جوج ماجوج


په عبراني ژبې کې ګوګ او مګوګ…د عربي یاجوج او ماجوج… کله د یو انسان، کله سیمې او کله د قام لپاره کارول شوی نومونه دي.
په تورات کې زکر دی چې د “ګوګ” په نوم یو کس د “مګوګ” اوسیدونکی و. په زاړه انجیل کې ماجوج د نوح پیغمبر نمسی و خو هلته د جوج ذکر نشته. په عیسایت کې ګوګ مګوګ د شیطان ملګري دي چې د الله خلاف به عملیات کوي. د دوی پیدا کیدل به د نړۍ خاتمه وي. ماجوج د اسیریا ” متګوګو” سره تړلی دی چې مانا يې د ګایګ زمکه کېږي، هم دغسې د قران کریم په سورۃ الانبیاء کې هم د دوی ذکر شوی دی چې
حَتّٰٓي اِذَا فُتِحَتْ يَاْجُوْجُ وَمَاْجُوْجُ وَهُمْ مِّنْ كُلِّ حَدَبٍ يَّنْسِلُوْنَ .
ترجمه- ان تر دې چې کله یاجوج او ماجوج پریښودل شي نو دوی به له هرې لوړې ښکته روان وي.”
دا یوه وړاندویېنه (پیشګویی) ده چې کله قیامت راځي نو جوج او ماجوج به پریښودل شي او ټولې دنیا کې به خپاره وي. په دې آیت کې د ” پریښودو” مانا دا چې دوی یو ځای بند دي. د دوی د ختمولو لپاره به یو مسیح نړۍ ته راځي. نو د دې نه وړاندې د ذوالقرنین په کیسه ځان خبرول ضرور دی چې یو عادل باچا و. ده د نړۍ ختیځ او لویدیځ ملکونه فتح کړل او بیا شمال ته لاړو. هلته د دوو غرونو ترمنځ داسې خلک يې ولیدل چې د دوی په ژبه نه پوهیدل. دی خبر شو چې یوه ډله خلک په بلې ډلې حمله کوي، د دوی له زمکو غله، څاروي او انسانان تښتوي. د مظلومو ډلې ذوالقرنېن ته خواست وکړو چې مونږ به ستاسو لپاره پېسې راټولې کړو چې د دغو خلکو (جوج ماجوج) د مخ نیوي لپاره راته یو حفاظتي دېوال جوړ کړئ. هغه د دواړو غرونو تر منځ په دره کې د اوسپنې یو دېوال ورته جوړ کړو.
د دغې پیښې موقیعت د ” قفقاز” غرونه ښودل کېږي چې تر تورې بهیرې غځیدلي او ځینې يې ټول کال په واورو پټ وي. دا د اوسپنې ماینونه هم لري خو هلته پلټنې نه دي شوي. د جوج ماجوج په اړه قران کریم وایی چې دوی هره ورځ د دېوال د ماتولو هڅه کوي. د قیامت یوه نښه د هغې دېوال په ماتیدو جوج ماجوج په ټولې نړۍ کې خپریدل دي.
د نړۍ په لرغونی تاریخونو کې د دغې قام په اړه مختلفې مفکورې دي. له میلاد څخه ۷ پېړۍ وړاندې د میډز (ترکي) یو باچا “ګایګ” نومیدو چې ممکن د “جوج” بل نوم و. داسې ښکاري چې جوج د ماجوج نه راوتلی توری دی چې ممکن د لرغونی ” بابل” نوم و. د تورې بهیرې څخه د زرګونو کالو راهیسې زوره ورو قامونو جنوب او ختیځ لوري ته حملې کولی. ځینو مورخینو دا ساکاي قیایل ګڼل چې په خپلو حملو به يې هرې خوا ته زمکه ویجاړه کړه. هم دغه نظریه د سکینډی نیویا د ” وایکنګ، هن ( یفتلي) منګول او نورو وحشي قبایلو په اړه وه او ان تر دې چې د یهودو هغه لس قبیلې هم یو وخت ګوګ مګوګ ګڼلی شول چې بیت المقدس نه ووتل او په ټولې نړۍ کې خپاره دي. په ولسي افسانو کې جوج ماجوج به انساني غوښې خوړلې. بل ځای ” ګوت او میګوتي” د ناپاکو خلکو باچاهان وو چې اسکندر اعظم د غرونو په منځ کې یوې درې ته وشړل او مخ ته يې یو ډېوال جوړ کړو. د هغه وخت په نقشو کې دوی به د اسکندر لوی دېوال سره راټول ښودل کیده.
د نړۍ په ټولو عقیدو او تاریخونو کې یو ځای هم جوج ماجوج لپاره ښه الفاظ نه دي کارول شوي. دا ښایی چې یو روغ کس، ظلم او جبر ته په ښه سترګه نه ګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *