د شوپیان جنګ دا جنګ چې د سوپین- سوپاین او شوپیان په نومونو مشهور دی، په ۳ (یا ۵ ) جولای ۱۸۱۹م کې د سیکانو او افغانانو تر منځ په کشمیر کې وشو. کشمیر په لومړي ځل د احمد شاه ابدالي د مغلو څخه په ۱۷۵۲م کې ونیولو. له هغه راهیسې شا و خوا ۷۱ کالو په موده […]
دکن ته په دکن خوشاله گرځه…د زيړو گلو باغ دی چا ته وسپارنه د گنگا د وادۍ په دکشڼ يا جنوب کى هغه لوی مثلث چې په سمندر کی غزېدلی ښکاري د دکن سيمه وه. دا د يو لوې مېزپه شان دغرونو د دريو سلسلو په مينځ کى دوه سرحدونه لري چې لوېديځ او ختيځ ساحلونه […]
پووينده سوداگر هيڅوک خبرنه دي چې پښتنو کوچيانو څه وخت د مرکزي ايشيا او د هند ترمنځ تجارت پيل کړو. ممکن د هغه وخت نه چې انسان ځنگلي اسونه او اوښان د سورلي لپاره وروزل. د نن نه دوه زره کاله پخوا د کوشان سلطنت واکمن هم کوچيان و. په اوړي کې به بگرام (کاپيسا) او په […]
( ۲۱) زما ژوند او ژوندون په ۱۹۳۱م کی د کانګرس ګوند منشي خبر راوړو چی کمشنر د قیدیانو د “ټولي وډ” یعنی د کلاسیفیکیشن امراو د دې تر مخه په جیل کی د څو اوچتو بندیانو پوښتنه کړی ده. د جیل مشرانو اتلس قیدیان په نښه کړل چی څلور پکی اڅکزي وو. په نورو کی سردار شهباز خان، د هغه […]
چوغه زنبیل په ۱۲۵۰ ق م کې د پارس ( ایران) یو باچا د اهرام په بڼه یو لوړ عبادتځای جوړ کړو. دا د خوزستان صوبې شوش (سوسه) ښار ته نزدې د پخو خښتو یوې غونډۍ په شان ښکاري چې خلک يې لیدو ته ورځي. د چوغه (چغه) زنبیل مانا په فارسي کې د ټوکرۍ غر کېږي. […]
ججوه لا الامې د سپرلی نه دي چې سپرلی راشي ججوې وسپړي ګلونه په ټپو (لنډیو) کې د ججوې ګل د سپرلي پیغام ګڼلې شي خو په اوسني دور کې دا نوم متروک شوی دی. یورپ کې د مارچ اپریل په میاشتو کې د غاټول او نرګس نه علاوه د اینیموني ګل هم راټوکېږي. دا په […]
د بالا حصار جګړه د پښتونخواه د مردان چاوڼۍ په یو څلور لاري کې په یوې یادګاري تختې د ګایډ (رهنما) ډلې د هغو پوځیانو نومونه لیکلي دي چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د کابل په بالاحصارکې ووژل شول. د مردان چاوڼۍ په هندوستان کې د غدر( ۱۸۵۷م پاڅون) نه دوه کاله وروسته جوړه شوه. د دې […]