Category: کیسې

امیر او پیر

امیرعبدالرحمان ته چا خبرو یوړو چې د بتخاک حضرت صیب خلکو ته لنګر ورکوي. امیرسره پوښتنه پيدا شوه چې د دې لګښت د کوم ځای نه پورا کوي؟ په هغو ورځو کې خلکو به په پټه کیمیاګري د لارې سره زر جوړول او امیر شکمن شو چې یا خو ملا کیمیا ګر دی او یا […]

ګل او صنوبر

د ختیځ د یو ملک باچا ۷ زامن لرل. تر ټولو مشر شهزاده الماس ځنګل کې ښکار په وخت یوه ښکلې هوسۍ ولیده. هغه غوښتل چې هوسۍ ژوندۍ ونیسي نو خپل اس يې ورپسې خوشې کړو. دی د خپلو ملګرو نه بېل شو او یو ځای يې د اوبو چینه ولیده نو هلته ایسار شو. […]

تاواني پلاو

هغه وخت زمونږ تر ټولو لوی ارمان سینما ته تلل وو. د کلی محلت ښځې به یوځای شوی، ټانګه کوڅې ته راغله او ټولې به له کورونو په تورو بورقو کې پټې، په هیړه را ووتلې. ټانګه به ډکه شوه او دوی به لاړې. کله کله به مور مې د خپلو خویندو سره سینما ته […]

ملا محمد جان او عایشه

د افغانستان شمال ته د مزار شریف د زیارت لپاره تلونکي یوه سندره زمزمه کوي. بیا که بریم به مزار ملا مامد جان سیر ګل لاله زار وا وا دلبر جان د لوی خراسان تمدن په ۱۵ او ۱۶ میلادي پېړیو کې تیموري ټبر له خوا پیاوړې شو. د سلطان حسین مرزا بایقرا،(۱۴۳۸- ۱۵۰۶م) د […]

فتح خان رابعه

وایی چې پخوا زمانه کې د قندهار یو حاکم اسلم خان نومیدو. دی ډېر شته من او سخي مشهور و. خو اولاد يې نه پایدو نو ځکه هر وخت به غمژن و. د خدای کارونه چې یوه ورځ د کلا په دروازه يې یو پقیر خیرات وغوښتو نو د حاکم په غم خبر شو. هغه […]

بدرۍ جماله او سیف الملوک

د کاغان سیف الملوک جهیل په اړه د ځایی خلکوروایت دی چې د څوارلسمې سپوږمۍ په شپه د اوبو له منځ نه سیف الملوک او بدرۍ جمال په یو سپین اس ناست راووځي. سیف الملوک د کوم ځای شهزاده و، معلومه نه ده خو یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ يې په خوب کې ولیده. د […]

بخت نامه او امیرجان

دا ځل د څلرم بارک په ځای په دوېم بارک کې وم. دلته یو سړی زما په خوا کې په وټله اوسېده. امیرجان نومېده، د ژوب د کلا سیف الله کاکړ و. په سر کې خو به ځکه زما ورته زیات پام و چې ده ته يې په جېل کې سرې جامې ورکولې چې د […]

مومن خان شیرینو

یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو. ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای […]

شهۍ او توردل

ته ژړا فرياد کړې د شهۍ له تورو زلفو ته ورځې پخپله دې تور مار لره کنه خوشال خټک په څیر ځینو نورو شاعرانو هم خپله معشوقه “شهۍ” بللې ده. خو په ۱۵۸۳ م کې د ټوپې (صوابۍ) اوسېدونکې یوسفزۍ شهۍ خیالي معشوقه نا بلکه د حیات خان لور وه. د اباسین په ختیځه غاړه […]

دستر خوان

د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم. دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم […]