Month: July 2021

نیمبولا او ملا بادر

د سوات د ابوها کلي یوه کیسه ده چې هلته د “چینې” جومات امام ملا بادر (بهادر) د خپل علم لپاره شهرت لرلو. جومات ته به ډېر ماشومان درس لپاره ورتلل او په هغو ورځو کې به جینکو او هلکانو یو ځای سبق ویلو. د کلي د خان لور به هم هره ورځ سبق لپاره […]

عُمَان او عمان

ع د پښتو نه علاوه اردو او فارسي لیکوالان هم په دغو دوو نومونو کې تير ووځي. عُمَان (د پیش سره) سرکاري نوم سلْطنةُ عُمان دی. د عرب بحیرې په جنوب ختیځ کې دا د عربانو تر ټولو پخوانی خپلواکه سلطنت دی. د دې سرحد د متحده عرب امارات، سعودي عرب او یمن سره لګي. […]

دراني

د ۱۹۷۰م په لسیزه کې د بمبۍ په یو وړوکې کوڅه کې یو سپین ږیري به په خپلې وړې هټۍ، مالګه مرچ او نور توکي خرڅول. د چا ګومان هم نه کیدو چې په ۱۹۴۰م کې نامتو سندرغاړو محمد رفیع او ګیتا دت خپلې لومړۍ سندرې د دغه کس سره یو ځای ویلې وې. د […]

غزنی

په ۱۶ پېړۍ کې مغل بابر غزنی ولیدو نو لیکي، “غزنى ډېرخوار اوغريب ځاى دى او زه حیران یم چى کومو باچاهانو، ټول هند او خراسان په لاس کى لرل، د خپل حکومت لپاره داسى بد بخته ځاى غوره کړو.” غزني د کابل او کندهار ترمنځ او په دفاعي توګه د شمال له خوا د […]

صفوی او قزلباش

په ۱۶ پېړۍ کې د ایران شیعه اسلام بنسټ شاه اسمعیل صفوی کیښودو. هغه په نسل “کرد” او په عقیده کې سني (شافعي) و. د ده پوځ “قزلباش” د یو نسل نوم نه دی بلکه سور رنګ لباس له کبله، تربورانو ورته په ملنډو دا نوم ورکړو. د مرکزي ایشیا ترک نژاد قبیلو، په ۱۳ […]

چراغان

دا انځور په ۱۸۶۰م کې پیښور کې د انګریز د جشن په وخت جوړ او د “ایلسټریټډ لندن نیوز” پاڼې کې خپور شو. هغه وخت د برطانوي پوځ سره مسلکي انځورګران مله وو چې د دې پراخ سلطنت لیرې پرتو سیمو د نیولو حال به يې خپلو وطنوالو ته ورکاو. د انځور نه به د […]

لومړی مشن

د پخواني انجیل د څو پاڼو پښتو ژباړه په ۱۸۱۸م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ یو مبلغ “ویلیم کېري” وکړه. ده له هغو کوچیانو پښتو زده کری وه چې هند ته به تجارت لپاره ورتلل. ځینې په بمبۍ او کلکتې کې میشت وو او انګریز به ورته ” پټان” ویل. په ۱۸۴۹م کې صوبه سرحد […]