
په سوات کې ولس غټې وريژې ډېر په شوق خوري چې بیګمۍ نومېږي.
د دې وریژو تخم په لومړي ځل باغ ډېرۍ کې وکرل شو. هلته مېشت بارکزي سردارعبد الرحمن آفندي د کرکرهڼې او د ميوو سره دېره علاقه لرله. په ۱۹۱۰ م کې هغه د جاپان نه د غټ املوک (پرسيمن) تخم راوړې و او د ټماټرو په شان سره او د شاتو په شان خوږې دې ميوې د سوات نورو سيمو کې هم وده وکړه.
په ۱۹۴۹ م کې د آفندي انږور بيګم بلقيس ( د شهزاده ارحام ميرمنه) د افغانستان د غټو کورمې والو وريژو تخم له ځانه سره سوات ته یوړو. له دغو وريژو څخه خلک شوله پخوي چې په پکتيا کې ورته “ډنډکۍ” وايي. په باغ ډېرۍ کې د لومړیو کرل شویو خامو وريژو شکل او خړ رنګ د چا خوښ نشول. خو له پخيدو وروسته چې خلکو وخوړلې نو خونده ورې وې. دې وريژو زياته نشاسته لرله او پخلي په وخت به يې حجم زيات شو. دا وريژې کلکې، د غرونو ساړه هوا کې هم وده کوي او حاصل يې ډېر وي. دا وريژې د “بيګمۍ” په نوم مشهورې او د سوات په نورو برخو کې هم وکرل شوې.
عام سواتيان، بيګمۍ وريژې له ايشولو وروسته د کوچ او ماستو سره خوري او کله د شنو ميو(مونګ) سره د دې پخسه یا شوله پخوي. خو تر ټولو مشهور يې “ورجلی” نومېږي چې په وريژو کې سابه ( شوتل، شلخی يا اوګه کۍ ( شنه ځنګلي اوګه) ورګډ کړي.
د بیګمۍ وریژو بدوالی، په دې کې و چې یو خو پوټکې يې کلک او بل د سپږۍ (چینجی) به پکې پیدا شو. په تیرو څو کلونو کې زراعتي ساینس د بیګمۍ وریژو جینیټک واړاو چې د وریژو یو نوی ډول پیدا کړي. دغه نوی بڼه وریژې “فخر مالاکنډ” نومېږي. اوس چې په بازار کې لږ د رنګه سپینې وریژې د بیګمې په نوم خرڅېږي، هم دغه نوی نسل دی.
دا مضمون په ۲۲ جون ۲۰۱۶م کې په لومړي ځل خپور شو.
صفيه حليم