ایمپایر- سلطنت


دا د لاطیني ” امپیریم یا ایمپراری” نه راوتلی ټکی چې مفهوم يې راګیر یا راټولول کېږي.
د انساني ژوند پېل د یو کور څخه وشو چې بیا د اولاد لپاره کورونه بېل شول. په عربي کې یو ځای لسو کورونو ته “معاشره” (عشره) د پښتو “ټولنه” ویل. له څو ټولنو به کلی، قصبه، ښاريه او د څو کلیو څخه ښارونه جوړیدل. د هر کور یا د کلي مشر د نورو مشرانو سره به د ژوند ژواک ارام لارې لټولې. کله به یو مشر زوره ور شو نو هغه به زیاته زمکه او وسایل د نورو نه واخیستل. د انساني حرص حد معلوم نه وي او کله کله یو مشر ( باچا) به د نورو سیمو شته مني یا زمکو ته سترګې سرې کړې. خپل پوځ به يې پیاوړی کړو او په یوه او بله بانه به يې د مرګ ژوبلې نه وروسته برلاسی شو. دا د ” ایمپایر” یا د سلطنت پېل و چې “سټي سټیټ” یا ښاري ملکونه بلل کیده. یو وخت کابل، بلخ، هرات، کندهار او پیښور هم دغسې ” ښاري ریاستونه وو.
د نړۍ تر ټولو لومړی معلوم ایمپراتوري د ” اکادیان” وه. شا و خوا دوه نیم زره کاله پخوا د میسوپوټیمیا په څو ښارونو لکه ارک- بابل- سومیر کې خپلې باچاهۍ وې. په ۲۳۳۰ ق م کې د “عکاد” باچا ” سرګون” دومره زور وموندلو چې ټوله جنوبي میسوپوټیمیا يې ونیوله او سلطنت يې ۱۰۰۰ کاله پاتې و.
په عربی کې سلطنت او فارسي کې شهنشایت به هغه پراخه سیمه وه چې یو باچا، سلطان یا شاهنشاه ورباندې واکمن و. په پښتو کې اوس د سلطنت په ځای لیکوالان د ” ایمپراتور او ایمپراتورۍ” نومونه کاروي.
په لرغونی تاریخ کې د روم، پارس او چین شاهۍ ( ایمپراتورۍ) مشهورې وې.
د نړۍ کې تر ټولو لویه ایمپراتوري، د برطانیې مستمرو کې جوړه وه چې په ۱۹۱۳م کې د نړۍ د نفوسو ۲۳ في صد (۴۱۲ میلینه خلک ) پکې اوسیدل. په ۱۹۲۰م کې د زمکې په کره ۱۳ اعشاریه ۷۱ میلین مربع میل خاوره د برطانیې په لاس کې وه چې د نړۍ څلورمه برخه زمکه کېږي. د عربانو امیه او عباسي خلافت هم د ایشیا او افریقا لویه خاوره نیولی وه چې بیا د ترکانو عثماني خلافت يې ځای ونیولو.
د ایمپراتورۍ د ختمیدو لوی سبب اقتصادي وي. کله چې باچا د خپل سلطنت لیرې پرتوسیمو ته نشو ورتلای نو د سیمې حاکمانو به ترې بغاوت وکړو. د دې مخ نیوي لپاره د سلطنت ټوله سرمایه به په پوځي ځواک ولګیده. د باچا خزانه به تشه شوه نو د حکومت توان به ورسره پاتې نشو.
اوس په یویشتمې پېړۍ کې امریکا او روس لویه زمکه په لاس کې لري نو یو سلطنت يې ګڼلې شو. د روس په فیډریشن کې ۱۴ ملکونه شامل دي چې په نړۍ کې تر ټولو لویه خاوره يې په لاس کې ده. خو په ایمپراتورۍ او فیډریشن کې توپیر وي. په فیډریشن کې شامل ملکونه په خپل خوښه یو ځای شوی وي.
د نړۍ لویو فاتحینو لکه اسکندر- کوریش او کنشکا غوښتل چې ټوله نړۍ د خپل تسلط لاندې راولي خو د هیچا ارمان پوره نشو. هر سلطنت او شاهي یوه ورځ ختمېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *