مملوک سلطنت له ۱۲۵۰م تر ۱۵۱۷م د مصر، شام او بیا په هند کې د غلامانو (مرئیانو) اسلامي حکومت ” مملوک” په نوم شهرت لري. په عربي کې مملوک د یو کس غلام، وینځه یا څاروي ته به يې ویل. مانا هغه څه چې د ده ملکیت و. وروسته دا نوم پوځی مریي لپاره کاریدو. د اسلامي […]
کټ کټکی د ژمي بارانونه او د چوټۍ ورځ به د ماشومانو لپاره یو عذاب و. بهر به اوبو او خټې وې او مونږ ته د کوټې نه د وتلو اجازه نه وه. په داسې وخت کې به مو څو لوبې کولې چې یوه پکې ” منجه پیړي” یعني د ” کټ کټکی” لوبه وه. د مور […]
جوج ماجوج په عبراني ژبې کې ګوګ او مګوګ…د عربي یاجوج او ماجوج… کله د یو انسان، کله سیمې او کله د قام لپاره کارول شوی نومونه دي. په تورات کې زکر دی چې د “ګوګ” په نوم یو کس د “مګوګ” اوسیدونکی و. په زاړه انجیل کې ماجوج د نوح پیغمبر نمسی و خو هلته د […]
زما ژوند او ژوندون(۱۹) د بلوچستان په مچ جیل کې عبد الصمد خان سره نور په سوونو مجرمان بند وو. دی يې په تفصیل د دوی حال لیکي چې د بلوچستان د بیلا بیلو سیمو څخه او د بند موده يې زیاته وه. دی لیکي چې په بلوچستان کې پخوا لوی جیل نه و نو د هند لیرې ځایونو […]
کابلي دروازه د ۱۹۲۰م په دې تصویر کې د پیښور د زاړه ښار په لویدیځ کې جوړه کابلي دروازه ښکاري. په نولسمې پېړۍ کې د پیښور په حفاظتي دیوال کې شپاړس دروازې جوړې وې. د ځینو نومونه د خپل سمت (اړخ) له کبله ټاکل شوي وو لکه لاهوري دروازه ختیځ ته، اشنغرۍ دروازه شمال ته او کابلي […]
ایمپایر- سلطنت دا د لاطیني ” امپیریم یا ایمپراری” نه راوتلی ټکی چې مفهوم يې راګیر یا راټولول کېږي. د انساني ژوند پېل د یو کور څخه وشو چې بیا د اولاد لپاره کورونه بېل شول. په عربي کې یو ځای لسو کورونو ته “معاشره” (عشره) د پښتو “ټولنه” ویل. له څو ټولنو به کلی، قصبه، ښاريه […]
ازغکی دا یو وخت د پښتونخوا په سپیرو دشتو کې وحشي خړ رنګ بوټی و چې ازغي به يې د بادونو سره والوتل. د دې وړې پاڼې او ګلابي یا کاسني ګلونه په سپرلي کې دشتو کې خونده وره ننداره وي. د پیښور په حکیمي داروګانو کې به يې ورته ” خراسان ازغی” ویل. په قبایلو […]
سفرنامه حج دا کتاب د بهوپال نوابې سکندربیګم د حج د سفر داستان دی. د هندوستان یو مسلمان باچا هم د بغاوت له ویرې، په خپل دور حکومت کې حج نه دی کړی. سکندر بیګم لومړۍ حاکمه وه چې په بېړۍ کې جدې او بیا مکې ته ورغله، حج يې وکړو او بیرته راغله. په نولسمې پېړۍ […]