ست او سده


یوې بودایی ملګری راته ویل چې د ټرین په یو سفر کې هغې د خپلې کورنۍ ډوډۍ غوټه نشوه پرانستې. مخامخ ورته ښځه خاوند ناست وو او ډوډۍ دومره نه وه چې هغوی ته يې “دانا” کړی وای. دا په یواځې خوړلو شرمیده نو سفر يې نهر تېر کړو. ما ته د پښتو “ست” رایاد شو.
د ست ټکی چې په اشنغر کې ورته “سده” وایی، میلمانه د واده ډوډۍ ته رابلل وي. د دې ریښې سانسکرت ‌ژبې ته غځېږي. هلته اصل توری “اد” دی چې مانا يې خوړل (ایټ) کېږي. له هغې څخه دا “سد” شو چې د هند په نورو ‌ژبو کې هم شته او مانا ډوډۍ ته کیناستل (سیټ) وي. په یوناني ژبې کې خوړلو ته “ایډو” او د ناستي ځای ته ایډوس وایی. دا په لاطیني کې “سیډیر” شو چې مانا يې سیټ (چوکۍ یا کرسي) وي.
د پښتنو ست خپل شرایط لري او د ست منل یا نه منل یو نازک مرحله وي. متل دی چې، ” یو په ست ښه ښکاري او بل په نا” یعني ضرورنه ده چې د ست جواب مثبت ورکړی شي. د دسترخوان هم خپل ادب وي او که څوک د کوربه له “ست” څخه وړاندې په خوراک شروع وکړي نو پښتانه يې بد ګڼي. وایی “فلانی بې سته او بې ادبه ډوډۍ ته لاس اچوي. ” یا څوک مشر ورته په قهر شي چې “ست مت نه غواړې؟”
پښتانه که د خوراک نه وړاندې مخامخ ناست کس ته ست ونکړي نو ورته “هندو” وایی. خو دا هم یوه مبالغه ده ځکه ست د ایشیا د کلچریوه برخه ده. ست یواځې د ډوډۍ نه شي کیدای او د واده ست- میلمستیا ست- د ګډا ست- د ماشوم د نوم ټاکلو ست- د ناوې مخ کتلو ست- او داسې بې شمیره ستونه دي چې پښتانه پرې په خوشالۍ کې غم جوړولی شی.
یوه ښځه د خپلې سکه خور نه په دې خفه وه چې هغه زرګر ته د انږور لپاره کالو(ګاڼو) له تله او دې ته يې “ست قدر” له ونکړو. لنډه دا چې ست نه کول معمولي خبره مه ګڼۍ.
صفیه حلیم

1 Comment

Add a Comment
  1. د پښتو متل دی چې بې سته خلق خپل کور هم ډوډی نه خوري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *