نومېږي. پېزوان د هند او افریقه په قبایلي ټولنو کې هم رواج دی. پښتنو ښځو د پوزې لپاره څلور ډوله ګاڼه لرله. میخکی، د سرو زرو وړوکې او نازک مېخ چې د سپیږمو یو یا بل […]

اوګۍ- اوږۍ

اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي. په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او […]

چینجو

دا لوبه په هره سیمه کې خپل نوم لری، لکه چیندرو، سټاپو، کیړی او په انګریزي کې “هاپ سکاچ”. د کوڅې دا لوبه به زیات وخت جینکو او لږ تر لږ دوه لوبغاړي او زیات نه زیات ټول محلت به پکې ورګډ و. کوز ماسپښین یا ماځیګر د لوبې لپاره ښه وخت و او کله […]

د پیښور سینما

د ۱۹ میلادي پېړۍ په پای کې په یورپ کې د عکاسي سره، خوځنده فلم هم وده وکړه. په هند کې لومړي خاموش فلمونه به د برطانوي پوځیانو لپاره راوړل کیده چې په یو ځانګړي کوټه کې يې ننداره کېده. په ۱۹۲۰ م کې په پیښورچاوڼۍ کې لومړۍ سینما جوړه شوه چې انګریز او هندي […]

چیلم

د پښتنو حجرې د چیلم نه بغیر نیمګړې وي. د چیلم توری د هندي نه نورو ژبو ته کډه وکړه. په اصل کې خو چیلم د چرسو لپاره کارول کېدو. سادهوانو او لغړو به د نیچې (نچې) په یوه ټوټه په سکاره ایښي د بنګو دانې یا د چرس لوګی به خلې ته (کش) راښکلو. […]

شلغاتي

د ماشومانو هغه لوبه چې په زمکه، ونه دېوال یا تیږو کرښې راښکل وي. ځینې خلک د “شلغاتې-ټوپڼۍ” نوم یو ځای د دغې لوبې لپاره کاروي. خو “ټوپڼۍ” د لمدې خټې نه جوړیده چې ماشوم به په زوره زمکې ته ویشتله او سوری به پکې وشو. د شلغاتو لپاره د سکارو یوه ټوټه، د چونې […]

مېچن

هغه لور چي د بانډې وي، نه پوهيږي په خبره، وي جاهله سخا خيرنه، چيته غټه سر ببره، بې ادبه، بې نمكه، د مېچن او د غوجلې، نه خوله وره ساده ګوټې، د جارو او د خزلې سمندرخان سمندر په دغه شعر کې د داسې جینې تعریف کړې دی چې د ورځې په کارونو کې […]