
د دریو ستوروغونډۍ، چین کې د “سي چوان” صوبې درې زره کاله پخوانیو اثارو لپاره شهرت لري.
په ۱۹۲۷م کې یو شته من کروند ګر خپلو زمکو کې د یوې کندې نه اوبه ویستلې چې د “جېډ” (یشم) څخه جوړ بې شمیره توکي رابرسیره شول. له هغه راهیسې په دې خاوره کې کله نا کله خلکو به لرغوني آثار وموندل چې په شوقیانو به يې خرڅ کړل. په ۱۹۳۱م کې یو مسیحي پادري ورته پام شو او هغه ځایی چارواکو ته خبر ورکړو. د لویدیځ چین د یو پوهنتون لرغون پوهه او زمکپوهه هلته ورغلل او د دې ځایونوعکسونه يې واخیستل. چارواکو یو څو توکي میوزیم ته واستول او په ۱۹۳۴م کې دلته د اثار قدیمه له خوا په لومړیو ساینسي پلټنو لاس پورې شو.
په ۱۹۸۶م کې څو مزدورانو یوه کنده کې د برونزو، سرو زرو او د یشم نه علاوه د عاج (هاتي غاښ) ټوټې هم وموندلې چې په مخ د اچولو برونزو لوی نقابونه (ماسک) وو. دا د چین لرغونی “شوو” سلطنت د توکو سره پرتله شول چې دلته د یو ځانګړی تمدن شتون يې څرګنداو. دا په ۳۱۶ ق م کې د چین سلطنت د حملې نه وړاندې موجود و. د لرغونو توکو د کاربن تحلیل نه څرګنده شوه چې دا میلاد نه ۱۱ او ۱۲ سوه کاله پخوا هلته خښ شوي وو. د چین په لرغونی متنونو کې د هغو باچاهانو نومونه یادېږي چې یو بل سره په جنګونو کې ملګرتیا کوله. له دریم تر پینځم میلادي پېړیو تاریخونه د “شوو” سلطنت ذکر کوي چې د دې لومړی باچا “کېن کونګ” نومیدو او د سترګو ګاټي يې بهر راوتلي وو. د “سانخینګ ډوی” د برونزو ماسکونو کې د یو سترګې بهر ته راوتلی جوړ شوي دي چې ممکن د “کېنکونګ” څېره وه. په کیندنو کې د سترګو په بڼه جوړ نور توکي هم وموندل شول چې ښایی هلته د سترګو عبادت کیدو. د مهي او مارغه د برونزو بې شمیرو مجسمو سره د عاج د ټوټو شتون د لرغون پوهانو لپاره یوه معمه وه. ځینې په سوځیدلي حالت کې د نورو توکو سره خښ شوي وو. د سرو زرو په یوې لوی امساء د مهي او د مارغه نقش جوړ و چې ممکن د باچا یا د لوی راهب لپاره وه. یوه د برونزو سپیڅلی ونه هم په ټوټو کې پرته وه چې د مارغانو او ځناورو نه علاوه یوه اژدها ترې راتاو وه.
په تېرو پنځوسو کالو کې”سانخینګ ډوی” کې شپږ نورې کندې هم رابرسیره شوې چې بې شمیره توکي پکې پراته وو. دا په مستطیل شکل کې جوړې وې او د اثار قدیمه شعبې هلته د کنستون لپاره لوی تختې ځوړندې کړې چې کارکوونکي پکې د خاص لباس کې پوښلي اړولی مخ زمکې نه یو یو توکی په احتیاط راباسي. د کندو حالت ښایی چې دا خلکو د یوې حملې یا آفت له ویرې، جوړ کړل او پکې خپل مذهبي توکي کیښودل. د دوی د پاسه يې خاوره واچوله او بیا يې ورباندې د عاج ټوټې کیښودې. په هغه عقیده کې د دې په مانا لرغون پوهان تر اوسه یواځې اټکل کولې شي.
دغه درې زره کاله پخواني آثار اوس د ” ګوانغان” ښار سره نزدې “سانخینګدوی” میوزیم کې نندارې ته ایښي دي او د یونیسکو نړۍ وال میراث یوه برخه ده.
صفیه حلیم