
د مسلمانانو سپیڅلی جومات، کعبه په یو تورغلاف پټ وي چې په عربي کې ورته کسوه (کیسوه) وایی.
خانه کعبه د میلاد څخه شا و خوا دوه پېړۍ وړاندې، پیغمبر حضرت ابراهیم علیه السلام جوړه کړه. معلومه نه ده چې څه وخت ورباندې د وړۍ یا څرمنې د پوښ غوړلو دود پېل شو. په پینځمې پېړۍ کې د یمن “جورهوم” قبیلې مشر، تباع الحمیري، په کعبې یو پریړ ټوکر”خسف” وغوړاو. له دې وروسته درې ځلې د یمن نه ورته دغسې پوښونه د ډالۍ په توګه وړل کیده چې “معافر” ددې په لرغونی ښار کې جوړ و. “رابطه” نرم او نازک او”وسایل” د سور او تورې وړۍ نه اوبدل شوی، پټه دار ټوکر و. وروسته، د مکې قبایلو، د قریش په مشرۍ د کعبې د غلاف لپاره پېسې ورکولې چې یو ځل دا د څرمنې څادر په وړو ټوټو ګنډلې و. په ۶۳۰م کې د حضرت محمد (ص) ځواک مکه فتح کړه نو په کعبه د پخواني غلافونو ټوټې لا پاتې وې. هغه په خپل لاس ورباندې یمني “کسوه” هم وغوړوله.
کله چې عربانو مصر ونیولو نو د هغه ځای د مشهور کتان (کاټن) جوړ غلاف، چې د قاهرې کوپټیک (القبطية) مسیحیانو ورباندې رنګین ګلونه ګنډلي وو، په کعبه وغوړول شوه. هلته پخواني غلافونه هم دغسې پاتې وو نو مسلمانانو شکایت وکړو چې دا د کفارو یادګار او ناپاک وو. امیر معاویه له دمشق څخه دوه غلافونه چې یوه د وریښمو او بله پټې دار وړۍ نه جوړ وو، واستول او پخواني يې لیرې کړل. بیا هر کال د حج نه درې میاشتې وړاندې، د معاویه دغه دوه غلافونه د پخوانیو د پاسه به يې وغوړول. ورو ورو د دومره ډېرو غلافونو له کبله د کعبې د ړنګیدو خطر پیدا شو.
په ۷۷۰ م کې عباسي خلیفه المهدي چې حج له تللی و، امر وکړو چې د نوي غلاف د غوړولو نه وړاندې پخوانۍ دې لیرې کوي. زړه کسوه به عربانو پریکړه او د دې وړې ټوټې به يې په حاجیانو خرڅولی. هغه وخت د کسوه لپاره تور رنګ غوره شو چې د وړۍ نه يې اوبدله ځکه دا به پایدار وه او د عمرې په وخت به يې د کعبې دیوالونو سره پورته وټومبله چې خلک يې د راښکلو کوشش ونکړي.
په ۱۱۸۴م کې په لومړي ځل د مصر څخه کسوه په یو کجاوه کې په اوښ بار، د حاجیانو په بدرګه مکې ته يې یوړه. د مصر ترک خلیفه الصالح ایوبي په وخت د مصر نه علاوه، عراق، سوډان او هند نه هم د کسوه لپاره تار او ټوکر راغوښتل کیدو. یو روایت دی چې د الصلاح ایوبي میرمنې “شجرالدر” په کجاوه کې د کسوه د وړلو په وخت د ډمامو غږولو او د جنډو د رپولو دود پېل کړو. په ۱۵۴۴م کې د مصرعثماني خلیفه دویم سلیم په امر د کعبې دروازې (باب التوبه) او د حجر اسود لپاره هم ستره یا برقع جوړه شول. هغه وخت دا ساده وو خو اوس په دې هم ایتونه ګنډلې وي. تر هغې شته منو عربانو به د غلاف لپاره پېسې ورکولې خو د نولسمې پېړۍ په پېل کې د ترکي عثماني خلافت د دې لپاره په سرکاري خزانې کې یو فنډ وټاکلو او د حج نه وروسته پخوانۍ کسوه به يې بیرته قاهرې ته یوړه.
د ۱۸۱۷م نه تر ۱۹۲۷م پورې ټوکر به د قاهرې ډ “دارالخرونفوش” او “الجمالیه” سیمې ځانګړي کارخانې، دار الکسوه کې کې په کهډۍ ( لاسي څرخو) کې يې اوبدلو او ګنډلو. په ۱۹۲۷م کې حجاز د ترکانو نه بیل شول نو په مصر کې جوړ ټوکر به يې په مکې کې ګنډلو. په ۱۹۶۲م کې د مکې په “اجید” کې د ټوکر د اوبدلو لپاره یو خاص ودانۍ جوړه شوه.
سعودي حکومت هرکال ۶۷۰ کلوګرام خام وریښم له نورو ملکونو اخلي. د وریښمو له تار د چینجو موم لیرې کوي او لږ اندازه يې د آزموینې لپاره رنګوي. د نقریی تار جاج هم اخلي چې ورباندې د سرو زرو جلا (اوبه) ختلی وي. په کارخانه کې لومړی د زمکې له اوبو مالګه وباسي، پکې پوخ رنګ ګډوي، او وریښم پرې رنګوي. له دې تار مشینونو کې ۴۷ برخې ټوکر تیاروي چې یوه ټوټه شا و خوا یو میټر پلن او ۱۴ میټر اوږد وي. د کسوه شا ته د کتان استر په زرغون رنګوي.
هغه پټه (حاشیه) چې “الحزام” نومېږي ۴۷ میټر اوږد او یو میټر پلن وي چې د غلاف د سر نه یو میټر ښکته په ۱۶ برخو جوړوي او څلور برخې يې د کعبې څلورو دېوالونو سره نښتې وي. په حزام د آیتونو انتخاب نه وروسته خطاطان دا په “ثلث” خط په کاغذ لیکي چې په دویمه مرحله کې په سپین او زیړ طبعي رنګونو د وریښمو به پارچو کاپی کوي. دغه ټوټې بیا د لرګي په فریمونو کې د کټان تارونو سره کلک وتړي. ماهر کاریګر، په دغه حزام زرین تار سره ایتونه ګنډي. د حزام په څلورو ګوټونو سوره اخلاص په یوې دایرې کې ګنډي چې درې اړخونه يې الرکن العراقي- الرکن الیماني- الرکن الشامي او څلورم اړخ الرکن الحجراسود نومېږي.
د کعبې، ۶۵۸ مربع میټر غلاف او د دې استر، د اتو نه تر لسو میاشتو کې تیار شي چې اوس ۲۲ میلینه سعودي ریال لګښت پرې کېږي. د دروازې دننه اړخ ته یوه بله پرده هم هر کال نوی جوړوي. د کسوه ټینګولو لپاره د وریښمو مضبوط پړي او پاتې وریښم ورسره په یو خلته کې ساتي چې که په یو موقع دا وشلیده یا سوری پکې پیدا شو نو چې په هغو تارونو دا بیا ورغول شي. له ۱۹۸۷م څخه د شین ( زرغون) وریښمو یوه کسوړه د خانه کعبې د کنجۍ ( کیلي) ساتلو لپاره هم رغوي.
پخوا به کسوه د عرفات په ورځ بدلیده ځکه په هغه ورځ کعبه کې سهار څوک نه وي. خو اوس دا د محرم په لومړۍ نېټه بدلېږي چې بیا ټول کال په کعبه غوړیدلی وي. د باران یا سیلۍ له کبله د دې د شلیدو امکان وي نو څو کسان يې څارنه کوي.
په ۲۰۲۴م کې سعودي حکومت د مکې او مدینې جوماتونو د ساتنې په اداره کې ملازم ښځو ته هم اجازه ورکړه چې په خانه کعبه د کسوه بدلولو په مراسمو کې برخه واخلي. دوی په خپلو لاسونو جوړه کسوه، سړو ته وسپاري او هغوی يې په کعبه وغوړوي. پخوانۍ کسوه په برخو وېشي چې سعودي حکومت خپلو درنو میلمنو ته ډالۍ کوي.
صفیه حلیم
د کعبې شریفې لپاره د سرو زرو، ترۍ (ناوه) د لوی احمد شاه بابا لهخوا، د خپلې امپراتورۍ پر مهال ډالۍ شوي وه. خو وروسته د کعبې ترۍ څو ځله د مختلفو اسلامي امپراتورانو او پاچاهانو لهخوا بدله شوي ده. دا مالومات د میرغلام محمد غبار په تاریخ (افغانستان در مسیر تاریخ) او نورو سرچینو کې لیکل شوي دي.
د یادولو ده چې ستاسو پاڼه په افغانستان کې بنده شوي ده چې له وي پي اېن پرته نه خلاصیږي.
ستاسو د معلوماتو څخه مننه. دا پاڼه په افغانستان کې لیدل کیدایشي. د څو کسانو نه مو پوښتنه وکړه.. ممکن هلته د انټرنیټ څه مشکل وي.